ایمنسټي انټرنیشنل:دطالبانو لخوا دخلکو کورونه لټول دبشري حقونو سرغړونه ده

د بخښنې نړيوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل په کابل کې د طالبانو لخوا کور په کور د روانۍ تالاشۍ لړۍ د بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده او ددې عمل زر تر زره د ودرؤلو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان په ټويټر ليکلي چې طالبان د خلکو کورونو ته ننوځي، د خلکو د رازدارۍ خلاف ورزي کوي، شخصي ملکيتونه ويجاړوي او کورنۍ يې وېروي۔

په افغانستان کې مېشت د سياسي او قانوني چارو پوهان وايي بايد طالبان د پراخه پلټنو پرځائ د استخباراتي ادارو د مالوماتو په اساس يوازې د شکمنو خلکو خلاف هدفي پلټنې پېل کړي چې له وجې به يې د ټولنې ټول وګړي نه ځورول کېږي او نه به د خلکو په زړونو کې د موجوده نظام خلاف کرکه پېدا کېږي۔

بلخوا په افغانستان واکمنو طالبانو په سرښار کابل او شا او خوا سیمو کې د کورونو د تالاشۍ دفاع کړې او ویلي یې دي چې د پلټنو هدف کابل د وسلې نه پاکوول او د مجرمانو نیول دي۔

د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې دطالبانو لخوا دپېل کړل شوؤ پلټونو په هکله په ټويټر ليکلي چې د راپورونو ترمخه کور په کور تالاشي په بنيادي توګه سړي اخلي او کورنيو ته د وړاندې څخه اطلاع نه ورکول کېږي، سازمان وايي دا د بشري حقونو د اصولو سرغړونه ده۔

د افغانستان د ولسي سياسي جرګې بنسټګر صديق منصور وي او ای ډيوه ته وايي د قانون او شريعت ترمخه کور د ماشومانو او مېرمنو لپاره د ارام ځائ ګرځول شوی دی۔

نوموړي زياته کړه په نړيوالو قوانینو کې هم کورنۍ د مسونيت حق لري، هلته په ناساپي ډول د وسله والو کسانو داخلېدل چې مخونه يې پټ وي، وسله ورسره وي او هلته ويره او ترهه څرګنده شي، دا د ټولنيز امنيت او خلکو لپاره د تشويش سوب ګرځي۔

ياد سازمان په ټويټر دا هم ويلي چې په کابل کې د کورونو پراخه پلټنې څه جواز نه لري او دا په مېرمنو او جينکو زيات اغېزکوي۔

د نوم نه ښکاره کولو په شرط يوه افغانه مېرمن وي او ای ډيوه وايي طالبان چې کومې پلټنې کوي د هغې سره په دوئ او ماشومانو کې په لويه کچه ويره خوره شوې ده۔

هغه وايي د خپلې کورنۍ په اړه ويره احساسوي ځکه چې دوی "غېرمنظمه تالاشي کوي څنګه چې زمونږه خپلوانو او دوستانو سره تالاشي شوې ده"

دا وايي"زما په نظر دې ګام د افغان ولس روحي آرامي اخېستې ده او نه د افغان ولس د اسانتياو او نه د ډاډ لپاره دغه عمليات شروع شوي دي"

د افغانستان دتېر حکومت د ولسمشر مرستیال امرالله صالح او د افغانستان لپاره د یورپي اتحاد سفیر هم په ټويټر د کورونو د تلاشۍ غندنه کړې ده۔

د یورپي اتحاد سفیر وان بړانټ په ټويټر ويلي چې د خلکو ویرول، د کورونو تلاشي او ګرفتارۍ کول، د نورو قامونو او د مېرمنو په ضد تشدد جرمونه دي او پکار ده چې په سمدستي ډول ودرول شي.

نوموړي زياته کړې چې "د پوټین د جنګ باوجود زمونږ نظر په تاسو دی"

په کابل کې مېشت د سياسي او قانوني چارو کارو پوهه پروفېسر عبدالناصر شفيق وي او ای ډيوه ته وايي بايد د طالبانو حکومت د استخبارتي ادارو د مالوماتو په اساس د شکمنو خلکو د کورونو هدفي پلټنې وکړي۔

نوموړي زياته کړه د استخباراتي ادارو کار هم دا دی چې د خلکو مالومات وکړي چې په دې کلي کې په دې کوڅه کې دا سې خلک وسېږي چې هغه د امنيت لپاره خطر دی نو بيا هغو کورونو ته ورتګ پکار دی۔

وي او ای ډيوه د کورونو دلټونې په اړه د افغان طالبانو د حکومت دنظر اخستو لپاره دهغوئ دمرستيال ترجمان بلال کريمي او انعام الله سمنګاني د دريځ مالومولو هڅه وکړه خو بريالۍ نه شوه۔

څو ورځې وړاندې د طالبانو ترجمان ذبېح الله مجاهد په کابل کې خبريالانو ته ويلي وو چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د انتهايي احتیاط نه کار اخلي او بنیادي مقصد یې د ولس امنیت باوري کول دي۔

ذبیح الله مجاهد دا هم ويلي وؤ چې د تلاشۍ عملیات کامیاب دئ او زر به سر ته ورسول شي.

هغه زياته کړې وه د عملیاتو په مهال د سلګونو په شمېره کې وړه او درنه وسله ترلاسه شوې او ګڼ شمېر مجرمان چې پکې د داعش وسله والې ډلې غړي هم شامل دي نیول شوي دي۔