دپېښور برید:کورکمانډر،وزیراعلي اؤ ګورنر شعیه مشرانو له فاتحې له ورغلي

دپېښور کور کمانډر لیفټننټ جنرال فیض حمید وایي امنیتي ځواکونه دحکومت اؤ ولس په مرسته هیواد نه دترهګرۍ نوغي ویستلو ته هوډمن دي اؤ ددې مقصد لپاره به دټولو ادارو ترمنځ رابطې نورې هم پیاوړې کولی شي.

دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا محمود خان، ګورنر شاه فرمان اؤ دپېښور کورکمانډر لیفټننټ جنرال فیض حمید دخالي په ورځ دپېښور په کوهاټۍ دروازه کې دشعیه مسلمانانو امام بارګاه ته ورغلي اؤ هغوئ سره یې پروني ځانمرګي برید کې په شوې درنه مرګ ژوبله خواخوږي ښودلې ده.

په عین حال کې دپاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید احمد دعوه کړې ده چې ځانمرګي برید کې دککړو درېواړو کسانو پېژندګلو شوې ده اؤ پولیس به ورځ،دوه کې دې پېښه کې لاس لرونکو کسانو ته ورسیږي.

شعيه علما کونسل او اماميه جرګه وایي که چرې د امنیت کلک ګامونه پورته کړې شوي وؤ نو د ترهګرۍ دغه پېښه به مخې ته نه وه راغلې۔

تیره ورځ د پېښور دقیصه خوانۍ بازار ترڅنګ کوچه رسالدار کې دشعیه مسلمانانو په یو جومات دجمعې دنمانځه په مهال شوي ځانمرګي برید کې لږ تر لږه 63 کسان وژل شوي اؤ نزدې 200 نور ژوبل شوي وؤ چې په وژل شوؤ کې د زیاترو جنازې نن په پېښور کې د ویر نه په ډک چاپیریال کې شوي دي.

ددغه برید پړه وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده اؤ دخیبر پښتونخوا پولیسو مشر ښاغلي معظم جاه انصاري پخپله یوه وروستۍ مرکه کې اندېښنه ښکاره کړې وه چې داعش په صوبه کې دامنیت له لحاظه تر ټولو ستر ګواښ دی

دشیعه ورورلۍ سره دخبرو په وخت دپېښور کورکمانډر لیفټننټ جنرال فیض حمید ویلي هیواد کې دامن وامان باوري کولو اؤ ددښمن دناپاکو ارادو شنډولو لپاره به ټولې وسیلې پکار راوستل کیږي.

دشیعه مسلمانانو مشرانو سره خبرو کې ګورنر شاه فرمان ویلي دا پېښه زیاته خواشینوونکې ده اؤ مقصد یې قامي یووالي ته زیان رسول وؤ خ مونږ به دداسې پېښو تر شا ددښمن په عزایمو ځان پوهول اؤ دهغې دشنډولو لپاره خپلو کې اتحاد اؤ یووالي ته نوره وده هم ورکول وي.

وزیراعلا محمود خان په دې مهال دشیعه ورورولۍ مشرانو ته باور ورکړی چې دې پېښه کې ککړ مجرمان به په هرصورت خپل انجام ته رسولی شي.

هغه ویلي په دې پېښه کې چې کوم درانه زیانونه شوي دهغې ازاله نه شي کیدالی خو حکومت دتیروتنو نه سبق اخلي اؤ په راتلونکي کې دداسې رقم ناوړه پېښو مخنیوي پاره کوټلي ګامونه اخلي

بل لوري ته د پېښور په کوچه رسالدار کې د شعيه مسلمانانو په جومات کې شوي ځانمرګي بريد کې له وژل شوؤ کسانو څخه د 11 جنازې نن د خالي په ورځ پېښور کې شوي دي چې پکې اهل تشيع علماؤ او ګڼ شمېر شعيه او سني مسلمانانو ګډون کړی ؤ.

د وژل شويو نورو 18 تنانو جنازې پرون د شپې شوي دي۔

د بريد له امله د پېښور قيصه خوانۍ او نورو مختلفو سيمو کې دخالي په ورځ کاروباري مرکزونه په احتجاجي توګه بند کړل شوي وؤ او په خلکو کې غم غصه اؤ ویره په نظر راتله.

د پېښور کوچه رسالدار د شعيه مسلمانانو په جومات کې دغه بريد په داسې حال کې شوی ؤ چې ځايي خلک د جمعې په نمونځ ولاوړ ؤ.

د جنازو په موقعه د اهل تشيع مشرانو او علما وېنا وه چې په جومات دغه بريد د سيکيورټي ادارو د ناکامۍ له امله شوی دی۔

وي او اې ډيوه سره خبرو په مهال د شعيه علما کونسل او د اماميه جرګې مشر مظفر علي اخونزاده وویل که چرې د سيکيورټۍ کلک ګامونه پورته کړې شوي وؤ نو د ترهګرۍ دغه پېښه به مخې ته نه وه راغلې۔

" روزانه دا مرګونه او شهادتونه کېږي نو په دې علاقه کې اېس ايچ او چرته دی، دا اېس پي او ايس پي سيکيورټي چرته دي؟ دوئ(ترهګر) څنګه دلته راغلل کوچه رسالدار ته"

نوموړي زياته کړه چې دې نه وړاندې يې پوليسو چارواکو ته درخواست ورکړی و چې دغه پوليس اهکار دلته د ډيوټې نه لرې کړي او هغه بيا دلته ډيوټۍ ته د پوليس لاين نه راځي او د هغه په موجودګۍ کې دغه سړی راځي او بريد کوي۔

دی وايي: " مونږه خو پوهېږو چې دا کړۍ چرته دي، خو د ملک سالميت دی"

په پېښور کې د يو امام بارګاه متولي سيد امداد الدين وېنا وه چې دوئ به خپل پرامنه احتجاج جاري ساتي چې په دې توګه خپل غږ حکومتي واکمنو ته په موثره توګه ورسوي۔

" چې مشران څه فېصله کوي نو دهغې مطابق به احتجاج بلکل کېږي، احتجاج زمونږه جمهوري حق دی، د پېښور ټول خلک سوګوار دي او اهل تشيع سره سره اهل سنت ټول هم مونږه سره دي"

ځايي اوسيدونکې وايي چې دې نه څو ورځي وړاندې په دې علاقه کې د لاسي بم چاودونه هم شوې وه خو پوليسو دغه د ګېس سلېنډر بلاسټ بللی ؤ۔

د پېښور سره تعلق لرونکې جهانزيب سرحدي وي او ای ډيوه ته وايي چې د پېښور امينت وضعه ورځ تربلې خرابېږي اؤ باید امنیتي ادارې اؤ حکومت د ترهګرۍ دپېښو مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي۔

د راپورونو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې تېر کال 2 ځانمرګي بريدونه شوي وو او روان کال دا ړومبي بريد دی چې ذمه واري يې داعش خراسان ډلې منلي ده۔

دغې وسله والې ډلې څه موده وړاندې په پېښور کې د يو سکهـ حکيم د وژنې، په پنډۍ ښار، باجوړ، کوهاټ، شمالي وزيرستان او پېښور کې د يو شمېر نورو بريدونو او هدفي وژنو ذمه واري په سر اخستې ده۔