څېړونکي:دترکیې درې ورځنۍ غونډه به دنړۍ پام افغانستان ته را وګرځوي

څېړونکي په ترکي کې د انتاليا ډېپلومېسي فورم په نوم درې ورځنې غونډه د افغانستان لپاره مهمه بولي اؤ وایي دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ پام د افغانستان په ځائ د روس او اوکرين جګړې ته اوښتی دی.

څېړونکي په دې اند دي چې په دغه غونډه کې به د طالبانو د راتګ وروسته په افغانستان کې د رامنځته شوي اقتصادي بحران او بشري ناروين په اړه بحثونه وشي او د نړۍ پام دغو ستونزو ته ور وګرځول شي.

څېړونکي وایي ترڅو چې د طالبانو حکومت په رسميت نه وي پېژندل شوی نو دداسې ډول غونډو په مرستې سره نړۍ په طالبانو فشار اچولی شي چې په دغه هېواد کې بشري حقونه، د ميډيا ، دمیرمنو د روزګار اؤ تعلیم ازادي خوندي کړي او د يو ټول شموله حکومت لپاره لاره جوړه کړي۔

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی، د نورو هېوادونو سفارتکاران او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترکي ته تللي او هلته به دغه درې ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په حالاتو خبرې کوي۔

په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه ته وايي د افغانستان په اقتصادي او بشري بحران خبرو لپاره دا يوه مهمه غونډه ده،

هغه وايي د داسې ډول غونډو سره نړيواله ټولنه کولی شې چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو خوندي کولو او ټول شموله حکومت جوړولو لپاره په طالبانو فشار واچوي۔

" د نړۍ دا مفادات دي په افغانستان کې چې هلته د بشري حقونو پاسداري وشي، د ښځو د تعليم په اړه خبرې وشي او هلته په ميډيا بنديزونه ختم کړل شي او د بې درکه تنانو په اړه خبرې وشي او دغه لړۍ ودرول شي"

نوموړي زياته کړه ترڅو چې طالبان په رسمي ډول نه وي پېژندل شوي نو دا غونډې ډېر اهميت لري۔

په ترکې کې د مارچ د 11مې تر 13مې راجوړیدونکې دغه غونډه کې سږ کال تر 2000 زیاتو کسانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، چې په هغوی کې د هېوادونو او حکومتونو مشران، د بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو تنظیمونو استازي شامل دي۔

په ترکي کې دا نړیواله غونډه دا ځل په داسې وخت کې کېږي چې پر اوکراین د روس بریدونو د ټولې نړۍ پام اړولی دی او ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به تر ډېره ددې جګړې پر تم کولو خبرې کېږي خو د افغانستان پر حالاتو به هم په دې غونډه کې بحث کېږي۔

څېړونکې پروفېسر اعجاز خټک وي او ای ډيوه ته وايي که چرې نړۍ د اوکرين او روس د جنګ له وجې د افغانستان څخه پام اړوي نو دې سره به د افغان ولس وضعيت نور هم خراب شي۔

هغه زياته کړه چې "که افغانستان نه دوئ ( نړۍ) سترګې اړوي نو هغه به د افغانستان ولس لپاره ښه نه وي ځکه چې افغان طالبان دا ګڼي چې اوس د دنيا توجو په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه زباني ده نو هغوی (طالبان) خپل لاس ازاد ګڼي او مونږ اوس هم وينو چې هلته د انساني حقونو سرغړونې سېوا شوي دي"

په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه صديق منصور وي او ای ډيوه ته وايي چې دترکي او داسې نورو مهمو غونډو ته طالبان په رسمي ډول رابلل د طالبانو لپاره سفارتي اړيکو ته لاره هوارولی شي۔

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د کابینې نورو وزیرانو په تېرو څه د پاسه شپږو میاشتو کې پاکستان، ایران، روس، ترکي، چین، ناروی،‌ سویټزرلېنډ او قطر ته رسمي‌ سفرونه کړي دي، خو په دغو ټولو سفرونو کې ددغو هېوادونو استازو طالبانو سره د دوئ د حکومت په رسمیت دپېژندلو پر موضوع خبرې نه دي کړي۔