د اسلامي همکارۍ سازمان غونده کې افغانستان سره د بشري مرستو د ګړندي کولو غږ شوی دی

واشنګټن ــــ د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان او ای سي د بهرنیو چارو د کونسل ۴۸مه غونده کې د افغانستان د بشري مرستو د ګړندي کولو او اسلاموفوبیا په ضد د کوټلو ګامونو د پورته کولو غږ شوی دی.

د اتحاد، انصاف او پرمخنګ د پاره شراکت په موضوع دغه دوه ورځنۍ غونډه په چهارشنبه- شورو په پایه تخت اسلام اباد کې پای ته ورسېده.

ګډې خبرې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د بهرنیو چاور وزیر شاه محمود قرېشي وویل د غونډې په نتیجه کې مخې ته راتلونکو مهمو ټکو کې د افغانستان د پاره د بشري فنډ د عملي کولو، د اسلاموفوبیا په اړه د ځانګري استازي د ټاکنې نه علاوه په غونډه کې په جنوبي اسیا کې امنیت ته د خطرې په اړه قرارداد هم منظور کړل شو.

قرېشي د غونډې اعلامیې ته په اشارې سره وویل، په کشمیر او فلسطین کې د بشري حقونو سپکاوی کیږي، چې په اړه به یې اسلامي هیوادونه غږ را برسېره کوې.

دوی زیاته کړه پاکستان په اسلامي هیوادونو کې د سولې او جګړې د مخنیوي په اړه میکنیزم جوړولو او ستونځو په ګوته کولو د پاره د اسلامي هیوادونو د وزیرانو په کچه غونډه رابللو وړاندیز هم کړی او په دې اړه د عمل پلان د جوړولو پرېکړه هم شوې ده.

د او ای سي د غړو له اړخه د یوکرین او روس د جګړې د زیاتېدو او پراخېدو د خطرو په اړه هم اندیښنې څرګندې شوې.

د غونډې له اړخه جګړه ځپلو خلکو ته سمدستي د محفوظې لارې د ورکولو او دوی ته د ضرورت شیانو د رسولو سره سره دغه معامله د خبرو د لارې د هوارولو غږ هم شوی دی.

د شاه محمود قریشي تر مخه د او ای سي په غونډه کې او د دې تر څنګ کېدونکې لیدنو کې مخې ته راغلې چې اسلامي هیوادونه او چین د اوکراین او روس جګړې په ختمولو کې په ګډه د درېمان یا منځګړي په توګه د رول لوبولو هیله من دي.

دوی زیاته کړه په غونډه کې ګډون د چین څرګندوي چې چین د اسلامې هیوادونو سره په ګډه کار کول او د چین د یو بلیټ یو سړک نوښت د لوظنامې په غړو هیوادونو کې سرمایه کاري کول غواړي.

د او ای سي تنظیم سیکریټرې حسین ابراهیم طاحه په دې مهال مطبوعاتو ته وویل د ملګرو ملتونو له اړخه د اسلاموفوبیا د مخنیوي په توګه د مارچ ۱۵مه د لمانځنې لپاره ټاکل دا ثابتوي چې او ای سي په ګډه خپل دریځ په نړۍ منلی شي.

دوی زیاته کړه د افغانستان د پاره د استازي تر ټاکنې وروسته هغه د افغانستان سفر کړی او فنډ جوړ کړی شوی دی او د نایجېریا له اړخه د افغانستان د بشرې مرستو د‌پاره یو ملیون ډالر فنډ تر لاسه شوی. ابراهیم طاحه وویل:

" هیله لرو چې نور هیوادونه به هم مرسته وکړي".

د تنظیم د سیکرټري جنرل تر مخه د افریقایي هیوادونو د ستونځو د څار د پاره هم د یو استازي ټاکلو پرېکړه شوې ده.

د نړې د ۵۷ اسلامې هیوادونو په دوه ورځنۍ غونډه کې ۸۰۰ استازو ګډون کړی وو، چې پکې د سیاست، امنیټ، بشري ستونځو، ټولنیزو حالاتو، اقتصادي، قانوني چارو، مسلمان لږکیو، اسلاموفوبیا، د وسلې د مخنیوي، ترهګرۍ، کرونا، کرپشن او د او ای سي د اصلاتونو په شمول پر یو شمیر معاملو شاوخوا ۱۴۰ قراردادونه منظور کړل شوي دي.

د څېړونکو وینا د او ای سي تاریخ ښیي چې دغه تنظیم اسلامي هیوادونو ته د ور پېښو وړاندې ستونځو په هواري کې څه مهم رول نه دی لوبولی، ولې چې تنظیم خپله د سیمه ییز سیاست ښکار دی او په داسې حال کې څه هیلې نه ویني چې او ای سې به دې ځل هم پر خپلو ژمنو عمل وکړی شي.