افغانستان کې دجينکو دښوونځيو تړلو پسر به د طالبانو ستونزې نورې هم سېوا شي:څېړونکي

څېړونکي وايي په افغانستان کې طالبان بشري حقونه په نړۍ دخپل حکومت په رسمي ډول پېژندلو او نړيوالو مرستو لپاره د ډال په توګه کاروي او د جينکو په تعليم بندېز لګولو سره په نړيواله ټولنه فشار اچول غواړي ځکه چې څه دپاسه د اوو مياشتو تېرېدو وروسته ورته هم مشروعيت نه دی ترلاسه شوی.

څېړونکي په دې نظر دي چې د جينکو د تعليم او نورو بشري حقونو خوندي کولو د پاره چې طالبانو کومې ژمنې کړي د هغې دنه عملي کولو له امله به يې د ملک دننه او بهر مشکلات نور هم سېوا شي۔

دوئ وايي په افغانستان کې د خلکو په زوړونو کې د کرکې سېوا کېدو ترڅنګ د طالبانو دځينو غړو په منځ کې هم د جينکو په تعليم بندېز لګولو سره تعلقات ټکني کېدای شي۔

څېړونکي وايي دنړيولې ټولنې لخوا په افغان طالبانو دبې بارورۍ له امله تراوسه نه کوم هېواد يې حکومت په رسميت پېژندلی او نه يې ورسره د دوئ د خوښې مطابق مرستې کړي۔

دوی وايي داسې ښکاري چې ددغې په رد عمل کې افغان طالبان جينکۍ سکولونو ته نه پرېښودل غواړي چې په دې توګه په نړيواله ټولنه فشار واچوي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي طالبانو ته مالومه ده چې اوسمهال نړۍ په افغانستان کې د جينکو تعليم ته ډېره حساسه ده او غواړي چې جينکۍ تعليم ته پرېښودل شي نو دوی (طالبان)بشري حقونه اوس د ډال په توګه کاروي۔

دی وايي "د طالبانو دا سوچ دی چې که نړۍ مونږ ته امداد نه راکوي، مونږ نه تسليموي او زمونږ خبره نه اوري نو مونږه به بيا انسانانو سره هغه شان سلوک کوو څنګه چې به يې په 90 لسيزه کې کولو"

په افغانستان کې د جينکو دمنځنۍ درجې سکولونه د مارچ په 23مه نېټه د خلاصېدو څو ساعته وروسته د طالبانو په امر بيا وتړل شول۔

طالبان وايي دوئ وخت ته اړتيا لري چې د اسلامي قانون او شریعت له مخې د دوئ لپاره یوه طرحه جوړه کړي۔

ډاکټر خورشيد خان زياته کړه د جينکو د تعليم په ضد د طالبانو دغه ګام په نړيواله کچه به د طالبانو ستونزې زياتې کړي او د هغه هېوادونو ملاتړ به هم د لاسه ورکړي چې دوئ سره د مالي مرستو او په رسميت پېژندلو لپاره هلې ځلې کوي۔

نوموړي دا هم وويل چې نړۍ به په ردعمل کې په طالبانو بنديزونه ولګوي او داسې طالبان به ترې جوړ کړي څنګه چې په اوله دوره کې وؤ او ددې سره سره د بشري حقونو خوندي کولو پسر چې کوم امداد ورته ورکول کېږي هغه به پرې هم بند کړي۔

د تېر اګست په 15مه په واک کې له راتلو وروسته افغان طالبانو د هلکانو او تر شپږم ټولګي پوري د جنيکو سکولونه خلاص کړي وؤ، خو د شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکو ته يې سکولونو ته د ورتلو اجازه نه وه ورکړې۔

په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه او د پوهنتون استاذ عبدالناصر شفيق وايي په هېواد کې جنيکۍ تعليم ته نه پرېښودل به دخلکو ترڅنګ د طالبانو ترمنځه هم اړيکې ټکنۍ کړي۔

نوموړي زياته کړه "هغه محبوبيت چې د امريکايي اشغال ختمولو سره طالبانو په ولس کې پېدا کړی ؤ هغه ټکنۍ کېږي هم په عام ولس کې او هم د طالبانو په ځينو افرادو کې ځکه چې د طالبانو ټول غړي داسې نه دي چې په دې کچه د زده کړو سره مخالفت کوي"

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غړو هیوادونو په یوې اعلامیې کې د طالبانو څخه غوښتلي چې تر شپږم ټولګي پورته د جينکو په زده کړو دبندیز پرېکړه باید بېرته واخلي.

د افغان طالبانو يو چارواکي احمد ياسر د مارچ په 23مه په ټوېټر ليکلي چې د اسلامي امارت مشران د جينکو او هلکانو ښوونځيو پېل ته ژمن دي،

دی وايي د تعليم وزارت لخوا جوړه شوې طرحه کې د ستونزو له امله د لنډ مهال لپاره تر شپږم پورته د جينکو سکولونه بند اعلان شوي او د طرحې د سمون سره به پېل شي