دپښتونخوا حکومت ملاکنډ ډویژن کې دتندلاریتوب مخنیوي لپاره د"مشال" په نوم اصلاحي مرکز بیا پرانزي

دخېبر پښتونخوا صوبايي کابينې په ملاکنډ ډويژن کې د تندلاریتوب مخنيوي لپاره دجوړ کړل شوي مشال نومي تربيتي او اصلاحي مرکز دبیا پرانستلو پرېکړه کړې او ددې لپاره يې د 360 ميلينه روپو دپنګو ورکولو منظوري ورکړې ده۔

څېړونکي وايي د تندلاریتوب مخنيوي کې دغه ډول ادارې ډېر مهم کردار لوبوي،

دوئ وايي د ټولنې څخه تندوره سوچ ختمولو او د تندلاریتوب مخنيوي لپاره د داسې ډول ادارو د فعاليتونو ترڅنګ د ديني مدرسو او عصري علومو په نصاب کې بدلون راوستلو سره سره په رياستي کچه د سياسي مشرانو او عام ولس سوچ بدلول هم اړين دي۔

د خېبر پښتو نخوا د اطلاعاتو محکمې لخوا جاري شوي خبر کې ويل شوي چې د تندلاریتوب ختمولو لپاره جوړ شوي دغه تربيتي مرکز کې د تندروه سوچ لرونکو تنانو تربيت او اصلاح کېږي او د هغې لپاره صوبايي کابينې د 360 ميلينه روپو دپنګو منظوري ورکړې ده۔

په پېښور کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نواز خان وي او ای ډيوه ته وايي چې ملاکنډ ډويژن کې تېرو د30 کالو په مهال د ترهګرۍ او تندلاریتوب دڅپو تېرېدو له امله په دې علاقه کې ددغې سوچ خلک شتون لري او د هغوی اصلاح کول مهم دي۔

نوموړي زياته کړه د ملاکنډ سره خواته د باجوړ، دير او چترال پولې د افغانستان سره شريکې دي نو دا اندېښنه هم شته چې هغه خلک يا سوچ يو ځل بيا دلته رانه شي۔

هغه وايي "که وکتل شي نو د تحريک طالبان پاکستان لخوا هم عمليات ډېر شوي دي او د داعش په حوالې سره هم راپورونه راځي چې هغوی ځانونه منظم کوي نو دا ټول څېزونه داسي دي او بيا چې کوم کوم ځای کې داسې سوچ پاتې شوی وي نو هلته خطره ده "

د پېښور پوهنتون د امن او شخړو د مطالعاتو د څانګې استاد پروفېسر جميل احمد چترالي وي او ای ډيوه ته وايي چې ټولنه کې دتندلاریتوب د سوچ مخيوي لپاره بايد دغه مرکزونه فعال وساتل شي۔

دی وايي په قبايلي سيمو او سوات کې چې کوم د ډي ريډيکليزېشن يا اصلاح لپاره چې کوم مرکزونه دي هغه زبردست کار کوي او هغې ته مختلف خلک راځي چې د هغوی ذهن سازي شوې وي نو د دغې خلکو اصلاح کول دا ډېر اوږد عمل دی نو په دغه مرکزونو کې په دې ډېر ښه انداز کې کار روان دی۔

حق نواز خان دا هم وويل چې د ټولنې څخه په بشپړه توګه تندلاریتوب ختمولو لپاره د نصاب ترڅنګ په سياسي او معاشرتي کچه په سوچ کې بدلون راوستلو لپاره په منظمه توګه ګامونه اخستل اړين دي۔

نوموړي زياته کړه چې ترڅو په رياستي کچه سوچ کې بدلون نه وي راغلی او دې لپاره يو مستقل کار نه وي شوی چې په هغې کې علما، سياسي خلک، د عسکري ادارو خلک او د نورو طبقو خلک په يو طرحه نه وي راغلي نو د داسې قسمه سوچ او فکر مخنيوی کول به اسان نه وي۔

په سوات کې د وي او ای ډيوه دخبريال فياض ظفر د وېنا ترمخه د تندلاریتوب مخنيوي او د دغې سوچ نه اغېزمنو شويو تنانو د تربيت او اصلاح لپاره د سوات په پېتام ګلي باغ او پېزاګټ سيمه کې دوه مرکزونه موجود دي چېرته چې اوس هم د ځينو تنانو د تربيت او اصلاح عمل دوام لري خو د تنانو شمېر د مرکزونو انتظاميي لخوا نه ښودلې کېږي۔

دسوات ترڅنګ د سباون په نوم يو مرکز په ملاکنډ ضلع کې هم جوړ کړل شوې وو۔

نوموړی وايي په سوات کې د ترهګرۍ ضد عملياتو ترسره کېدو وروسته کال 2009 کې د بې کوره شويو خلکو خپلو سيمو ته د ستنېدو نه وروسته د تندلاریتوب خمتولو لپاره مشال او دغه نور مرکزونه پرانستل شول۔