عمران خان وایي د روس په سفر کولو ترې بهرنی طاقتور هیواد خفه شوی دی

دپاکستان وزیراعظم عمران خان یوځل بیا په پاکستان کې د روان سیاسې اړي ګړي تور پر بهرني هیواد لګولی او ویلي یې دي چې یو بهرنی هیواد دده څخه د روس په سفر خفه دی-

اسلام اباد کې د "سیکیورټي ډائیلاګ" په نوم راجوړې شوې دستورې ته وینا کې وزیراعظم عمران خان وویل روس ته پر تګ د سختو نتیجو دړکې ورکړل شوي دي-

هغه وویل خپلواکه بهرنۍ تګ لاره د هیواد د پاره ضرورې ده او که چرې ازاده تګ لاره نه وي نو د ولس د مفاداتو تحفظ نه شي کیدای-

دعمران خان په وینا "زمونږ پخوانی ملګری خفه شوی چې روس ته ولې لاړم"

هغه روس ته دخپل سفر په اړه دسپیناوي په توګه وویل د بې طرفه کیدو له امله د یورپي یونین کونسل د مشر او بیا د اوکراین صد ولادیمیر زیلنسکې په وینا د چین سره په ګډه د روس او اوکراین دشخړې هوارولو هڅې کوي-

وزیراعظم عمران خان د پنجشنبې په ورځ قام ته وینا کې هم ویلي وؤ چې د یو طاقتور هیواد له اړخه دوئ ته دړکو لیک لیږل شوی دی خو کله چې یې په دغه وینا کې د امریکې نوم له خولې ووتلو نو سمدستي وروسته مسکی شو اؤ وئ ویل "نا امریکا نه یو بل بهرني هیواد مونږ ته د ګواښونو لیک رالیږلی "

امریکې د وزیراعظم دغه تورونه رد کړي او دامریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرائیس ویلي امریکا د پاکستان ایینې عمل ته درناوي لري او دپیغام لیږلو په تورونو کې هیڅ حقیقت نشته-

پاکستان په دغه لیک د احتجاج په توکه په اسلام اباد کې د امریکا ناظم الامور د بهرنیو چارو وزارت ته هم وربللی ؤ.

په پاکستان کې مخالفو ګوندونو د وزیراعظم له اړخه د سازش تور یوه لوبه ګرځولې او د مسلم لیګ نواز ډلې مشر شاهد خاقان عباسې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل" په وروستیو درېوؤ ورځو کې امریکا هم د دده په ضد سازش کوي او د دده د وژلو منصوبې هم جوړیږي،دی څه بهرني سازش ته اړتیا نه لرې، د پاکستان ولس به عمران خان کورته لیږي"

د مخالفو ګوندونو دایتلاف بل مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وزیراعظم عمران خان د بهرني سازش د لارې اقتدار کې راغلی ؤ او اوس دخپلې نا اهلۍ له سببه لیږل کیږي-

د څیړونکو وینا ده د یو بل هیواد په ضد په څرکنده دغه شان تورونو لګولو څخه سفارتي اړیکو ته زیان رسیدلی شي-

بل پلو ته د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري پر ټویټر خپل پیغام کې ویلې د سیکیورټې ایحنسیو د رپوټ تر مخه د وزیراعظم عمران خان په ضد د برید منصوبه مخې ته راغلې چې ترهغې وروسته د وزیراعظم سیکیورټي یا امنیت سیوا کړل شوی دی-

د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ په تحریک د ووټونو د ورځې رانزدې کیدو سره سم د حکومت او مخالفو ګوندونو له اړخه په پایه تخت کې هلو څلو کې تندي راغلې ده-

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د اختر نه وروسته په هیواد کې د ټاکنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د وزیراعظم په ضد که چرې د بې باورۍ تحریک کامیاب هم شو نو هغه په ماتې نه قبلوي-

په عین حال کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د هغه دګوند پاکستان تحریک انصاف دمرکزي کمیټۍ غونډه شوې او د اوسنې سیاسی حالاتو او بې باورې د تحریک په اړه د حالاتو جاج پکې اخستل شوی-

مخالف ګوندونه هم دعوه لري چې قامي اسمبلۍ کې یې دملاتړو غړو شمیره یې د ۱۷۲ څخه زیاته ده-

د پي ډي ایم د اتحادیې دمشرانو له اړخه د بې باورۍ د تحریک د ممکنه کامیابۍ وروسته د حکومتي چوکیو پر ویشلو هم خبرې روانې دي-

د مخالفو ګوندونو له اړخه د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ په تحریک په قامې اسمبلې کې داپریل په دریمه نیټه رایې ورکړل کیږي