سروې: په افغانستان د طالبانو واکمنۍ وروسته 53 فیصده افغانان له هېواده وتل غواړي

پېښور ــــ امريکايي څېړنيزه ادارې ګلوپ په خپل تازه راپور کې ويلي چې افغانستان باندې د طالبانو واکمن کېدو وروسته 53 فيصده افغانان غواړي خپل هېواد پرېږدي او په نورو هېوادونو کې د ښه ژوند کولو لپاره کډه وکړي، د ادارې په وېنا دا په کال 2021 کې تر ټولو زياته شمېره ده.

په افغانستان کې مېشت خلک وايي موجوده معاشي صورت حال، د طالبانو له خوا د خلکو ځورول، د بشري حقونو او د مېرمنو د حقونو سرغړونو خلک دې ته اړ کړي چې د خپلو بچو د ښه مستقبل لپاره د افغانستان څخه ووځي۔

د څېړنيزي ادارې لخوا تېر کال د اګست او سپتمبر په مياشتو کې تر سره شوې دغه سروې ښيي چې 56 سلنه سړي او 50 سلنه ښځې د افغانستان څخه د وتلو غوښتنه کوي۔

په افغانستان کې د سياسي چارو کارپوه صديق منصور وي او اې ډيوه ته وايي چې اوس مهال د طالبانو له خوا د خلکو بې ځايه ځورولو او په هېواد کې رامنځ ته شوي معاشي بحران افغانان په دې مجبوره کړي چې نورو هېوادونو ته هجرت وکړي۔

نوموړي زياته کړه چې نن سبا د افغان ولس ژوند ورځ تر بلې د ستونځو سره مخ کېږي کوم چې نه يواځې د هېواد دننه د کارونو درېدلو له وجې دي بلکې د بېنکونو بندېدل، په بېنکونو کې د خلکو پیسې بندېدل چې نه شي کولی خپلې پیسې راوباسي، تنخاګانې په وخت نه ملاوېدل، د معاشاتو کمېدل او د بهرني امداد بندېدل هم شامل دي۔

دې وايي چې دا ټول د دې سبب ګرځي چې د افغانستان ولس د اقتصادي ستونځو سره مخ کړي او هغوی بيا په نورو هېوادونو کې د خپلو ستونځو د حل لارې چارې ولټوي۔

د ادارې له خوا د سروې نتيجې په داسې حال کې شريکې کړل شوي چې د کال 2021 د اګست په پینځلسمه د طالبانو واکمن کېدو وروسته په سلګونو زره افغانان د خپل هیواد څخه وتلي دي۔

د افغانستان عایشه احمدزۍ وي او اې ډيوه ته وايي افغان مېرمنو چې د جمهوريت په دوره کې کوم حقونه درلودل هغه اوس ترې تر ډېره حده اخيستل شوي چې له امله يې ګڼ شمېر مېرمنې غواړي د خپلو بچو د ښه مستقبل لپاره نورو هېوادونو ته مخه وکړي۔

نوموړې زياته کړه کومه ازادي چې بايد هر يو انسان ولري هغه ورځ تربلې په افغانستان کې د خلکو څخه اخيستل کېږي.

هغه وايي چې کله يو انسان په خپله خوښه ژوند ونه کړی شي، په خپله خوښه دنده نه شي ترسره کولی او بېکاره اوسيږي نو زما په نظر که هغه د هر يو هېواد وګړي وي نو هغه به خپل هېواد پرېږدي.

د رپورټ ترمخه 25 فيصده د سروې ګډونوال په ترکيې کې، 15 فيصده جرمني کې او 12 سلنه خلک کېنېډا کې مېشت کېدل غواړي چې د کال 2018 د سروې په نسبت 7 فيصده زياتوالی ښيي۔ د سروې ترمخه امريکا ته د تلونکو افغانانو شمېره د کال 2018 په څېر لس فيصده مخې ته راغلې.

په رپورټ کې دا هم ليکل شوي چې په اوکراين د روس د حملې وروسته د نړۍ پام اوکراين ته اوښتی او افغان کډوال د هېرېدو سره مخ دي۔

په رپورټ کې راغلي چې په افغانستان کې نه يواځې بشري بحران په خپل ځای پاتې دی بلکې د افغانستان وضعيت د مختلفو اړخونو څخه د خرابېدو په حال کې دی.

د رپورټ په حقله مو د افغان طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي او انعام الله سمنګاني سره د تماس نيولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو.