کارپوهان:دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ نه ماتېدل دسياسي ګوندونو، ولس اؤ قامي خزانې په ګټه دي

kpkl assembly

د خېبر پښتونخوا حکومت ترجمان وايي چې د اپوزيشن لخوا صوبايي اسمبلۍ کې جمع کړل شوي د بې باورۍ تحريک کې به حکومت مخالفو ګوندونو ته ماتې ورکړي او دا چې صوبايي حکومت په موجوده حالاتو کې د اسمبلي تحليل کولو یا ماتولو څه اراده نه لري۔

څېړونکي وايي چې د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي نه تحليل کېدل د سياسي ګوندونو ترڅنګ د عام ولس په ګټه دي،

دوی وايي چې پخپل وخت د قامي او صوبايي اسمبلو په ګډه د ټاکنو ترسره کېدو سره به قومي خزانه د ټاکنو اضافي لګښت څخه بچ شي او صوبايي حکومت به په اسانه د راتلونکي مالي کال لپاره بجټ منظور کړي۔

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دحکومت مخالفو ګوندونو لخوا د وزيراعلی محمود خان پرضد پرون د جمعې په ورځ د بې باورۍ تحريک جمع کړل شوی چې په دې توګه د صوبايي اسمبلۍ دماتېدو مخه ونيسي۔

په دې هکله په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم ليګ (ن) ښځينه غړې صوبيه شاهد وي او ای ډيوه ته وايي چې په عمران خان هېڅ اعتبار نشته او زمونږه دا ممبران ډېر په ګرانه اسمبلۍ ته راغلي دي نو اوس يو نيم کال پاتې دی او که دوی (حکومت) اسمبلي ماته کړي نو بيا به دوه وارې د صوبايي او قامي اسمبلۍ اليکشن کېږي نو ځکه مونږه د عدم اعتماد تحريک جمع کړو۔

هغه وايي چې "په دې سره مونږه خپل خلک او ممبران د اييني بحران نه خوندي کوو"

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په 145 غړو کې د اپوزيشن 51 غړي شامل دي او د بې باورۍ دتحريک کاميابۍ دپاره ورته د 72 غړو ضرورت دی۔

د مېرمن صوبيه شاهد په وینا د شلو نه سېوا د واکمن پاکستان تحريک انصاف ګوند غړو دوئ ته باور ورکړی چې په دغه تحريک کې به يې ملاتړ کوي۔

په پېښور کې مېشت د ډان ورځپاڼې خبريال ذوالفقار علي وي او ای ډيوه ته وايي اليکشن ته لږه موده پاتې ده او په داسې وخت کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند دغړو اپوزيشن سره د کومک امکان نشته۔

نوموړي زياته کړه په خېبر پښتونخوا کې چې مونږ د پي ټي ايې ووټ بنک يا د ووټونو تعداد ته ګورو نو دا به يو ممبر لپاره د خطرې خبره وي چې هغه د خپل ګوند نه مخالفه ګوندونو ته لاړ شي او د راتلونکو ټاکنو لپاره خپله څوکۍ په خطره کې واچوي۔

په پېښور کې مېشت خبريال لحاظ علي او ای وی اې ډيوه ته وايي اسمبلۍ د ماتېدو څخه ژغورل د مخالفو ګوندونو ترڅنګ د عام ولس او د قامي خزانې لپاره هم يو ګټه ور ګام دی۔

نوموړي ډيوه ته دا هم وويل که اسمبلي نه تحليل کېږي نو ګټه يې دا ده چې په يوه صوبه کې به دوه وارې الېکشن نه کېږي او د سياسي جوماتونو ترڅنګ الېکشن کمېشن به هم د زياتې خرچې نه بچ شي۔

نوموړی وايي چې اپوزيشن ته هم دا مالومه ده که دې وخت کې یې حکومت ترلاسه کړو نو هغه چلول به ورته اسان نه وي ځکه چې د حکومت منصوبې روانې دي او بجټ منظورول به هم وي نو ځکه اپوزيشن غواړي چې حکومت خپله موده پوره کړي۔

د اطلاعاتو لپاره د خېبر پښتونخوا دوزير اعلی مرستيال بېرسټر محمد علي سيف وي او ای ډيوه ته وايي صوبايي حکومت به د بې باورۍ تحريک ناکامه کولو پوره کوشش کوي او اپوزيشن ته به ماتې ورکوي۔

ددې پښتنې په ځواب کې که چرې د وزير اعلا پر ضد د بې باورۍ تحريک ناکامه کېږي نو صوبايي حکومت به بيا اسمبلي تحليل کوي که نه؟د نوموړي وېنا وه چې " زمونږ خو د (اسمبلۍ) تحليل کولو في لحال څه اراده نشته"

کارپوهان وايي چې دې نه وړاندې هم په کال 2014م کې د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پرویز خټک پرضد هغه وخت دعدم اعتماد تحريک راوړلی شوی ؤ چې کله نوموړي په اسلام اباد کې پرلت ورکولو او د مخالفو ګوندونو دا مقصد ؤ چې د صوبايي اسمبلۍ د تحليل کېدو مخنيوی وکړي۔