کارپوهان:افغانستان کې دنجونو په تعليم بنديز ختمولو لپاره دعلماؤ کردار اړين دی 

په افغانستان او پاکستان کې مېشت مذهبي پوهان وايي په افغانستان کې د منځنۍ درجې دښځنيه زده کوونکو په زده کړو د طالبانو لخوا لګول شوی بندېز هيڅ شرعي او قانوني جواز نه لري او ددې سره د طالبانو حکومت جينکۍ د خپل شرعي او اساسي حق نه محرومه کړې دي۔

دوئ وايي چې د دواړو هېوادونو هغه علماء چې په افغان طالبانو فکري او علمي اثر لري،بايد په دې اړه د غونډو راجوړولو ترڅنګ د طالبانو سره د خبرو لپاره وفد وټاکي چې د نور وخت له زيان پرته د 7م نه تر 12م ټولګي پورې د ښځينه زده کوونکو لپاره زر تر زره د جينکو ښوونځي پرانځي۔

افغان طالبان وايي چې د منځۍ درجې جينکو لپاره يې سکولونه د شرعي ستونزو له امله تړلي دي او وايي دوئ وخت ته اړتيا لري چې د اسلامي قانون او شریعت له مخې د دوئ لپاره یوه طرحه جوړه کړي۔

په افغانستان کې د جينکو دمنځنۍ درجې ښوونځي د مارچ په 23مه نېټه د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته په ړومبي ځل د خلاصېدو څو ساعته وروسته دطالبانو په امر بيا وتړلی شول۔

په افغانستان کې مېشت ديني عالم او دپوهنتون استاذ فضل لهادي وزين وي او ای ډيوه ته وايي د افغانستان په ښوونځیو کې دګډو زده کړو نظام نه شته، د جينکو لباس د کلتور او شریعت سره سم دی او په نصاب کې د وړاندې نه شرعي علوم شامل دي،

وي اوی ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي په داسې حال کې د طالبانو لخوا د جينکو په تعليم بندېز لګول هيڅ شرعي او قانوني جواز نه لري۔

نوموړي وويل" يو کار چې هغه فرض کفايه دی يا فرض عين دی نو هيڅ يو حکومت يا فرد دا حق نه لري چې د الله بنده ګان دې د هغې ادا کولو نه منعې کړي، دوېم دا چې تعليم يو حق دی او د هغې نه خلک محرومه کول يو حرام او ناجائز کار دی"

هغه زياته کړه د افغانستان په ګډون د پاکستان هغه علماء چې په طالبانو فکري او علمي اثر لري بايد په اسلامي امارت فشار واچوي چې د منځۍ درجې ښځينه زده کوونکو لپاره تعليمي ادارې پرانځي.

هغه دا هم وويل بايد دغه علماء په جدي توګه دې کې طالبانو سره خبره وکړي او ورته ووايي "که تاسو دا کار ونه کړئ نو مونږ به ستاسو حمايت کول پرېږدو"

د پاکستان د کراچۍ دارالعلوم مشر مفتي تقي عثماني په افغانستان کې د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده څخه د يو لیک د لارې په افغانستان کې د جينکو د تعليم لپاره د ښوونحيو پرانستلو غوښتنه کړې ده۔

نوموړي په دغه لیک کې ويلي چې د ښځو د مسلو لکه علاج، تعليم او خېرښېګړې د کارونو لپاره تعليم يافته مېرمنې د هیواد مهم ضرورت دی۔

په لیک کې دا هم ويل شوي چې دا تاثر ختمېدل اړين دي چې اسلام يا امارت د ښځو خلاف دی۔

د خېبر پښتونخوا مشر خطيب مولانه طيب قرېشي وي او ای ډيوه ته وايي افغان طالبانو د پاکستان په ديني مدرسو کې سبقونه ويلي، دی وايي په دې هکله د پاکستاني علماؤ د طالبانو سره ناسته ګټورې نتيجې ورکولی شي۔

نوموړي دا هم وويل که حالات سازګار وي نو د علماؤ وفد به بلکل افغانستان ته ځي او دا خبرې به طالبانو ته په مخامخ کوي چې دې سره دنيا ته څه تاثر ځي، او دا چې هغوی (نړۍ) اسلام سره دا خبره تړي چې يعني دوی (طالبان) راغلل او د جينکو په تعليم يې بندیز ولګولو۔

د تېر اګست په 15مه په واک کې له راتلو وروسته افغان طالبانو د هلکانو او تر شپږم ټولګي پوري د جنيکو سکولونه خلاص کړي وؤ، خو د شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکو ته يې سکولونو ته د ورتلو اجازه نه وه ورکړې۔

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نړيواله کچه لا تر دې دمه کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی۔

د ماشومانو د خېرښېګړې نړیوال تنظيم سېو دي چلډرن تېره ورځ په خپل يو تازه رپوټ کې ويلي چې د طالبانو له خوا افغانستان کې د منځنۍ درجې ښځينه زده کوونکو لپاره د ښوونځیو د تړل کیدو له امله 80 فیصده زده کوونکي د زده کړو څخه محرومه شوي دي۔

ادارې ويلي چې د افغانستان په ۱۱ لکږ جينکو کې اوس اته نيم لکه جينکۍ د ښوونځیو څخه بهر دي