کارپوهان:طالبان بايد دمېرمنو دحجاب او جامو په ځائ دهېواد اقتصاد او امنيت ته پام وګرځوي  

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ وایي طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي خو وایي په ځینو سیمو کې چې ښوونځي خلاص دي هلته یې د نجونو او د هغوی د ښځینه استادانو د جامو شرطونه سخت کړي دي.

دهیومن رایټس واچ له مخې طالبانو ښوونځيو ته ګواښونه کړي که شرطونه یې عملي نه کړل شول نو دغه ښوونځي به وتړي۔

په افغانستان کې مېشت د مېرمنو د حقونو او ټولنيز فعالان وايي چې په هېواد کې وړاندې نه د ښځينه ښوونکو او زده کوونکو لباس او حجاب د شریعت او کلتور سره سم دی،

دوي وايي طالبان چې په دې اړه کوم شرایط نيسي دا يوازې د سياسي موخو لپاره کاروي چې په دې توګه نړۍ يې په رسمي ډول وپېژني۔

فعالان په دې نظر دي چې په ښځو او جينکو دبې ځايه محدوديتونو لګولو پرځائ بايد طالبان د هېواد اقتصادي او امينتي وضعيت ښه کولو لپاره ګامونه واخلي د کوم نه چې ټول هېوادوال اغېزمن کېږي۔

د بشري حقونو دڅار نړيوالې ادارې هیومن رایټس واچ په خپل رپورټ کې ويلي د افغانستان په بلخ ولايت او نورو علاقو کې پرانستي د جينکو ښوونځي ګواښل شوي چې که چېرې ښځينه استاذانو او جينکو د طالبانو لخوا وضع کړل شويو د سختو شرطونو مطابق جامې اغوستل عملي نه کړل نو ادارې به يې وټرل شي۔

په افغانستان کې مېشته د مېرمنو د حقونو يوه فعاله د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته وايي د طالبان د مېرمنو او د جينکو په جامو او تعليم محدودياتونه لګول او د جامو لپاره سخت شرطونه اېښودل د خپل سياسي مقصد ترلاسه کولو لپاره کاروي۔


هغې زياته کړه په افغانستان کې د نجونو حجاب او جامې په شرعي معيار برابر دي خو متاسفانه بهانه نيسي او غواړي چې په نړۍ فشار راوړي او دوی په رسميت وپېژني۔

هغې دا هم وويل چې دلته کوم اصلي او اساسي موضوع چې هغوی وايي چې د شریعت ده هغه دا موضوع نه ده۔

د رپورټ ترمخه په افغانستان کې بلخ يوازينی ولايت دی چې هلته د طالبانو دواکمنۍ دپیل راهېسې د جينکو دمنځنۍ درجې ښوونځي پرانستي پاتې دي۔

اداره پخپل راپور کې وایي طالبانو په بلخ کې یو ښوونځی ډېرې ورځې په دې وجه تړلی ؤ، چې ښځينه زده کوونکو پکې خپل مخونه نه وو پټ کړي۔

د ښوونځي یوې چارواکې د طالبانو د یو چارواکي غږییز پیغام خپور کړی چې پکې د ښوونځي له پرنسپل څخه غوښتنه شوې یو استاده دې د «ناسمو» جامو له کبله له دندې لرې کړي۔

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې دجينکو د سکول د یوې استاذې په وېنا ویلي چې د جامو په اړه د طالبانو اصول او شرطونه ورځ تر بلې سختېږي او وایي څوک چې د طالبانو دا ډول سخت شرطونه ونه مني له سکولونو ویستل کېږي۔

افغانستان کې مېشته ټولنيزه فعاله زرمينه احمدزۍ وي او ای ډيوه ته وايي په داسې حال کې چې هېواد د لويو چيلينجونو سره مخ دی د طالبانو لخوا د مېرمنو او جينکو د جامو په موضوع بحث کول هیڅ مطلب نه لري،

هغه وايي بايد طالبان د هېواد په کمزوري اقتصاد او امينت توجو ورکړي۔

نوموړې زياته کړه په افغانستان کې ډېړی خلک د بد اقتصادي وضعيت سره مخامخ دي هم دغه راز امنيتي وضعه هم سمه نه ده او په بېلا بېلو ښارونو کې وخت په وخت بريدونه کېږي او خلک پکې وژل کېږي۔

زرمينه احمدزۍ وايي دا ټولې ستونزې دي چې لومړېتوب بايد دې ته ورکړل شي ددې په نسبت چې په ښځو تعليم بند شي او په دوی نوي بنديزونه ولګول شي۔

په رپورټ کې د يوې زده کوونکې د خولې ليکل شوي چې دوی ته د بېلټ يا کمربند تړلو اجازه نه ورکول کېږي او دا چې لستوڼي بايد دومره اوږده وي چې لېچې او لاسونه پکې پټ وي۔

زده کوونکې ادارې ته دا هم ويلي چې کله دوی په بورډ څه ليکل کوي او د لستوڼو راغورځېدو له وجې يي لاسونه ښکاره شي نو پرې رټل کېږي۔

په رپورټ کې ليکلې شوي چې یو ښوونځي کې اوس یو ښوونکی ګمارل شوی چې د امر بالمعرف او نهی عن المنکر چارې ترسره کړي۔

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې د رپورټ په هکله مو د افغان طالبانو مرستيال ویاند سره د خبرو کولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو۔

طالبانو چې له تېرو شاوخوا اتوؤ میاشتو راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدکړو مخه نیولې ده یوه وجه یې دا بیانوي چې کله له اسلامي او افغاني کلتور سره سم تیاری وکړي نو دغه سکولونه به خلاص کړي۔