افغانستان کې دګڼ شمیر رسنیو تړل کیدو سره په زرګونو خبریالان اؤ دمیډيا کارمندان بې روزګاره شوي دي

د رسنيو دخپلواکۍ نړيواله ورځ نن د مئ په 3مه په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د افغانستان د خبريالانو خپلواکې ټولنې ترمخه په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا د يو شمير رسنيو تړل کېدو سره د هېواد په زرګونو شمېره کې نارينه او ښځينه خبريالانې او د ميډيا کارمندان بې روزګاره شوي دي۔

افغان خبريالان او د دوی د ملاتړ بنسټونه وايي کومې رسنۍ چې اوس مهال فعاليت لري په هغې هم د طالبانو لخوا لګول شويو محدودیتونو، مالوماتو ته د لاس رسي د کمي، معاشي بحران او د خبريالانو سره رامنځ ته کېدونکو د تاو تريخوالي پېښو بد تاثير کړی دی او په تېرو شلو کلونو کې چې رسنيو کومه ازادي ترلاسه کړې وه هغه ورځ تر بلې اغېزمنه کېږي۔

په کابل کې مېشت يو خبريال د امينتي ګواښونو له امله د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته وايي په موجوده حالاتو کې خبريالان د ويري سره مخ دي او نه شي کولی چې په ازادۍ سره مکمل خبرونه خپاره کړي۔

نوموړي زياته کړه کله چې په سيمه کې يو خبريال د خبريالۍ کوشش لپاره لاړ شي او هغه هلته وهل شي وټکول شي نو فکر نه کوم چې په هغه وخت کې د بيان ازادي موجوده وي او يا ورته څوک احترام وکړي۔

هغه وي او ای ډيوه ته وويل: "بدبختانه دغه پروسه د تېرو اتو مياشتو راهسې د خبريالانو په وړاندې روانه ده"

د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحاديې د جنورۍ په 27مه په خپل يو راپور کې ويلي وؤ چې په افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته د 90 فيصده څخه زيات خبريالان په ازادۍ سره مالوماتو ته لاس رسی نه لري چې له امله يې د رسنيو خپرونې له کمښت سره مخ شوې دي۔

د مارچ په 17مه په افغانستان کې د خبريالانو خپلواکې ټولنې او د افغانستان د خبريالانو دمرکز لخوا خپور شوي ګډ کلني راپور کې ويل شوي وؤ چې د 15 اګست راپه دېخوا په هېواد کې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالی دوه چنده زيات شوی۔

د افغانستان د خبريالانو خپلواکه ټولنه وایي د طالبانو په دوره کې خبريالانو سره د تاوتريخوالي 102 پېښې مخې ته راغلي چې پکې 96 د طالبانو لخوا د خبريالانو د نيولو، 2 د کابل هوايي اډې په بريد کې د وژل کېدلو او 4 د نامولومه تنانو لخوا د خبريالانو د ژوبل کېدلو پېښې شامل دي۔

د يادې ټولنې مشر حجت الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو په دوره کې د خبريالانو سره چې کوم د تاوتريخوالی پېښې مخې ته راغلي بايد حکومت د هغې څېړنه وکړي چې خبريالان په ډاډه زړه د کار کولو جوګه شي۔

نوموړي زياته کړه چې په دغه ټولو د تاو تريخوالي پېښو کې فقط په یوه پېښه محکمې حکم کړی دی او يوه بله پېښه هم څېړل شوې ده او نورې پاتې دغه سل پېښې نه دي څېړل شوي۔

هغه د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې دا ټولې پېښې وڅېړل شي او که څوک په دې ګرم کېږي هغه باید عدليي ارګانونو ته ور وپېژندل شي۔

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته په وروستيو کې ويلي وو چې په خبريالانو او رسنيو کوم داسې محدوديتونه نه دي لګول شوي چې په مالوماتو خپرولو کې سانسور وکړي۔

نوموړي دا هم ويلي وؤ چې دوئ د بيان په ازدۍ باور لري او کوشش کوي چې کومې د تاو تريخوالې پېښې رامنځ ته شوي هغه بيا تکرار نه شي۔

د افغانستان د بې پولې خبريالانو او د ازادو ژورنالستانو ټولنې لخوا خپور شوی وروستی رپورټ ښايي چې د تېر اګست 15مې نټې څخه تر اوسه 231 رسنۍ په افغانستان کې تړل شوي دي او په نتيجه کې یې 60 فيصده نارينه خبريالان او 80 فيصده نه سېوا ښځينه خبريالانې بې روزګاره شوي دي۔