روانه میاشت پاکستان کې دتیلو بیعو لوړیدو سره به ګراني نوره هم سیوا شي،څېړونکي وایي

په پاکستان کې ځایې اوسیدونکي اندېښمن دي چې په نړیواله کچه دخامو تیلو د زیاتو بیعو له وجې به حکومت په پاکستان کی هم د توانایۍ بیعې زیاتې کړي او په هغوي به نور بوج سېوا شي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت دپاکستان مرکزي حکومت په پټرولیم مصنوعاتو د مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د شرطونو باوجود ورکړل کیدونکي رعایتونه دومدار ساتلي وؤ خو اوس اقتصادی پوهان وایي چې د مئ 15مې نیټې څخه به حکومت دغه رعایتونه ختم کړي.

په خیبر پښتونخوا کې ځایي اوسیدونکی تیمور خان هم اندیښمن دی چې د وړاندې نه ګراني سېوا ده او د تیلو نرخونو سیوا کیدو سره به هغوي ژوند نور هم ګران شي.

"دخوراکي توکو قیمتونه په روژه کې هم ډیر ګران وؤ او بیا د ګاډو کرایانې د وړاندې نه سېوا دي بلکې یو په دوه شوي او که اوس حکومت دتیلو بیعې زیاتوي نو دعادي خلکو ژوند به مشکلاتو سره مخ شي"

رویټر خبري اداره نن پخپل رپوړټ کې وایي په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو بیعې د یو نه تر درې فیصدي پورې کمې شوي خو بیا هم په نړیواله کچه د برینټ کروډ ایل بيعه 103 ډالره بیرل او ډبلیو ټې ایي بيعه 101 ډالر بیرل نه زیاته ده.

اقتصادی پوهان وایي دپاکستان د درامداتو 20فیصدي برخه په تیلو مشتمله ده او د پاکستان حکومت د فرورۍ د میاشتې راهسې په تیلو ،ډیزلو او بجلۍ رعایتونه ورکوي.

تیره میاشت د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي وؤ چې په مئ کې به دغه رعایتونه ختم کړي خو دپاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د مئ د 15 نیټې پورې دا رعایتونه پځائ ساتلي دي چې له امله یې د حکومت په وینا په دوو اوونیو کې 40اربه روپۍ اضافي بوج سیوا شوی دی.

د اقتصاد ماهر لحاظ علی وایي حکومت دا وخت سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او د مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه دپور ترلاسه کولو دپاره حکومت له به دا رعایتونه ختمول وي.

"حکومتی وزیران هم وخت په وخت وایي چې د تیلو په بیعو کې زیاتوالی ډیر ضروري دی او امکان لري د مئ په اخره کې یا د جون په شورو کې وشی او د ایي ایم ایف وړومبی شرط هم دادی چې په تیلو او بجلۍ رعایتونه ختم کړل شي یوازی د مارچ او اپريل په مياشت کی حکومت 96 اربه روپۍ دجیبه ورکړي دي تاسو اندازه لګولی شئ چې حکومت به بهرنۍ اداییګیانې څنګه کوي"

روانه اوونۍ د پاکستان د شمیرنې ادارې ویلي په پاکستان کې مجموعي ګراني 13.37فیصدي ته زیاته شوې او یوازې د اپریل په میاشت کې پکې 1.6فیصدي اضافه شوې ده.

اداره وایي د مارچ په میاشت کې ګراني 12.7فیصدي وه او په تیرو دوه کالو کې دا تر ټولو زیاته ګراني ده .

د پاکستان د خزانې وزارت وایي په ملکی کچه تجارتي او کرنټ اکاونټ خساره په ریکارډ کچه زیاته شوې، دزرمبادلې ذخیره کمه ده او پاکستاني روپۍ د فشار سره مخ ده .