داختر رش:پښتونخوا کې دسیلګرۍ دسیمو پاکوالي ته څومره پام ګرځول کیږي؟

د چاپیریال ساتنې ماهرين وايي د اختر په ورځو کې د خلکو لخوا د سېلګرۍ په غريزو علاقو کې خزلو او دپاتې شويو خوراکي موادو ځائ په ځائ پرېښودو سره نه يوازې د سيمې په قدرتي فضا خراب اغېز کیږي بلکې د دغو غرونو او سيندونو ساه لرونکو او ونو بوټو ته هم زيان اړوي۔

کارپوهان ټينګار کوي چې ددغو ځايونو دقدرتي ښکلاګانو او د ځناورو خونديتوب لپاره بايد سېلګري پاتې شوي خوراکي توکي، پلاسټکي ګوتۍ، بوتلونه او نور ګندونه په عامو ځايونو کې پرې نه ږدي بلکې دا دې ځانګړو کړل شوؤ ځایونو ته ورسوي‌ اؤ خپله مذهبي اؤ اخلاقي ذمه واري دې پوره کړي.

د نور کله په څېر سږ کال هم د وړوکې اختر په ورځو کې ګڼ شمېر خلکو د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ او هزاره ډويژن هغه ځايونو ته د سېلګرۍ لپاره مخه کړې چېرته چې قدرتي ځنګلونه، سيندونه، او بېلا بېل رقم مرغۍ او ځانور موجود دي۔

راپورونه وايي چې زياتره سېلګري ددغو ځايونو د صفايۍ خيال نه ساتي او ګندونه په داسې ځايونو کې ښکاره اچوي چې نقصان يې د ونو بوټو ترڅنګ ځناورو ته هم رسي۔

د پېښور پوهنتون د ماحولياتو د څانګې استاد ډاکټر محمد نفيس وي او ای ډيوه ته وايي که چرې سېلګري د پلاسټک ګوتۍ او نور شيان سيندونو کې اچوي نو دې سره د اوبو الودګي پېدا کېږي۔

هغه وايي په اوبو کې چې کله دا پلاسټک راشي او ددې لاندې کوم تخم، د کبانو اګۍ يا دهغې لاروه راشي نو بيا هغه نه پېدا کېږي او بل دا چې که چرې دغه پلاسټک کبان او نور د اوبو ژوي تېر کړي نو د هغوی په ژوند منفي تاثير کوي۔

نوموړي زياته کړه چې د سېلګرۍ په علاقو کې د ګاډو شور د ځنګلي ځانورو استوګنه اغېزمنه کوي او د خلکو لخوا ځائ په ځائ ګندونو پرېښودو سره د قسماقسم ځناورو ژوند د ګواښ سره سره مخ کېږي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ډاکټر محمد نفيس دا هم وويل چې کوم خوراکي مواد د خلکو نه هلته پاتې شي نو په هغو کې ډول ډول کيميايي مادې او جراثيم هم وي نو چې کله يې ځنګلي ځناور وخوري نو په هغوي کې د مختلفو ناروغو سوب وګرځي۔

نړيوال بنک تېر کال د اپرېل په مياشت کې ويلي وؤ چې د پاکستان د غریيزو علاقو ماحول د سېلګرۍ له امله د خطر سره مخ دی۔

ادارې دا هم ويلي وؤ چې چاپیریال کې دخیچنوالي سېوا کېدو له امله قدرتي ماحول اغېزمن کېږي او د ځناورو نسلونه هم د دباو لاندې راغلي دي۔

په خېبر پښتونخوا کې د کلتور او د تاريخي ځايونو د خونديتوب د کونسل عمومي سېکتر شکيل وحيد الله خان وي او ای ډيوه ته وايي چې د ماحول صفا ساتلو لپاره په خلکو کې د ماشوموالي څخه شعور پېدا کول مهم دي۔

نوموړي زياته کړه چې يو خو خلکو ته پکار دي چي په دغو ځايونو کې ګند نه اچوي او چې څوک دا کار کوي نو پکار ده چې هغوی د تربيت په مقصد پوهه کړل شي، بل دا چې حکومت ته پکار دي چې په دغو علاقو کې بورډونه ولګوي چې دا ځايونه ستاسو د پاره دي او ددې ځايونو خيال ستال ستاسو فريضه ده۔

هغه وايي چې د کور او سکول تربيت ترڅنګ دا د رياستي ادارو هم زمه واري ده چې په خلکو کې په دې اړه شعور پېدا کړي۔

بلخوا د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ محکمې چارواکي وايي چې صوبايي حکومت د نړيوال بنک او نورو ادارو په مرستې سره د سېلګرۍ ځايونو خوندي کولو او صفا ساتلو د پاره پروژه پېل کړې او وخت په وخت په دې اړه ګامونه اخلي۔

دچاپیریال ساتنې ماهرين وايي که چېرې د حکومت لخوا اخستل کیدونکي ګامونه په سمه توګه عملي نه کړل شول او دغه ښایسته ځايونو ته ورتلونکو سېلګرو د زمکې، اوبو او هوا صفا ساتلو ته پام ونه کړو نو لرې نه ده چې د ګنده ښارنو په څېر دغه قدرتي ښکله به هم د ګندونو او د الودګۍ له وجې ختمه شي۔