خیبر پښتونخوا کې دسختې ګرمۍ اؤ دغرونو د واورو په ویلي کېدو د سیلابونو خبرداری جاري کړل شوی

Torrential rains in Karachi

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت يوه اعلاميه کې ويلي چې سبا يعنې د اتوار ورځې څخه د صوبې په کچه او په ځانګړې توګه جنوبي ضلعو کې د ګرمۍ سېوا کېدو امکان دی۔

د حکومت لخوا جاري شوي اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د صوبې غريیزو علاقو کې د درجه حرارت سېوا کېدو له وجې په دغو سيمو کې د واورو ويلي کېدو او په سيندونو او خوړونو کې د سېلابونو راتلو اندېښنه پېدا شوې ده۔

حکومت اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې د زياتې ګرمۍ له امله د څه ډول بدې پېښې مخنيوي لپاره چمتو اوسي او د خلکو خونديتوب لپاره دې ګامونه واخلي۔

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ويلي چې سبا يعنې د اتم مئ څخه د صوبې په مېداني او په خصوصي توګه د جنوبي علاقو درجه حرارت د 7 نه تر 9 ډګري سنټي ګرېډ پورې د زياتېدو امکان دی۔

په اعلاميه کې د زيات درجه حرارت له وجې په غريیزو علاقو کې د سېلابونو راتلو، دفصلونو وچېدو، د ځناورو او انساني ژوند ته د زيان رسېدو اندېښنه هم ښودلې شوې ده۔

د اعلاميي په هکله د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو محکمې يو چارواکی نثار محمد خان وي او ای ډيوه ته وايي چې صوبايي حکومت د ګرمۍ له امله دڅه رقم بدې پېښې مخنيوي لپاره ادارو ته هدايات جاري کړي دي۔

نوموړي زياته کړه دموسمياتو محکمې چې کومه پيشنګويي کړې ده چې د موسم په شدت کې اضافه کېدونکې ده نو دې تناظر کې صوبايي حکومت ټولو محکمو ته که هغه محکمه زراعت ده، لايوسټاک ده، ريسکيو 1122 يا دصحت محکمه ده ،دې ټولو ته خپلې خپلې زمه وارۍ سپارل شوې دي۔

هغه دا هم وويل چې د صحت محکمې او ريسکيو ټيمونو ته ويلې شوي چې تاسو چمتو اوسېږئ اؤ د سختې ګرمۍ نه دخلکو خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کړئ۔

په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افاتونو د نظم ادارې ترجمان تېمورعلي وي او ای ډيوه ته وايي چې په حساسوعلاقو کې د سيلابونو راتلو په مهال د خلکو خوندي کولو لپاره اړونده کسانو ته تربيت ورکړل شوی دی او په دې اړه متعلقه ادارې چمتو دي۔

هغه وايي کوز چترال، بره چترال، دير، کوهستان او داسې نورو سیمو کې خلکو ته تربيت ورکړل شوی چې څنګه به د ځان حفاظت کوي او دې سره سره د صوبې په کچه د کيمپونو لپاره 180 ځايونه ټاکل شوي که صورتحال خرابېږي نو هلته به خلک خوندي کولی شي۔

په خېبر پښتونخوا کې د موسمياتو محکمې مرستيال مشر ډاکټر محمد فهيم اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي چې د مئ په مياشت کې د بارانونو د کموالي له امله ګرمي سېوا شوی ده۔

نوموړي زياته کړه چې د مئ په مياشت کې زيات بارانونه نشته او خشکي ده ځکه موسم زيات ګرم دی او دا چې د جون او جولايي په مياشتو کې د بارانونو امکان موجود دی نو احتمال شته چې په هغو مياشتو کې بيا درجه حرارت نارمل يا مناسب وي۔

د خېبر پختونخوا دموسمياتو محکمې نه دترلاسه شويو مالوماتو له مخې دا وخت په پېښور کې درجه حرارت 36 ډګري سنټي ګرېډ دی او په راتلونکو 24 ساعتو کې د باران کېدو امکان نشته۔