کراچۍ کې چاودنې یو تن وژلی اته ټپیان، ذمه واري یې لا چا نه ده منلې

واشنګټن ــــ‌ د پاکستان د صنعتي ښار کراچۍ په صدر بازار کې تېره شپه چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا يو تن پکې وژل شوی او لږ تر لږه اته نور ټپيان شوي دي. د برید ذمه واري کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن د چاودنې په ځای کې مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل چې تر دې وخته پورې د تر لاسه شویو معلوماتو په بنیاد داسې نه ښکاري چې کومه يوه امنيتي اداره يا مخصوص تن پکې په نخښه کړل شوي دي. شرجیل مېمن وویل:

"دا یو ځای پر ځای شوی شی وو چې د چاودنې وخت یې ټاکل شوی وو، ما د سیند له پولیسو سره د هر ډول ګواښ په اړه خبرې وکړې، دوی تایید کړه چې په عمومي ډول ګواښونه وو چې په کراچۍ کې چاودنه کیدی شي. خو دا ښکاره نه وو چې څوک به یې هدف وي او چیرته به وشي".

له چاودنې سره سم مرستندویه فعالین او امنیتي چارواکي د چاودنې ځای ته رسېدلي وو او د مرستې له فعالعیتونو سره د بم ناکاره کوونکې ډلې د چاودنې په اړه خپلې پلټنې پيل کړې دي خو لا یې د چاودنې سبب رسنیو ته نه دی ویلی.

د پوليسو په وینا د شپې يوولس بجې شوې دغه چاودنه د چاودېدونکو موادو له کبله شوې چې وایي‌ هلته په يو ولاړ سايکل کې ځای پر ځای کړل شوي وو. پوليس وايي پلاټنې يې پيل کړې چې دغه چاودنه کې ککړ کسانو ته ورسېږي.

د کراچۍ صدر بازار کې د شپې تر ناوخته ګڼه ګوڼه وي، د چاودنې په وخت خلک په پښو او ګاډو کې په سړک روان وو او په دغه چاودنه کې د پاکستان کوسټ ګارډ یا ساحلي ځواک د ګاډي په شمول شپږ ګاډي هم تباه شوي دي.

د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام ميمن وايي چرته چې چاودنه شوې هلته نزدې د جامو دوکانونه دي او د خوراک هوټلونه دي، هلته ګڼ شمېر خلک تر ناوخته دلته ځي راځي. وايي ترهګر غواړي چې په خلکو کې بيا ويره خوره کړي. نوموړي زياته کړه:

"د کراچۍ په پوهنتون کې چاودنه یو ځانمرګی برید دی او دا یوه جلا چودنه ده، موږ اوس څه نه شو ویلای چې د دواړو پېښو عاملین یو دي، بايد پولیس په دې اړه خپلې پلټنې وکړي او چې څوک هم په دغه پيښې کې ککړ وو د هغو دپاره برداشت نه لرو".

د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام وايي د صدر بازار په چاودنه کې د پاکستان کوسټ ګارډ کوم سرتېری نه دی وژل شوی، وایي وژل شوی يو عام تن وو او په اتو ټپيانو کې دوه کسان د معمولي درملنې وروسته کور ته ليږل شوي دي او د شپږ نورو ټپيانو درملنه د کراچۍ په جناح روغتون کې روانه ده.

د صدر بازار چاودنې ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې خو دوه اوونۍ وړاندې د اپريل په 26مه نېټه د کراچۍ په پوهنتون کې دننه د کنفيوشس انسټيټیوټ تر مخ په يو وېګن موټر ځانمرګی بريد شوی وو چې پکې د درې چينایي استادانو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.

د کراچۍ پوهنتون د بريد ذمه واري د ازادي غوښتونکو بلوڅانو یوې ناقانونه ګڼل شوې ډلې بلوچستان لیبرېشن آرمي منلې وه او ویلي یې وو چې دا برید د دوی لومړۍ ښځینه ځانمرګې بریدګرې شاري بلوڅ کړی دی.