د پاکستان د بشري حقونو کمیشن کراچۍ کې د بلوڅو زده کوونکو په "دوامداره ځورونو" اندېښنه څرګنده کړې

کراچۍ ـــ د پاکستان بشري حقونو کميشن په يو بيان کې ويلي په کراچۍ کې د بلوڅو زده کوونکو او د ښځينه فعالينو په ګډون د دوامداره ځورونې له امله جدي اندیښنه لري.

د مې په 25مه د پاکستان بشري حقونو کميشن پخپل بيان کې ویلي، زده کوونکي شکايت کړی چې د سرکاري ادارو له خوا ځورول کیږي، ملکیتونه یې غصب شوي او د دوی نه يې د احتجاج کولو حق هم اخیستی دی:

"موږ په کلکه ټينګار کوو چې د بلوڅانو جایزې ګیلې په دې نه شي حل کېدای چې دوی پرله پسې په خپل هیواد کې د پردیو احساس وکړي".

په دې اړه د بشري حقونو کميشن د سيند صوبې رابطه کار کليم دراني وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل چې په کراچۍ کې د بلوڅو زده کوونکو او د لادرکه شوو کسانو لپاره غږ پورته کوونکو تنظيمونو فعالانو د ځورونې په پېښو کې زياتوالی راغلی. هغه وايي د بشري حقونو کميشن په ټولو ادارو غږ کړې چې د خپلو قانوني حدودو څخه تجاوز کول دې بند کړي. کليم درانی زياتوي:

"تر دې وخته د سرکاري شمېر تر مخه 8000 نه ډېر پیژندل شوي کسان بې درکه شوي چې پکې دريمه برخه کسان کورنيو ته سپارل شوي دي. په دغو 8000 کې ډېر لږ کسانو ته سزاګانې اورول شوې، نور ډېر کسان دي چې هیڅ معلومات يې تر دې وخته مونږ نه لرو چې چرته دي او ولې دي".

کلیم درانی وایي‌ کوم خلک چې خوشي کړل شوي د هغو معلومات هم نه لري چې ولې يې په زور بې درکه کړي وو او بيا يې ولې خوشي کړل:

"ايجنسيانو په عدالتونو کې منلي دي چې بې درکه کسان ايجنسيانو سره دي، خو مونږ ته يې جرم نه دی معلوم چې ولې دي، دغسې ګامونه د جمهوري هيواد د قانون سره سم نه دي".

د بشري حقونو کميشن له خوا دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې درې ورځې وړاندې د بې درکه شوو بلوڅانو کورنیو د کراچۍ پريس کلب تر مخه احتجاجي مظاهره اعلان شوې وه او د احتجاج پيل کېدلو نه نيم ساعت وړاندې احتجاج کوونکي د کراچۍ پوليسو نيولي وو.

د بې درکه بلوڅانو د تنظيم فعاله سمي دين بلوڅ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل دوی دغه احتجاجي مظاهره په داسې حال کې اعلان کړې وه چې په کراچۍ کې د بلوڅو ځوانانو او زده کوونکو د بې درکه کولو لړۍ بيا تېزه شوې او په تېرو څو ورځو کې پینځه بلوڅ ځوانان بې درکه کړل شوي وو. سمي دين بلوڅ وايي:

"دغه احتجاجي مظاهره مونږ د سيند پوليسو د دفع 144 قانون عملي کېدو نه څو ورځې وړاندې اعلان کړې وه، د احتجاجي مظاهرې په اعلان شوي وخت کراچۍ پريس کلب تر مخه دوه بلوڅې مېرمنې را رسېدلې وې چې هغه بيا پوليسو ونيولې. مونږ له هغه وروسته د پوليسو نه وپوښتل چې مظاهره خو نه ده شوې بيا يې ولې بلوڅې مېرمنې ونيولې، په دې لړ کې بيا مونږ نور کسان هم پوليسو ونيول او موبايلونه يې هم رانه واخیستل، څو ساعته یې په تاڼه کې کښېنولو بیا یې يو ليکلی بيان زمونږ مخې ته کښېښود چې پرې لاسليک وکړئ چې مونږ په غلطه يو".

وي او اې ډيوه په دې اړه د کراچۍ ارټيلري ميدان پوليسو تاڼې ايس ايچ او امتياز سره د تماس نيولو هڅې وکړې خو څه ځواب يې نه دی ويلی.

بل خوا د پاکستان د نورو سيمو په ډول په کراچۍ کې پوليسو دفع 144 عملي کړې چې له امله يې په احتجاجونو بنديز لګول شوی.

بلوڅ زده کوونکي وايي د دوی د ځورونۍ لړۍ لا هم هغسې دوم لري او د دوی پر ضد د رياستي ادارو ګامونه دوی د ذهني فشار او تناو ښکار کړي دي. يو بلوڅ زده کوونکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، بلوڅ زده کوونکي دا مهال د رياستي ادارو اصلي هدف دي، وایي چرته چې هم څه پېښه وشي دوی ټول په يوه لښته وهل کېږي:

"په بلوچستان کې دا ويل کيږي چې رياست زمونږ غږ نه اوري خو باوجود د دې مونږ بلوچستان نه د پاکستان نورو ښارونو ته د زده کړو دپاره راځو او د روښانه راتلونکي دپاره هڅې کوو، بيا که رياست بلوڅ زده کوونکي له دېوال سره جنګوي نو دوی به مجبوره وي چې په بلوچستان کې د اول نه خپور شوی فکر خپل کړي او په راتلونکي کې د رياست پر ضد بيانيه کې شامل شي".

د بلوڅو زده کوونکو او لادرکه کسانو دپاره غږ پورته کوونکو تنظيمنو تورونو ته د ریاستي ادارو کوم نوی غبرګون تر اوسه نه دی ويل شوی، خو د پاکستان پوځ له دې وړاندې وخت په وخت دغه تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې په بې درکه شوو کسانو کې ډېر د قانون نه لرې ګرزول شویو وسلوالو ډلو سره تړاو لري او په پاکستان کې د ترهګري کولو دپاره ځان تربيه کوي.

يوه مياشت وړاندې د اپريل په 26مه د کراچۍ پوهنتون د کنفيوشس انسټيټيوټ تر مخ په يو ويګن بلوڅې مېرمنې شاري بلوڅ ځانمرګی بريد کړی وو چې له امله يې د درې چينايي استادانو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو. د دغې پېښې ذمه واري لا قانونه ګرزول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې وه.

بل خوا د پاکستان حکومت د بې درکه شوو بلوڅانو د موندلو د پاره يو کمیشن په کال 2011 کې جوړ کړی. د کمشن د شمېر تر مخه د روان 2022م کال د اپريل تر 30مې پورې په ټول پاکستان کې 8661 کسان بې درکه شوي، چې پکې 5781 کسان موندل شوي او 2253 کسانو د موندلو دپاره پلټنې روانې دي.