پاکستان کې دتیلو دنرخونو سیوا کیدو سره سم دګرانۍ کچه نوره هم لوړه شوې ده

پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو بیعو کې له اضافې وروسته په خیبر پښتونخوا کی غنم، دغنمو اوړه او دخوراکي تیلو دبیعو تر څنګ د ګاډو کرایانې هم لوړې شوې دي.

نوکر پیشه خلک وایي د ګرانې له امله یې ژوند ګران شوی دی اؤ خپل ضرورتونه په لږو تنخاګانو کې سرته نه شي رسولی.

په مردان ښار کې سرکاري نوکري کوونکی نور بادشاه وي او ای ډیوه ته وایي په تیرو دوؤ کالو کې تنخاګاني 20فیصدي زیاتې شوي خو ګراني 200فیصده زیاته شوې ده.

هغه وایي باید چی حکومت په راتلونکی بجټ کی دسرکاري ملازمانو تنخاګانې نیم په نیمه یعنې50فیصدي زیاتې کړي.

"سرکاری ملازمينو ته غټه ستونزه راپېښه ده ځکه چې د هغوی تنخاګاني 20فیصده زیاتې شوي او ګراني د 200 نه تر 300 فیصدو سېوا شوې ده او بله دا چې د تیلو د ګرانۍ سره د ګاډو کرایانې هم زیاتې شوي او دا ګراني نوره د خلکو د برداشت نه بهر ده"

څیړنې وایي په خیبر پښتونخوا کې یوه میاشت وړاندې د غنمو فصل تیار شوی خو روانه میاشت د 15 نیټې نه وروسته د غنمو د یو من بيعه د 3000 روپۍ نه نیولې 3500 روپو ته رسیدلې او هم دغه راز 20 کلو ګرامه اوړه د 1400 نه تر 1500 روپو پورې ترلاسه کیږي، دخوراکي تیلو دیو لیټر نرخ د کال پسر د 180 روپو نه 580 روپو ته زیات شوی دی.

سرکاري شمیرې وایي سږکال د تیر کال په پرتله د غنمو پیداوار د 27.5 میلينه ټنه نه 26.4 میلينه ټنه ته راکوز شوی دی.

تیره ورځ د پاکستان داقتصادي رابطه کمیټۍ په غونډه کې حکومت د 20لکه ټنه غنمو د درامد کولو منظوری ورکړې او په یوټیلټي سټورونو کې یې په اوړو،چینو،وریجو،دالونو او غوړو رعایتونه برقرار ساتلي.

همدا شان کمیټۍ په خوراکي تیلو 2فیصدي اضافې کسټم ډیوټي ختمه کړې ده.

د اقتصاد ماهر لحاظ علی وي او ای ډیوه ته وایي د تیلو د قیمتونو د زیاتوالي اثرات د بنیادي ضرورتونو په بیعو هم پریوځي.

دهغه په وینا د تیلو د قیمتونو اثرات د ګاډو په تګ راتګ اؤ‌ د کارخانو په پیداواري توان هم پریوځي او د هغې له وجې په ګرانۍ کې اضافه کیږي.

نوموړی وایي دپاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې سره خبرې روانې دي او حکومت به د تیلو او بجلۍ پسر ولس ته ورکړل کیدونکي رعایتونه ختم کړي او په راتلونکي وخت کې به ګراني نوره زیاته شي.

لحاظ علي زیاته کړه سږ کال په ملکي کچه د غنمو پیداوار کم شوی او د هغې له امله هم د اوړو او غنمو بیعی زیاتې شوې دي.

د پاکستان د شمیرنې ادارې تیره اوونۍ په خپل رپوړټ کې ویلي وؤ کلیزه ګراني 16.97فیصدي ته رسیدلې او اوونیزه ګرانۍ کې 0.26 فیصدي کمی راغلی دی.

اداره وایې په مجموعي 51 شیانو کې د 27 خوراکي توکو بیعې زیاتې شوي د 5 توکو بیعې راکمې شوي او د 19 خوراکي توکو بیعو کې څه بدلون نه دی راغلی.