پي ټي ايي په صوابۍ کې د وزيراعظم پرضد د مقدمې جوړولو خواست کړی

د پاکستان تحریک انصاف د صوبايۍ اسمبلۍ غړی عبدالسلام اپريدی وايي، دوی د صوابۍ په وړوکي لاهور پولیس تاڼه کې خواست کړی چې د ګوند د مړ شوي غړي مقدمه يې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف او مسلم ليګ ن د نورو مشرانو پرضد درج کړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په 25 مې د تحریک انصاف اسلام اباد ته لانګ مارچ په مهال د دوی د ګوند غړی سید احمد جان چې د مردان سره یې تعلق وو، د مرکزي حکومت لخوا د لارو د بندېدو له امله وژل شوی وو، ځکه دوی دغه مقدمه د وزیراعظم او مسلم ليګ د مشرانو په ضد مقدمه درج کول غواړي.

هغه وويل د عدالت د ښکاره هدایاتو باوجود مرکزی حکومت تحریک انصاف ته لارې بندې کړې وې.

تیره میاشت د مې په 25 نېټه تحریک انصاف ګوند مرکزي ښار اسلام اباد ته لانګ مارچ کړی وو او په هغه وخت د مردان ښار اوسېدونکی سېد احمد جان ورور وي او اې ډیوه ته ویلي وو ورور يې د لارې/ موټروی څخه د کنټېنر لرې کولو په مهال د اټک د پُل لاندې څخه لاندې غورځېدلی او مړه شوی وو.

د صوابۍ ضلعې پوليسو تاييد کړې چې د وژل شوي تن د ورور محمود جان لخوا ورته خواست ورته ترلاسه شوی دی.

خو پوليس وايي، دغه پېښه د پنجاب صوبې په حدودو کې رامنځته شوې او دوی اختيار نه لري چې د بلې صوبې مقدمه دغلته درج کړي.

د صوابۍ د پوليسو ویاند لياقت علي وايي دوی تراوسه دغه مقدمه نه ده درج کړې.

قانون پوهه سليم خان اېډوکېټ وايي، وایې د صوابی پولیس قانوني اختیار نه لري چې د بلې صوبې مقدمه درج کړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پاکستان موجوده سیاسي کړکېچ ملک خانه جنګۍ پله بيايي.

تیره میاشت د می په 25 نېټه د تحریک انصاف د لانګ مارچ په مهال د پنجاب صوبې د پولیسو او تحریک انصاف د غړو تر منځه نښتې شوې وې، او بیا وروستو د تحریک انصاف د مشر عمران خان او نورو مشرانو په ضد د قانون د سرغړونی په سر مقدمې جوړې کړی شوې وې.

تحریک انصاف ګوند دعوه کړې وه چې د لانګ مارچ په مهال يې دوه غړي وژل شوي وو. خو حکومت په تحریک انصاف د قانون د سرغړونې تورونه لګولي وو.

عمران خان د پېښور هايکورټ نه د نه ګرفتارولو ضمانت ترلاسه کړی او بيا د پېښور نه اسلام اباد ته ستون شوی، خو د داخله چارو وزير رانا ثنالله ویلي چې د عمران خان د ضمانت د وخت ختمیدو وروسته هغه ګرفتار کړی شي.

د پاکستان تحریک انصاف د کور کمېټی د غونډی وروسته د ګوند مشر غړي شاه محمود قرېشي ویلي دا به غټ سياسي کم عقلتوب وي چې حکومت عمران خان ګرفتار کړي، او که داسې وشي نو د تحریک انصاف غړي به دا ونه زغمي.