څېړونکي: پر طالبانو بندیزونه به د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل نور هم ګران کړي

څېړونکي وايي کي چرې نړيواله ټولنه د بشري حقونو د څار ډلې د غوښتنو په اساس په افغان طالبانو د نورو فشارونو اچولو ترڅنګ سفري بنديزونه لګوي نو دې سره به د افغان طالبانو په رسمي ډول پېژندل نور هم ګران شي او اوس مهال چې ددغې هېواد سره کوم تجارت کېږي هغه به هم ډېر اغېزمن شي۔

د بشري حقونو د څار ډلې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر سختو او دوامداره سرغړونو اندېښنه ښودلې او په طالبانو د سفري بنديزونو لګولو غوښتنه يې کړي۔

افغان طالبانو د بشري حقونو د څار ډلې رپورټ بې اساسه بللی او دغه دعوه یې چې ګواکې د دوی په دوره کې د بشري حقونو سرغړونې کېږي ،رد کړي ده

طالبان وایي اوس مهال په هېواد کې د خلکو حقونه زيات خوندي دي۔

د بشري حقونو د څار ډلې د مېرمنو د حقونو مرستيالې مشري هېدر بار په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په سرغړونو اندېښنه ښودلې او په طالب مشرانو بهر ته په سفر کولو د بندېزونو لګولو او نورو فشار اچولو غوښتنه يې کړې ده۔

په پېښور پوهنتون کې د صحافت دڅانګې استاد او څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي که چرې په افغان طالبانو دغه بندېز ولګول شو نو د طالبانو په رسمي ډول پېژندل به نور هم ګران شي او نورو هېوادونو سره سياسي او تجارتي اړيکي به يې متاثره شي۔

نوموړي زياته کړه که چرې په طالبانو بنديزونه ولګېدل نو بيا به يې د ايران په شان صورت حال جوړ شي او دغه سفري بنديزونو سره نه به بيا دوحه ته تللی شي او نه نوروملکونو ته۔

هغه وايي که د بنديزونو په نتيجه کې افغانستان سره امدورفت بنديږي نو بيا به دې هېواد سره څوک تجارت هم نه شي کولی ځکه چې يورپي ملکونه او امريکا به بيا په هغه هېواد پابندۍ لګوي چې څوک دوی (طالبانو) سره تجارت کوي۔

هیدر بار پر طالب چارواکو د سفر بندیز طالبانو باندې د فشار د راوستلو لپاره د یوې موثرې لارې په توګه یاد کړی او ویلي دي چې د ملګروملتونو امنیت شورا دې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي۔

ملګروملتونو په لومړي ځل په 1999 میلادي کال کې د طالبانو په یو شمیر مشرانو او قومندانانو د سفر په برخه کې محدودیتونه ولګول خو دغې ادارې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر مهال نزدې درې کاله دمخه په ځینو طالب مشرانو د سفر محدودیتونه له پامه وغورځول ترڅو طالب چارواکي د سولې په خبرو کې برخه واخیستلی شي.


د افغان مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکې او ټولنيزه فعاله فارح ناز الکوزۍ وي او ای ډيوه ته وايي د جهموريت په دوره کې چې دوی کوم حقونه درلودل په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته مېرمنې د هغې نه محرومه کړل شوې دي۔

نوموړې زياته کړه " په کوم اساس دوی دا راپورونه ردوي او وايي چې په افغانستان کې ښځې خوندي دي، تاسو ګورئ مکتب نه پرانستل کېږي، ښځي په اداراتو کې کار نه شي کولی او نه يې پريږدي کار کولو ته، د بېرغ په سر هره ورځ يو ځوان وهل کيږي، که خبريالان دي نو هغوی هم وهل کېږي هغوی غوښتل کېږي او هغه ښځه چې په کور کې محرم نه لري هغه یې بازار ته د تګ دحق نه محرومه کړې ده"

د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څار ډلې په رپوټ کې هغه دعوې "ناسمې او بې بنیاده" بللې دي چې ګواکې دوی په افغانستان کې "بې ګناه خلک وژلي" او یا یې د عامو خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي دي۔

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د زیارت په شپه د بشري حقونو د څار سازمان په جواب کې یو تفصیلي بیان خپور کړې، چې پکې یې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د تنظیمونو څخه غوښتنه کړې چې د اسلامي امارت په ضد بې اساسه پروپاګند ته غوږ کښینږدي او په افغانستان کې شته حقایق ومني۔

د بشري حقونو د څار ډلې دا رپورټ په داسې حال کې خپور شوی چې د جون په اتمه نېټه په کابل کې یو شمېر هغو ښځو احتجاج کړی چې وایي په ملکي دفترونو کې یې کارونه کول خو اوس طالبان اجازه نه ورکوي چې کارونو ته لاړې شي۔