کراچۍ: د بې درکه بلوڅو زده کوونکو دپاره احتجاج کوونکي نيول شوي او بيا پرېښودی شوي

کراچۍ کې د بلوڅ زده کوونکو دپاره احتجاجي مظاهره

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سيند اسمبلۍ مخې ته د کراچۍ پوهنتون د بلوڅ بې درکه زده کوونکو کورنۍ او نور بلوڅ احتجاج کوونکي ښځې او سړي چې شمېره يې 28 وه، د شپې ناوخته پوليسو نيولي تشدد يې پرې کړی خو وروسته یې بيا پرېښودي دي.

د يو بې درکه ذده کوونکي دودا بلوڅ وريندار مهاناز بلوڅ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل د درېو ورځو راهسې روان احتجاجي پرلت دوي تيره ورځ د کراچۍ پريس کلب نه سيند اسمبلۍ ته غځولی وو چې ورسته له هغېد کراچۍ پوليسو ورسره په ليکل شوې بڼه منلي وو چې د بلوڅ احتجاج کوونکو شکايتونه هوارولو دپاره به د دوی سره د ګل/ دوشنبې په ورځ کښېني، خو پوليس بيا د خپلې خبرې نه په شا شوي دي.

هغې وويل د پولیسو د خپلې خبرې نه په شا کېدو وروسته دوی بيا د پرېس کلب نه د سيند اسمبلۍ مخې ته لاړه پرلت يې ووهلو، خو د شپې پرې پوليس راغله، د پرلت په ګدون والو ښځو/ سړو او هلکانو جينکو يې تشدد وکړو او بيا يې ونيول.

په ټولنيزو رسنيو د پرلت د ګډون والو په نيولو سختې نيوکې شوي دي.

د بلوڅ احتجاج کوونکو د نيولو په اړه وي او اې ډيوه د کراچۍ ارټيلري ميدان پوليسو تاڼې سره د رابطو هڅې وکړې خو څه ځواب يې تر لاسه نه کړو.

او په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند حکومتي وياند مرتضي وهاب هم ویلي، د پرامنه مظاهره چيانو پرضد د پوليسو دغه ګام غلط او د غندنې وړ دی.

هغه ویلي، پيپلز ګوند په دغه بنيادي حق يقين لري او پولیس له دغه مسله په خواخوږۍ هوارول پکار وو، او احتجاج کوونکو له پکار ده چې د کراچۍ پرېس کلب مخې مظاهره وکړي کوم ځای چې د پرامنه احتحاج دپاره ټاکل شوی دی.

د احتجاج يوې بلې ګډونوالې سمي دين بلوڅ وي او اې ډيوه ته وويل پرامنه احتجاج مو کولو خو پوليسو د ترهګرو په ډول ووهلو ګاډو ته يې وغورځولو او تر ساعتونو يې مونږ ښځې په تاڼه کې کښېنولې وو.

بلوڅانو دغه احتجاج په داسې حال کې کړی چې د دوی په وېنا د جون په 7 مه سهارپه پينځه بجې د کراچۍ پوهنتون د فلسفې څانګې ذده کوونکي دودا الهي او ګمشاد مريد په جبري توګه بې درکه کړل شوي دي.

د بې درکه شوو ذده کونکو کورنۍ دعوه کوي چې دودا الهي او ګمشاد مريد د پوليسو د تر هګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي سره دي خو دوي ته معلومات نه ورکوي.

بلخوا دوه ورځې وړاندې د کراچۍ پوليسو وياندې شازيه جهان وي او ای ډيوه ته تاييد کړې وه چې د بلوڅ زدکوونکو د مبينه بې درکۍ کېس د پولیس د ترهګرۍ ضدڅانګې سي ټي ډي سره دی او پلټنې ترې کولی شي. هغې د نور تفصيل ویلو څخه ډډه کړې وه.

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې په پوهنتونونو کې د بلوڅانو زده کوونکو د نيولو پېښې وروسته له هغې سېوا شوي چې په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې په چينايانو يو ځانمرګی بريد شوی وو.

په کراچۍ پوهنتون کې په 26 اپرېل د کنفوشيس انسټيټيوټ په ګاډي ځانمرګی بريد کې د درې چينايي استازانو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.

په کنفوشيس انسټيټيوټ کې به ځايي زده کوونکو ته د چين ژبه او کلتور زده کول کېدو.

په کنفیوشس انسټېټیوټ د حملې ذمه واري د بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې ډلې مجيد بريګېډ منلې وه او ويلي یې وو چې حمله يې ښځې ځانمرګي کړې وه.

په چینايي استازانو ترسره شوي ځانمرګي بريد باندې چين سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې وو د چينايانو وينه به بايد بې ځايه توی نه شي او چا چې دغه کار کړی قيمت به يې ورکوي.

چین غوښتنه کړې وه چې په دغه پېښه کې د ککړ ترهګر تنظيم پرضد يې سخته کارروايي وکړی شي.