کراچۍ: دوه بې درکه بلوڅان خوشي شوي، ایمنیسټي انټرنېشنل په احتجاج کوونکو د پولیسو تشدد غندلی

د اوو ورځو نه ورک د کراچۍ پوهنتون دوه بلوڅ زده کوونکي را خوشي کړل شوي او کورنۍ یې خوشي کېدل تایید کړي دي، بل لور ته د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د دوی د را خوشي کېدو لپاره په احتجاج کوونکو بلوڅانو باندې د پولیسو پرونی تشدد په کلکه غندلی دی.

وي او اي ډيوه سره د راخوشي کړل شوي زده کوونکي دودا بلوڅ ورېندار مهناز بلوڅ په خبرو کې وويل دودا بلوڅ او ګمشاد مريد اووه ورځې وړاندې چې د کوم ځای نه په جبري توګه لادرکه کړل شوي وو نن سهار شاوخوا څلور بجې الته پريښول شوي دي، هغې نور تفصيل وړاندې نه کړ.

خو څو ورځې وړاندې د بې درکه شوو زده کوونکو د خوشي کولو دپاره د احتجاج پر مهال ورک شوو ذده کونکو کورنيو په وي او ای ډيوه ته ويلي وو چې د جون په اوومه سهار پینځه بجې د کراچۍ مسکن چورنګۍ سيمې نه دودا الهي او ګمشاد مريد د بلوڅ زده کوونکو د يو هاسټل نه په زوره پورته کړل شوي وو.

د جون په 13مه د شپې ناوخته چې کله د دغو بلوڅ زده کونوکو د خوشي کولو دپاره د درېو ورځو راهیسې روان احتجاجي پرلت د کراچۍ پريس کلب نه سيند اسمبلۍ ته غزول شوی وو له هغه وروسته د کراچۍ پوليسو د ښځو په ګډون 28 احتجاج کوونکي نيولي او تشدد يې پرې کړی خو وروسته یې بيا پرېښي وو.

په بلوڅ احتجاج کوونکو ښځو او سړو د پولیسو تشدد او نيولو ته په نړيواله او ملکي کچه سخت غبرګون ويل شوی دی. نړيولې ادارې ايمنیسټي انټرنيشنل په ټولنيزه رسنۍ ټویټر خپور کړي بيان کې د پرامنه احتجاج کوونکو د خورولو لپاره د پولیسو لخوا د ډېر زور کارولو په کلکه غندنه کړې ده.

ايمنسټي انټرنشنل په خپل بيان کې زياته کړې"د هغو کورنیو په وړاندې چې د خپلو عزیزانو د ځای په اړه د ځوابونو غوښتنه کوي، په تاوتریخوالي ورسره چلند کول یواځې د جبري ورکېدو ناوړه او ظالمانه عمل ته وده ورکوي."

نن د سه شنبه- نهې په ورځ ماښام څلور بجې په کراچۍ کې تېره شپه د پوليسو د تشدد ښکار شوي بلوڅ فعالينو په کراچۍ پريس کلب کې خبري غونډه رابللې وه. خبري غونډې ته بلوڅ سمي دين بلوڅ- چې پرون د پوليسو د تشدد له امله ټپي شوې په- وويل په دوی تور لګول شوی چې د ځان مشهورولو او په مطبوعاتو د راتللو دپاره احتجاجونه کوي. هغې وويل:

"دوی که ما نن د بلوڅو مشره بولي نو دا زما هیڅکله خواهش نه وو، موږ د رياستي جبر د مخنيوي او ورکو خپلوانو د خوشي کولو دپاره د کورونو نه راوتلي يو، نن که رياست زما پلار د 13 کالونو نه نه وو بې درکه کړی زه به په خپل کلي او کور ناسته وم د رياست د ظلم پر ضد به مې غږ نه پورته کولو".

سمي دين بلوڅ زياته کړه پوليسو دوی ته ګواښونه کړي چې د پريس کلب نه علاوه بل ځای کې به احتجاج نه کوي، خو وایي اول به د خپلو غوښتنو د منلو دپاره پريس کلب ته راځي او که اثر پرې نه غورځېدو نو هر هغه ځای ته به ځي چې دوی پرې خپلې غوښتنې منلای شي.

وي او اې ډيوه د کراچۍ پوليسو ارټيلري تاڼې ته د بلوڅ احتجاج کوونکو ددغې دعوې په اړه د رابطو هڅې کړې خو څه ځواب ورته نه دی ويل شوی، بل خوا پوليسو څه مونده وړاندې ويلي وو په کراچۍ کې دفع 144 لګول شوې چې له امله يې په احتجاجونو بنديز دی۔

بل خوا په کراچۍ کې بلوڅ زده کوونکو د ځورونۍ او تښتولو دعوو ته امنيتي ادارو يا پوليسو تازه کوم نوی غبرګون نه دی ويلی.

خو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په پوهنتونونو کې د بلوڅانو زده کوونکو د نيولو پېښې وروسته له هغې سېوا شوي چې په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې په چينايانو يو ځانمرګی بريد شوی وو.

په کراچۍ پوهنتون کې په 26 اپرېل د کنفوشيس انسټيټيوټ په ګاډي ځانمرګی بريد کې د درې چينايي استازانو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.

په کنفیوشس انسټېټیوټ د حملې ذمه واري د بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې ډلې مجيد بريګېډ منلې وه او ويلي یې وو چې حمله يې ښځې ځانمرګي کړې وه.