د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر دوام لري

په افغانستان کې طبعي پېښو ته د رسېدو وزارت وايي، چې تېره ورځ د زلزلې د تازه ټکانونو له امله د پکتيکا ګيان ولسوالۍ کې نور 5 تنان مړه شوي او 12 ژوبل شوي دي۔

د وزارت ترجمان محمد نسيم حقاني وي او ای ډيوه ته ویلی، په دغو سيمو کې د خلکو د پلټونو عمليات پای ته رسيدلي او د دوی حکومت د زلزلې نه له اغیزمنو شويو خلکو سره د نورو مرستو ترڅنګ مالي مرستې هم کوي۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته ویلي: " د هر شهيد کورنۍ ته به يو لک افغانۍ ورکول کېږي هم دغه شان د هر زخمي کورنۍ ته به 50 زره افغانۍ ورکول کېږي، که راتلونکې کې کومکونه زيات شول نو بيا به د کورونو جوړولو لپاره هم کومک ورکړي"

ګیان د پکتیکا د هغو څلورو ولسوالیو نه ده چې د وړمې شپې په زلزله کې سخته اغيزمنه شوې ده۔

په ګيان ولسوالۍ کې زلزلې دغه مرګ ژوبله په داسې حال کې اړولې چې لا هم د طالب چارواکو لخوا، د خلکو او د مرستندويه ادارو لخوا په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د تېرې چهارشنبې شپې زلزلې نه متاثره شويو خلکو ته د مرستو رسولو او د ژغورنې عمليات روان دي۔

د پکتيکا ځايي خبريال رحيم خان خوشحال وي او ای ډيوه ته وايي، چې د پکتيکا ولايت د برمل او ګيان ولسوليو په يوه يوه سيمه کې د 20 تر 30 پورې کلي وران شوي او په دې کليو کې ډېري کورونه نړېدلي دي او هيچ څوک په کورونو کې شپې نه کړې ځکه چې د خلکو په زړنو کې بيا د زلزلې ويره ده.

د هغه په وېنا خلکو وويل: " مونږه ته غذايي مواد رسېدلي دي خو د سرپناو غوښتنه يې ډېره کوله چې بايد دوی ته سرپنا ووېشل شي لکه خېمې، ځکه چې دوی سره ماشومان او مېرمنې دي"

د زلزلې نه متاثره شويو سيمو ته ورغلی د پکتيا ولايت خبريال نور احمد حېران وي او ای ډيوه ته وايي، د سختو لارو او نورو بېلا بېلو عواملو له وجې متاثرينو ته پوره مرسته نه ده رسېدلې او دغه خلک زيات د سر پناه ځايونو ته اړتيا لري۔

هغه دا هم وويل: " دوی (متاثرين) وايي، چې دغه کومې مرستې چې شوي دي نو هغه په سلو کې 40 کورنيو سره هم نه دي شوي او تر ټولو چې د دوی اړتيا ده نو هغه د کورونو د جوړولو ده، ځيني وخت به هلته بارانونه وو او بيا به خلک د خلاص اسمان لاندې وو او کړاو کې به وو ځکه چې د دوی د سرپناه کوم ځايونه وران شوي دي او کوم چې پاتې دي نو هغه د استوګنې نه دي ځکه چې بيا هم د زلزلو او د راغورځېدو خطر يې دی"

په افغانستان کې پېښو ته د رسېدو وزارت د شمېرو ترمخه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ سختې زلزلې له وجې د 1000 نه زیات کسان مړه شوي او د خواوشا 2000 نور ژوبل شوي دي۔

د وزارت ترجمان محمد نسيم حقاني دا هم وايي، چې د کومو خلکو کورونو ته چې زيان رسېدلې د هغوی لپاره په سمدستي توګه د خېمو بندوست شوی دی۔

نوموړی دا هم وايي: " د لسو زرو په حدودو کې کورونه ویجاړ شوي دي او په دغو کې تقريبا 3،500 نه تر 4،000 پورې کورونه ډېر خراب شوي دي او د خلکو لپاره خېمې رسول شوي دي او دوی اوس د خېمو لاندې ژوند کوي"

د طالب چارواکو ترمخه د ایران او متحده عرب اماراتو لخوا په خوراکي، روغتیايي او غیر خوراکي موادو بار غټ جهازونه د خوست هوايي ډګر ته رسېدلې دی۔

د دې ترڅنګ اروپايي ټولنې هم تیره شپه له افغان زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرستې اعلان کړی دی او پاکستان هم د اغېزمنو لپاره يو جهاز امدادي سامان افغانستان ته استولی دی۔

د کډوالو نړيوالې ادارې، يو اين ايچ سي ار د جمعي په ورځ ويلي چې د افغان وګړو مرستې لپاره يې په ټنونو امدادي سامان سره د عملې لېږلې دی۔

د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف هم په يو بيان کې ويلي چې د دوی ټيمونه په افغانستان کې له زلزلې نه متاثره شويو خلکو سره د مرستې لپاره رسيدلي دي.