کراچۍ سېمینار: د بې درکه بلوڅانو کورنۍ وايي رياست يواځې له وسلوالو سره خبرې خوښوي

کراچۍ ــــ د ډاکټر دين محمد بلوڅ د بې درکۍ 13 کاله په پوره کېدو د جون په 28مه نېټه بلوڅ بې درکه شوو کسانو دپاره جوړ تنظمونه په کراچۍ پريس کلب کې سيمينار وکړو چې پکې بې درکه بلوڅانو کورنيو سره مدني فعالينو او د بشري حقونو کميشن غړو ګډون درلود.

سيمینار ته په وينا کې د ډاکټر دين محمد لور سمي دين بلوڅ وويل تېر ديارلس کاله د پلار په لټون نوره ستړې شوه، وایي هر در ته تللې، د هېواد زورورو خلکو ته يې خواست کړی، وهل ټکول يې وخوړل خو پلار يې ونه موندو. سمي دين بلوڅ زياته کړه:

"مونږ نه اوس دغه حق هم وړل کيږي چې له پرامنه لارې د خپلو خپلوانو د خوشي کولو دپاره احتجاج وکړو، ځکه چې رياست پر امنه لار نه پېژني، د چا چې لاس کې وسله وي ترهګري کوي صرف د هغو سره خبرې کوي، د بشري حقونو هیڅ پروا نه کوي".

سیمینار ته په وينا کې نورو وينا کوونکو وويل بلوڅ بې درکه کسان د عدالتونو د وړاندې ځکه نه راوړل کېږي چې پرې د جرم ثابتولو دپاره له ادارو سره ثبوتونه نه وي.

قانون پوهه او مدني فعال جبران ناصر وايي عدالتونه د بې درکه شوو کسانو په قضيو سترګې پټې ساتي او ښکاري چې د انصاف نظام د يو څه مصلحت لاندې دی. وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل:

"محترم قاضيان په ویره کې دي، ویره د دوی په فيصلو کې ښکاري چرته چې د دوی قلم ودريږي، په تقريرونو يا لويۍ خبرې کولو او يا د پوليس افسرانو نه په عدالتونو کې تپوسونه کول د بشري حقونو د سرغړونو مخنيوی نه شي کولای. د عدالتونو فيصلې په خپله حال وايي چې چرته زورورو ادارو خبره راشي نو د دوی قلم ودريږي".

کراچۍ کې د بې درکه بلوڅانو په اړه سېمینار

تېره مياشت د پاکستان د مرکزي حکومت کابينې د قانون د وزير په مشرۍ يوه کمېټي جوړه کړې چې پکې به د بې درکه شوو خلکو قضيې کتل کېږي او په پاکستان کې په کال 2011م کې يو کميشن جوړ شوی وو چې د بې درکه کسانو د موندلو دپاره کار کوي.

د پاکستان بشري حقونو کميشن شريک مشر اسد اقبال بټ وايي د داسې کميټو يا کميشنو فایده تر هغه بې درکه کسانو کورنیو ته نه رسي چې تر څو د سزا جزا اختيار ونه لري:

"د بې درکه خلکو د کميشن اختيار د عدالتونو په ډول نه وي، هغه چاته د بشري حقونو د سرغړونو سزا نه شي ورکولای،‌ دا د عدالتونو کار وو او عدالتونو خپل بوج د سر لرې کولو دپاره کميشن جوړ کړ، دغه ډول حکومت تل کمېټې جوړوي او څه نتيجه يې مخې ته نه راځي".

ډاکټر دين محمد بلوڅ کورنۍ دعوه کوي چې 13 کاله وړاندې د بلوچستان له ضلع خضدار نه هغه په روغتون کې د ډيوټۍ پر مهال د پاکستان امنیتي ادارو پورته کړې چې تر اوس يې دوی د مړ ژوندي خبر نه لري.

بل خوا د پاکستان پوځ دغو تورږنو ته کوم نوی غبرګون نه دی ويلی خو وار په وار يې دغه تورونه رد کړي او څه موده وړاندې یې ويلي وو چې په بې درکه کسانو کې ډېر په ناقانونه وسلوالو ډلو کې شامل شوي چې د پاکستان د پوځ پر ضد جګړې ته ځان تربيه کوي.

د بې درکه شوو بلوڅانو د موندلو د پاره جوړ کمیشن د شمېر تر مخه د روان 2022م کال د مې تر 31مې په ټول پاکستان کې د جبري بې درکه شويو کسانو 8696 قضيې د کميشن مخې ته راغلې، چې پکې 6458 قضيې هوارې کړل شوې او د 2238 قضيو پلټنې روانې دي.