پاکستان کې د بجلۍ اؤ ګیس بیعو کې د نورې اضافې منظوري ورکړل شوې ده

په داسې حال کې چې دپاکستان حکومتي مشران د ګرانۍ کمولو او د بجلۍ د پیداوار زیاتولو دعوې لري،ددغه هیواد دبجلۍ دنرخونو دتړلو دولتي ادارې (نيپرا) یوځل بیا د بجلۍ د يونټ نرخ كښې د يوې روپۍ اؤ 55 پیسو د زياتوالي منظوري وركړې ده۔

په تیرو دوؤ میاشتو کې دا څلورم ځل دی چې پاکستان کې د بجلۍ نرخونه سیوا کړی شوي دي اؤ د یو یونټ نرخ د 16 روپو څخ د 32 روپو پورې رسول شوی دی-

ددې ترڅنګ د کابینې د اقتصادي رابطې کمېټۍ هم د ګیس په نرخونو کې د 335 فیصده پورې د زیاتوالي منظوري ورکړې ده –

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه د پیټرولو دیو لیټر بیعه هم دوه نیمو سوو روپو ته لوړه شوې ده-

تیره اوونۍ، د شماریاتو وفاقي ادارې ویلي وو چې په هیواد کې د ګرانۍ کچه 21.32 فیصده ته رسیدلې چې دا په تیرو 13 کلونو کې ترټولو لوړه کچه ده-

دمطبوعاتې رپورټونو ترمخه دنیپرا لخوا چې دبجلۍ دنرخ زیاتولو کومه تازه منظوري ورکړل شوې ده که چرې مرکزي حکومت هم دا منظوره کړي نو د بجلۍ په یو یونټ کې د 1.55 روپۍ زياتوالي سره به د جرنل سیلز ټيکس پشمول د 45 ببلینو روپو اضافي بوج په صارفينو اچول کيږي-

بل پلوته د توانایۍ وزیر خرم دستګیر واېې د اختر په ورځو کې به ولس د پاره د بجلۍ لوډشیډنګ کې کمی وې-

هغه پخپل یو بیان کې ویلي د نیپرا له اړخه د بجلۍ د نرخونو زیاتولو د وړاندیز په اړه تر اوسه د کابینې له اړخه څه پرېکړه نه ده شوې.

ددې ترڅنګ د کابینې د اقتصادي رابطې کمېټۍ تیره ورځ د ګیس په نرخونو کې د 335 فیصده زیاتوالي منظوري ورکړې-

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو دو میاشتو کې د پیټرولو د یو لیټر بیه د149.86 روپو څخه تر 248.74 روپو پوري لوړه شوې ده-

په تیرو ورځو کې د پاکستان اسټیټ بینک د سود شرحه تر 15 فیصده پورې زیاته کړې وه او ویلي یې وو چې ددې مقصد ګرانۍ کې کمی راوستل دي-

مرکزې بینک د سږ کال په مئ میاشت کې د سود نرخ13.75 فیصده ته لوړ کړی و او ویلي یې وو چې دا ګام به د مالې ثبات سره مرسته وکړي-

بل اړخ ته وفاقې وزیران او د د واکمنې ډلې مشران دعوې لرې چې ګرانې به ډیر زر لاندې راشي-

د خزانې وفاقې وزیر مفتاح اسماعیل تیره ورځ ویلي وو په نړیواله کچه د غوړیو د نرخونو د کمیدو سره به په پاکستان کې د غوړیو بیعه سل یا یو نیم سل روپو پورې راښکته شي او اوړه به هم ارزانه شي-

د مسلم لیګ نواز ډلې مشرې مریم نواز په لاهور کې جلسې ته وینا کې دعوې کړې وې چې په نړیواله کچه د پیټرولو دبیعو د راکمیدو سره به د وزیراعظم له اړخه په هیواد کې هم دغه بیعې راښکته شي-

خو اقتصاد پوهه شبر زیدې وایی د پیټرولو نرخونه په راتلونکو ورځو کې نور هم زیاتول وي ولې چې تر اوسه د50 روپو اضافي مالیې تر لاسه کولو هدف نه دی تر لاسه کړی شوی-