د سري لنکا په اقتصادي ستونزو کې چین څومره کردار لري

د سري لنکا پخوانی صدر او پخوانی وزیراعظم مهېندا راجاپکسه د چین د خارجه وزیر وانګ يي سره - (اې پي)

واشنګټن - د سري لنکا حکومتي قرضو بحران د دغه هېواد اقتصاد د تباهۍ سره مخ کړی او په ملک کې یې د میاشتو راهسې سیاسي‌ کړکېچ راپارولی دی. د سري لنکا بهرنۍ زرمبادله ختمېدو ته نزدې شوې او د مئې‌ په میاشت کې د بهرنیو قرضو قسطونه واپس کولو کې ناکامه شوی.

کرونا واېرس او په نړیواله کچه ګرانۍ د سري لنکا اقتصاد د تباهۍ سره مخ کړی خو د ملک خراب مالي حالات ددې نه لا وړاندې شروع شوي وو.

د امریکې وال سټریټ جرنل د یو رپورټ‌ ترمخه د سري لنکا ځنې چارواکو د خراب اقتصادي حالاتو نه د ملک ویستو لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې، آي اېم اېف نه قرض اخستو په حق کې راې ورکړې وه کوم چې په سیاسي توګه یو لانجمن ګام ګڼلی کېدو ځکه چې د آي اېم اېف د قرض سره داسې شرطونه تړلي وي چې په ملک کې د هغې لپاره د حکومتي خرچو کمولو ګامونه اخستل پکار وي.

خو د سري لنکا اوسنیو او پخوانیو حکومتي چارواکو وال سټریټ جرنل ورځپاڼې ته وېلي سري لنکا ته د اوږدې مودې راهسې قرض ورکوونکي ملک،‌ چین دغه هېواد ته یوه متبادله لار وښوده چې د اوس وخت لپاره د آي اېم اېف نه د سختو شرطونو لاندې قرض نه اخلي او د زړو قرضو واپس کولو لپاره د چین نه نورې قرضې واخلي.

سري لنکا د چین دغه وړاندیز ته صلاح کېدو وروسته د چینايي بېنکونو نه په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱م کې ۳ ارب ډالره قرضې ترلاسه کړې ده. د چینايي بېنکونو نه قرضو ترلاسه کولو منصوبه په مکمله توګه د ناکامۍ سره مخ شوه او سري لنکا یې په یو سیاسي او اقتصادي بحران کې وغورځوله.‌

د لویو قرضونو بوج او زیاتې ګرانۍ ترڅنګ سري لنکا سره د ملک دننه عام ضرورت سامانونه د بهر ملکونو نه درآمد کولو لپاره امریکايي ډالر ختم شوي او د ملک دننه خلک د تېلو اخستو لپاره د ګهنټو پورې په قطارونو کې ولاړ وي.

ملک د اقتصادي کړکېچ نه ویستو لپاره سري لنکا د روان کال اپرېل په میاشت کې د آي اېم اېف نه د قرض اخستو فېصله وکړه خو ددغه وخت پورې سري لنکا د ازادۍ ترلاسه کولو راهسې ترټولو لوی اقتصادي بحران سره مخ شوی وو چې په نتیجه کې یې په ملک کې عام اولس د حکومت خلاف لارو کوڅو ته راووتو او صدر ګوتابایا راجاپکسه د استعفا ورکولو وروسته په یو پوځي جهاز کې د ملک نه بهر تښتېدو کوشش وکړو. هغه وروسته سېنګاپور ته ولاړ او د هغه ځایه یې د خپلې عهدې نه استعفا وکړه.

سري لنکا دا وخت د ۳۵ ارب ډالره بهرنیو قرضو د بوج لاندې دی او د ۱۹۹۹ راهسې د اېشیايي بهرالکاهل اولنی ملک دی چې د نړیوال قرضونو قسط ورکولو کې ناکامه شوی. په ۱۹۹۹ کې پاکستان د نړیوال قرضونو قسطونه ورکولو کې ناکامه شوی وو.

د نړۍ مالیاتي اداره (آي اېم اېف) هغه اداره ده چې ملکونو ته په سود قرضه ورکوي

اقتصاد پوهان وايي د چین د قرضونو ورکولو تګلارې سري لنکا د اوسنیو اقتصادي حالاتو سره مخ کړی. د اپرېل نه تر مئې میاشت پورې د سري لنکا د خزانې موقتي وزیر علي صابري وېلي په ځای د دې چې دوی خپلې محدود بهرنۍ زرمبادله ذخیرې استعمال کړي وي او د خپل بهرنیو قرضونو واپس کولو لپاره یې (Restructuring) یا د قرضونو قسطونه اسانولو لپاره سر دوباره لوظنامه کړې وي،‌ دوی د هغه وخت پورې د قرضونو قسطونه ورکول چې ټولې پېسې ورسره ختمې شوې. نوموړي وېلي حکومت له ۱۲ میاشتې وړاندې د آی اېم اېف نه قرض اخستو لپاره تګ پکار وو.

د پېسو نړیواله اداره پېرس کلب د ۶۰ کلونو نه زیات وخت راهسې د غریب ملکونو سره د بهرنیو قرضونو قسطونه اسانولو لوظنامې کوي کوم ته چې Restructuring وېل کیږي.

په پېرس کلب کې د امریکې، فرانس،‌ جرمني،‌ جاپان او سویلي‌ کوریا په شمول ۲۲ نړیوال ملکونه شامل دي. پېرس کلب د آي اېم اېف سره په همکارۍ په ۱۹۵۶ کې د جوړېدو راهسې د ۹۰ ملکونو سره ۴۳۰ لوظنامې لاس لیک کړي چې پکې د ۵۸۳ ارب ډالرو بهرنیو قرضو لپاره دوباره لوظنامې شوي. د وړاندې نه ورکړل شوو قرضونو په دوباره لوظنامو کې قرض ورکوونکي او اخستونکي دواړو باندې د قرض بوج اچول کیږي خو د قرض اخستونکي ملک لپاره قرض واپس کولو کې زیاتې اسانۍ راوستی شي.

سري لنکا د اقتصادي ماتې سره مخ ده او خلکو یې د ګرانۍ او حکومتي تګلارو په ضد پراخې مظاهرې وکړې چې مشران یې له ملکه فراري کړل

چین تراوسه پورې د پېرس کلب غړی نه دی ځکه چې د دغه هېواد د ۲۰۰۰ لسیزې نیمايي پورې د نړۍ لويي قرضونه ورکوونکو ملکونو په فهرست کې شامل نه وو خو په وروستیو کې د خپل سټرېټیجک بېلټ اېنډ روډ منصوبې په مرسته کې یې یو شمېر غریب ملکونو ته په لویه کچه قرضونه ورکړي. د نړیوال بېنک شمېرې ښايي چې غریب ملکونه د پېرس کلب غړو ملکونو په شریکه ټول قرضونو نه زیات د چین قرضدار دي.‌

وال سټریټ‌ جرنل ورځپاڼه وايي‌چین د اقتصادي مشکلاتو سره مخ ملکونو لخوا قرضونو واپس کولو کې اسانۍ راوستو لپاره غېر روایتي طریقې خپلوي او په غربي ملکونو کې د لسیزو راهسې په ځاې هغه لوظنامو پرواه نه کوي چې د سخت اقتصادي حالاتو سره مخ ملکونو قرضې د یو داسې حد پورې معاف کړي چې دغه ملکونه بیا د خپل آمدن او اقتصادي پېش بینۍ په رڼا کې د واپس کولو جوګه وي.

وال سټریټ جرنل وايي‌ بېجنګ د خپل هر ډالر قرض بېرته اخستو لپاره جنګ کوي د کوم چې قرضدارملک د اخستو په وخت واپس کولو وعده کړي وي. چین صرف د قرض واپس کولو موده زیاته کړي خو په ورکړل شوو قرضو کې څه قسم کمی نه راولي. د سري لنکا نه علاوه افریقا کې زېمبیا، ایتهیوپیا، ‌کینیا او په اېشیا کې کمبوډیا او لاوس هم د چین د لویو قرضو د بوج لاندې دي چې د بېرته واپس کولو موده یې رانزدې ده او اقتصاد پوهان د دغه قرضو بیا واپس کولو په اړه پوره باوري نه دي.

د امریکې یو بله مالیاتي څېړنیزه اداره بلومبرګ په خپل یو تازه رپورټ‌ کې وايي‌ د سري لنک وروسته اوس توجه پاکستان، مصر، تیونیزیا،‌ ګهانا او السلواډور اړخ ته اووختې چې د بلومبرګ اکنامکس ترمخه د قرضونو واپس کولو کې د ناکامۍ د خطرې سره مخ کېدی شي.

نړیوالې مالیاتي ادارې، ای ایم ایف د زیارت (پنجشنبې)‌ په ورځ‌ ویلي، پاکستان ته تر یوولس سوه میلینه ډالرو قرض پیسو ورکولو په یوه لوظنامه راضي شوي دي کوم چې به د پاکستان اقتصادي ستونزو کمولو کې ددغه هېواد سره مرسته وکړي.