پاکستان کې سیمټ 68فیصدي او سیخ 49 فیصدي ګران شوی

د پاکستان د شمېرنې اداره وایي په پاکستان کې د غوښتنې د کمي باوجود د پروسکال په پرتله سږکال د جون میاشت کې سیمټ 68فیصدي او سریا یا سیخ 49 فیصدي ګران شوي دي.

کاروباریان وایي د ګرانو بیعو او دغوښتنې د نشتوالي له وجې 90فیصدي کاروبارونه اغیزمن شوي دي.

دوه ورځې وړاندې دپاکستان مرکزي حکومت په پاکستان کې د پټرولو بیعې 18روپۍ او ډیزل 40 روپۍ لیټر ارزان کړي وؤ.

دخیبر پښتونخوا مردان ښار کې د سیمټو او سریې کاروباري جاوید خان وي او ای ډیوه ته وایي په خلکو کې د اخستو توان ختم شوی، خوراکي شیان دومره ګران دي چې د ودانیو د جوړولو دپاره خلکو سره د پیسو بچت نه کیږي.

هغه وایي دوه میاشتې وړاندې د سیمټو یوه بوجۍ په 600 روپۍ وه او اوس 1000 روپو ته رسیدلې ده او سریا یا سیخ په 162000 روپۍ ټن ؤ خو اوس 214000 روپو ټن ته زیات شوی دی.

جاوید وایي دسیخ اؤ سیمتو د غوښتنې د نشتوالي له وجې کاروبار په تاوان کې روان دی .


"زمونږ دوکان دا وخت د 5 مزدورانو د چایو پیسې هم نه ګټي تنخاګانې خو لا پریږده ،وړاندې به مونږ 600 بورۍ خرڅولې او اوس 60 بورۍ سیمټ خرڅيږي او 600 روپۍ ګټي او د دوکان خرڅ 3600 روپۍ دی، ډیرو دوکاندارانو خپله سرمایه وخوړله او کاروبارونه یې بند شول"

د شمېرنې اداره وایي په مجموعي توګه سږکال 2022م کې د پروسکال په پرتله 8فیصدي د سیمټو پیداوار په وړومبي ځل کم شوی ځکه چې د پاکستان نه بهر هیوادونو ته د سیمټو برامد د 16فیصدي نه 10فیصدي ته راکوز شوی او ددې په حجم کی 42فیصدي کمی راغلی دی.

اداره وایي د سیمټو په غټو مارکیټونو افغانستان او سریلنکا کې د داخلي حالاتو او په پاکستان کې په پیداوار د خرڅونو د زیاتوالي له وجې منفي اغیزې شوې دي.

په خيبر پښتونخوا مردان کې پخواني د اوړو کاروبار کوونکو مشر اصغر خان اتمانخیل وي او ډیوه ته وایي د توانایۍ او پټرول او ډیزل د زیاتو بیعو له وجې پیداواري خرڅونه زیات شوي.

"د پټرول اؤ ډیزلو له وجې پیداواري خرڅونه زیات شوي څنګه چی ورسره بجلي هم ګرانیږي نو هغې سره کاروبارونه په قلاره شوي او په بهرني تجارت هم اثرات شوي دي"

څیړنې وایي په تیر حکومت کې د ودانۍ په څانګه کې دمالیې په مد کې رعایتونه ورکړی شوي وؤ او د تیر مرکزي حکومت له لوري د "زما پاکستان زما کور" اؤ د"نوی پاکستان " په نومونو د استوګنې پروژې هم پیل کړی شوې وې خو د مرکزي بینک له خوا د سود په شرحه کې د زیاتوالي وروسته په دغه پروژو کار ځنډول شوی چی له امله یې په ملکی کچه د سیمټو او سریې غوښتنه هم کمه شوې ده .