په خیبرپښتونخوا کې په ماشومانو باندې د جنسي تیري او د هغو د وژنې پېښې سېوا شوي دي

پېښور - د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور او په چارسده سيمه کې د روانې مياشتې په دوران کې پر څلورو ماشومانو جینکو سخت تشدد شوی چې په کې درې وژل شوي او يوه د جنسي تيري ښکار شوې ده.

د پېښور پوليسو د يوې ماشومې سره د جنسي تيري د پېښې پخلی کړی او ويلي یې دي چې د نورو دوو پېښو پلټنې روانې دي.

د جولائی په ۱۷مه، ځایي پوليسو د يوې ۸ کلنې ماشومې مړی د پېښور کالي باړې سیمې نه ترلاسه کړی چې په مبينه توګه د جنسي تيري ښکار کېدو وروسته وژل شوې وه.

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي او قانون پوهان وايي چې په داسې ډول پېښو کې زياتوالی لېدل کېږي او لوی علتونه يې په ټولنه کې د منفي رويو د کچې لوړېدل، د خلکو ناپوهي او په داسې قضیو کې د ناسمو پلټنو او په سمه توګه د قضیو پيروي نه کېدل دي.

په پېښور کې مېشت د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وي او اې ډيوه ته وايي چې په ټولنه کې د منفي سوچ سېوا کېدل او په والدېنو کې د بېدارۍ د کمي د وجې داسې پېښې مخې ته راځي.

عمران ټکر ډيوه ته وويل: "په ۲۰۱۹ کال کې درې (۳) ماشومان د بدفعلۍ نه وروسته وژل شوي وو. په ۲۰۲۰ کې هغه شمېره اوه (۷) ته رسېدلې وه چې سل فیصده زياتوالې دی او په کال ۲۰۲۱ کې په ټوله صوبه کې يوه داسې پېښه ريکارډ شوې وه، خو اوس چې مونږه وګورو نو صرف په پېښور کې په تېرو دوو هفتو کې داسې دوه کېسونه رپورټ شول. نو داسې ښکاري چې په دې کې زياتوالې راغلی دی."

د جولايي په ۱۵مه، د چارسدې پولېسو خبري غونډې په مهال ويلي وو چې څو ورځې وړاندې بې درکه شوې ۴ کلنه ماشومه خپل پلار د غېرت په نوم وژلې ده او ملزم ګرفتار شوی دی.

د راپورونو ترمخه د پېښور په نوتهيه سيمه کې د جولائي په لسمه يوه بله ماشومه د جنسي تيري ښکار شوې چې ځايي پولېسو د دې قضیې پخلی کړی او ويلي دي چې په پېښه کې ککړ تن د نيولو لپاره چاپې وهل کېږي.

له دې وړاندې د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د پېښور رېلوې سټشين کې د ۱۱ کلنې ماشومې مړی هم ترلاسه شوې وو. پوليس وايي په دې کېس کې يي ګڼ شمېر مشکوک تنان نيولي او اصلي مجرم ته د رسېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د پېښور هايي کورټ اېډوکېټ فرهاد اپريدي وي او اې-ډيوه ته وویل چې د ماشومانو سره د جنسي تيري او نورو د تشدد پېښو کې د ناسمو پلټنو او د کېس سره ټرلو نورو اړونده ستونزو له امله زياتره اصلي مجرمان د سزا نه بچ شي چې له وجې يي په پېښو کې زياتوالې راځي.

نوموړي دا هم وويل چې په صوبه کې داسې د پلټونو اداره نشته چې هغه د دغسې قضیو په ساينسي ډول پلټنې وکړي او بيا يې پيروي وکړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي اپريدي زیاته کړه: "بله مسئله دا ده چې دلته کوم سرکاري وکيل وي نو هغه په روايتي توګه يو برتي شوی وکيل وي چې مهارت يې دومره نه وي چې هغه به کېس څنګه تياروي او عدالت ته به هغه کېس څنګه وړاندې کوي."

ماهرين د څېړنو په اساس وايي د ماشومانو سره د جنسي تيري په پېښو کې د ۴۵ نه تر ۵۵ فيصده پورې پېژندګلو تنان ککړ وي او د خپل شناخت پټولو لپاره په کې زياتره د زياتي کولو وروسته ماشومان وژني.

په خېبر پښتونو کې د ماشومانو د تحفظ لپاره جوړې ادارې چايلډ پروټېکشن اېڼډ وېلفير کمېشن مرستيال مشر اعجاز خان وي او ای ډيوه ته وايي چې په داسې ډول جرمونو کې ککړ تنانو ته سزا ورکولو لپاره قانون جوړ کړل شوی دی د کوم ترمخه چې به پوليس زر تر زره پلټنې کوي عدالتونه به په کم وخت کې دغه کېسونه فېصله کوي او مجرمانو ته به سختې سزاګانې ورکولې شي.

نوموړي دا هم وويل چې په ماشومانو د تشدد پېښو کې د پوليسو د پلټونو يا انويسټيګېشن نظام ښه کولو په اړه "مونږه پوليس سره په تماس کې يو چې پلټنې سمې کېږي، پروسيکيوشن محکمې سره مونږه په رابطه کې يو چې په دې پېښو کې کوم فايل جوړېږي چې هغه په طريقې سره جوړ شي او په عدالت کې کېسونه سم وړاندې کړل شي."

د ماشومانو د تشدد پرضد پاکستان کې کارکوونکې غېردولتي ساحل نومې اداره وايي په هېواد کې هره ورځ لس ماشومان د تشدد د پېښو ښکار کېږي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د پوليسو رپورټ ښيي چې تېرکال د صوبې په کچهد ماشومانو پرضد د تشدد ۳۶۰ کېسونه رپورټ شوي دي.