د شمېرنې اداره: پاکستان ته د تېلو اؤ خوراکي توکو درامد 64 فیصدي سېوا شوی

د پاکستان د شمېرنې اداره په خپل رپوړټ کې وایي تیر مالي کال 2022 کې پټرولیم مصنوعاتو د قیمت په بنیاد درامد نزدې 134فیصدي اضافه شوی او ددې مقدار د تیر کال په مقابل 28.28 فیصدي زیات شوی دی.

اداره وایې تیر کال 2021 کې د تیلو درامدي بل 11اربه او 35کروړه ډالره وو خو مالی کال 2022 کې د تیلو درامدي بل 23اربه او 31کروړو ډالرو ته رسیدلی.

د اقتصاد ماهر پروفیسر ډاکټر معراج الحق وي او ډیوه ته وایي د پاکستان 80فیصدي د تیلو برخه د بهر هیوادونو څخه درامد کیږي او بیا د نړیوالو زیاتو نرخونو او پاکستاني روپۍ د قدر د کمی له وجې درامدي بل زیاتیږي.

دوئ زیاتوي د پاکستان د درامداتو او برامدتو تر منځه فرق زیات دی او پاکستان له به دا فرق راکمول وي.

دوی وایي د پاکستان په برامدي پیداوار خرڅونه زیات دي او بیا دغه برامدي شیان په نړیوال مارکیټ مقابله نه شي کولی.

"په درامدي بل کې غټه حصه د تیلو ده 80% تیل د بهرنیو هیوادونو څخه درامد کیږي په ټوله نړی کې ګراني ده او بیا د هغې اثرات د پاکستان په درامدي بل هم کیږي، او بیا د روپۍ قیمت هم راکم شوی"

د پاکستان اتحادي حکومت په وروستیو کې د بهرنیو هیوادونو څخه په 800 غیر ضروري شیانو بندیز لګولی او بیا په وروستو کې د پاکستان دننه د سیاسي بی ثباتۍ له وجې د ډالر په مقابله کې د روپی بيعه نوره هم کمه شوې او یو ډالر دا وخت د مرکزي بینک د شمیرو مطابق په 225 روپۍ خرڅيري او تر اوسه پاکستاني روپی 40فیصدي په ښکته تللې ده.

د شمېرنې اداره وایي د خوراکي شیانو او تیلو درامدي بل 64 فیصده سېوا شوی او دا د تیر کال د 19اربو ډالرو په مقابله کی 32اربو ډالرو ته زیات شوی .

د ادارې وینا ده خوراکي شیانو درامدی بل د 8فیصدي اضافې سره د 8 اربو ډالرو نه 9 اربو ډالره ته رسیدلی او د دوایانو په درآمد کې 192فیصدي اضافه شوې ده.

اقتصادي پوهان وایي د کرونا وبا له وجې هم د ویکسین په مد کې د صحت په‌درامدي بل اثر پریوتي دی د اقتصاد پروفیسر ارسلان اقبال وایي په درامدی بل تر ټولو زیات اثرات د روپۍ د کمي له وجې پریوتي دي.

"تراوسه د ډالر په مقابله کې روپۍ 41فیصده کمه شوې او بیا د نړیوالو قیمتونو او پټرولیم مصنوعاتو بیعې هم زیاتې دي او هم دغه وجه ده چې درامدي بل هم اغیزمن کیږي "

د پاکستان د شمېرنې اداره وایي د ټیکسټایل او کپرو برآمدات 25.53فیصدي زیات شوي او دا 19 اربو او 32کروړو ډالرو ته رسیدلي دي.

د ادارې وینا ده یوازې د جون په میاشت کې 2.86فیصدي برآمدات زیات شوي چې بنیادي وجه یې د‌حکومت له خوا د ټیکسټایل پالیسۍ اعلان هم دی ، تیارې جامې 28فیصدي زیاتې برآمد شوي او د کپړې نه تیاریدونکو نورو شیانو کې د 18نه 26فیصدي پورې اضافه شوې ده.

د پاکستان د شمېرنې اداره وایي په مجموعي توګه په کال 2021او 22کی 80اربه ډالره درامدات شوي چی پکې 48اربه ډالره تجارتي خساره راوړاندې کیږي .