پاکستان کې دبجلۍ نرخ کې دنورې اضافې منظوري ورکړل شوې ده

K-Electric

په پاکستان کې د بجلۍ د قیمتونو د تړلو ادارې نیپرا د بجلۍ په بنیادی شرحه کې د 7 روپو او 91 پیسو داضافې منظوری ورکړې او پلان لري چې د جون د میاشتې دپاره د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې د 9روپو نه تر 11 روپو دیو یونټ بجلۍ نرخ زیات کړي.

په خیبر پښتونخوا کی اولس او تاجرانو دا بیعې رد کړې دي او وایي د دی فیصلې په ضد به هایی کورټ ته لاړ شي

د مردان ښار ځایي اوسيدونکی ستار خان وي او ای ډیوه ته وایي د جون په میاشت کې هغوی په کور کې نه وؤ او د 10 یونټو د بجلی بل ورپسې 1391 روپۍ راغلی دی چې پکې د بجلۍ قیمت 94 روپی او فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې 1230 روپی اضافی بل جوړ شوی.

هغه وایي د پنځوؤ کسانو کورنۍ لري، مجموعي 100 نه تر 150یونټو پورې د بجلۍ استعمال کوي او دبجلۍبل یې د 5000 روپو نه زیات جوړیږي چې له وجې یې د کور نور ضرورتونه پوره کول ګران شوي دي.

"په جون او جولايي کی کم نه کم د بجلۍ 5000 روپۍ بل راځي په 30000 روپو کې چې 5000 روپۍ بل لاړ شپ او لس زره روپۍ د کور خرچه شي او بیا د کور کرایه پنځه زره روپۍ ده نو پاتی لس زره روپۍ به د کور نور خرڅونه څنګه پوره کوي "

د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د شرطونو پوره کولو دپاره نیپرا د بجلۍ دیو یونټ قیمت کې د7روپو او 91 پیسې داضافې له منظورۍ ورکولو وروسته ویلي دا قیمت به په څلور میاشتو ( جولایي- اکتوبر )کې لګولی شي خو د 50 یونټو نه دبجلۍ د کم استعمال صارفینو نه به دا قیمتونه نه اخستل کیږي.

تر دې وړاندې د جون د میاشتې دپاره نیپرا د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې 4روپې او 30 پیسې یونټ لګولې وې چې پکې د 350 یونټو د استعمال په سر د 7000 روپو بل جوړیږي او په دې کې 900 روپۍ جي ایس ټي او تر 2000 روپو پورې د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې د صارفینو نه اخستل شوې وې.

په خيبر پښتونخوا کې سوداګر وایي یو اړخ ته په شته بجلۍ کې صوبه د بجلۍ نه محرومه ده او بل اړخ ته د پاکستان د اساسي قانون باوجود هغوي ته ګرانه بجلي ورکول کیږي.

د خیبر پښتونخوا د مرکزي تنظیم تاجرانو عمومي سېکتر ظاهر شاه وي او ای ډیوه ته وايي د پاکستان اساسي قانون 18م ترمیم د صوبې خلکو ته اختیار ورکوي چې د اوبو په ذریعه جوړیدونکې ارزانه بجلي استعمال کړي او هغوی به د فیول پرایس ایډجسټمنټ په ضد په هایکورټ کې دا فیصله چیلنج کړي.

"د اتلسم ترمیم لاندې مونږ ولې د خپل حق نه محرومه یو، په دې حواله به د خيبر پښتونخوا د سوداګرو مرکزي تنظیم عدالت ته ځي ځکه چې د وړاندې نه په صوبه فیول پرایس ایډجسټمنټ او مالیا نه لاګو کیږي "

د پاکستان مرکزي د بجلۍ د اخستو اداره سنټرل پاور پرجیزنګ ايجنسی،(سي پي پي ای) وایي د جون په میاشت کې د صارفینو نه د خشاک په مد کې 5روپی 93 پیسې د یو یونټ اخستل شوي خو په نړیوال مارکیټ کې د تیلو او ګیس ( ایل این جی) د ګرانو بیعو له وجې 15 روپی او 84 پیسې یونټ لګښت راغلی او راتلونکو میاشتو کې 9 روپی یونټ اضافي لګول شوی او دا بلونه به د ټولو صارفینو نه اخلي.