ټي ټي پي دپاکستان دیني عالمانو ته ویلي په هیڅ صورت دقبایلي سیمو ازاد حیثیت ختمول نه قبلوي

دپاکستاني طالبانو تحریک کابل ته دپاکستاني دیني عالمانو پلاوي ته ویلي چې دپاکستان دپوځ پرضد د دوئ لخوا روانه جګړه دشریعت داصولو سره سمه ده اؤ په ډاګه کړې یې ده چې دوئ به په هیڅ صورت دقبایلي سیمو ازاد حیثیت ختمولو ته غاړه کښېنږدي.

د دوشنبې په ورځ دپاکستان د وتلي پاکستان مذهبي مشر مفتي تقي عثماني په مشرۍ ددیني عالمانو کابل ته رسیدلي پلاوي پرون (سه شنبه)دپاکستاني طالبانو دتحریک دمشر مفتي نور ولي محسود په مشرۍ دټي ټي پي دپلاوي سره لیدل کتل کړي اؤ دپاکستان دحکومت سره یې دهغوئ دسولې په اړوند خبرې کړې دي.

څېړونکي وايي کابل ته تللی دپاکستاني دیني عالمانو وفد په داسې حال کې د مذاکراتو عمل مخ په وړاندې بوځي چې د پاکستان د پارلېمان د غړو د غوښتنې په اساس د مذاکراتو عمل ته د کتلو يا څارنې لپاره ځانګړې کمېټي لا هم نه ده اعلان شوې۔

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي په پرونۍ لیدنه کې دټي ټي پي امیر یا مشر مفتي نور ولي محسود دپاکستان نه کابل ته تللی ددیني عالمانو پلاوي دخپلو اندېښنو نه خبر کړی اؤ دواړو لوریو دخبرو اترو دلارې دمعاملو په هوارو اتفاق کړی دی.

طاهر خان په ټویټر لیکلي پاکستاني پلاوي د ټي ټي پي مشرانو سره له لیدنې وړاندې دافغان طالبانو یو شمیر مهمو چارواکو سره لیدنې هم کړې دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې مفتي تقي عثماني ویلي وؤ دوئ دافغان دولت په بلنه دکابل په سفر تللي دي اؤ دغلته به دطالبانو دحکومت چارواکو سره دتعلیم اؤ" اسلامي اقتصاد "په بخش کې خبرې کوي خو هغه پاکستاني طالبانو سره دپاکستان د روغې جوړې کولو په خبره غلی پاتې شوی ؤ.

خبریال طاهر خان وایي د سه شنبې په ورځ دمفتي تقي عثماني په مشرۍ دپاکستاني عالمانو پلاوي کابل کې دټي ټي پي د مشرانو سره لیدنه کړې ده چې مقصد یې دپاکستان دحکومت ؤ تحریک طالبان پاکستان ترمنځ دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې بوتلل دي.

په عین حال پرون پاکستاني عالمانو سره له لیدنې وړاندې تحریک طالبان پاکستان ددغو دیني عالمانو په نوم لیکلي یو خط کې په واضحه ټکو ویلي دي چې دوي به په هیڅ صورت هم دقبایلي سیمو ازاد حیثیت ختمولو ته غاړه نه ږدي.

په دغه لیک کې طالبانو په تفصیل سره دهغه وجوهاتو ذکر کړی دی چې له امله یې دوئ دپاکستان ریاست سره په جګړه بوخت دي.

طالبانو ویلي چې دپاکستان جوړیدو نه مخکې پښتنو اؤ قبایلو خپله ازادي د "جهاد" په اخستې وه اؤ بیا ورسره پاکستاني واکمنو ژمنه کړې وه چې په دې خاوره به اسلامي نظام نافذ وي خو وایي اوس دپاکستان غلام پوځ دهغه چا پرضد عملیات کوي چې داسلامي نظام نوم اخلي.

هغوئ پخپل خط کې زیاته کړې ده چې دوئ وړاندې هم جنګیدلي وؤ اؤ اوس چې دپاکستاني پوځ پرضد جګړه کوي نو هم ورسره شرعي جواز په لاس کې دی اؤ ترهغې به جنګیږي چې په دې خاوره اسلامي نظام نه وي نافذ شوی.

پاکستان کې دننه سیاسي ګوندونه،دپارلیمان غړي اؤ دپېښور دارمي‌ پبلک سکول په ترهګریزه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي‌ پي دې مذاکراتو ته سخت غبرګون ښایي اؤ تور وایي پوځ دپارلیمان اؤ د وژل شوؤ ماشومانو دکورنیو په نظر انداز کولو پخپل سر ټي ټي پي سره دسولې دکولو واک نه لري.

څېړونکي وايي کابل ته تللی دپاکستاني دیني عالمانو وفد په داسې حال کې د مذاکراتو عمل مخ په وړاندې بوځي چې د پاکستان د پارلېمان د غړو دغوښتنې په اساس د مذاکراتو عمل ته د کتلو يا څارنې لپاره ځانګړې کمېټي لا هم نه ده اعلان شوې۔

دسياسي چارو پوهان وايي که ددغې ځانګړې کميټۍ جوړېدو پرته د مذاکراتو عمل ترسره کیږي او پارلېمان په اعتماد کې نه اخستل کېږي نو پايلې به يې ښې نه وي او ټولنې ته به يې څه ګټه و نه رسي۔

په پېښور کې مېشت خبريال او څېړونکی افتخار فردوس وي او ای ډيوه ته وايي دا مذاکرات په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان حکومت د پارلېمان د غړو د غوښتنې مطابق د مذاکراتو د څارنې لپاره ځانګړي کميټي لا نه ده اعلان کړې۔

دافتخار فردوس په وینا " په دې کې مهمه خبره داده چې پارلېمان کومه فېصله کړې وه چې په دې (مذاکراتو) کې يوه اوور سايټ يا د څارنې کمېټي پکار ده تر اوسه پورې هغه اعلان نه شوه یعنې مخې ته رانغله"

دافتخار فردوس وینا وه چې د مذاکراتو عمل کې دوېمه مهمه خبره دقبايلي علاقو د اصلاحاتو ده چې ايا د دوي (فريقينو) په دغې جوړه راځي او که نه ځکه چې لويه ستونزه په دغه مذاکراتو کې د قبايلي علاقو اصلاحات دي۔

هغه وايي اوس به مالومېږي چې د دیني عالمانو کوم وفد کابل ته تلی دی هغوی دا خبره څنګه مخې ته راوړي او څه حل يې راوباسي؟

د جون په درېمه نېټه د ملاکنډ او قبايلي ضلعو د 50 نه سېوا مشران کابل ته د ټي ټي پي سره خبرو دپاره تللي وو او دغو مشرانو ويلي وو چې ټي ټي پي ورته د نورو غوښتنو سره مهممه غوښتنه د فاټا يا قبايلي علاقو د زوړ حيثيت دبیا بحالولو اېښې ده.

د پاکستان حکومت له دې وړاندې منلي چې د ټي ټي پي سره د تير اکتوبر په میاشت کې د خبرو دا لړۍ پېل شوې وه، په هغو ورځو کې ټي ټي پي د يوې میاشتې ډز بندي کړې وه او بيا ددغه ډز بندۍ نه وروسته په امنيتي ځواکونو بريدونه هم سېوا شوي وو۔

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د رابرسېره کېدو وروسته د پاکستان په پارلیمان کې هم سخت غبرګون مخې ته راغلی وو او سياسي ډلو غوښتنه کوله چې باید دا خبرې د پارليمان تر نظارت لاندې او دپارلیمان په لارښوونه ترسره شي۔

د جماعت اسلامي سنيټر مشتاق احمد خان وي او ای ډيوه ته وايي په وروستيو کې د قامي سلامتيا په اړه راغوښتل شوې د پارلېمان ګډه غونډه کې دوی غوښتنه کړې وه چې د ټي ټي پي سره د مذاکراتو لپاره دې يو پارلېماني کمېټي جوړه شي۔

مشتاق احمد خان دا هم وويل" د څارنې د کمېټۍ د جوړولو فېصله شوې وه خو د هغې نه روروسته زمونږ اسټېبلشمنټ، زمونږ عدالتونو او زمونږه سياسي جماعتونو عوام او معشيت يې په ځای پرېښودي دي او په يو سرکس کې لګيا دي، نو د هغې وجې نه مونږ نه په دې کې د پېشرفت نه خبر شوي يو او نه دې نه خبر شوي يو چې کمېټي جوړه شوې که نه ده جوړه شوې"

نوموړي زياته کړه که چرې ددغې کميټۍ جوړېدو او پارلېمان په اعتماد کې د اخستو پرته مذاکرتي عمل مخ په وړاندې ځي نو نتيجې به يې ګټورې نه وي۔

دسینېټر مشتاق احمد خان وېنا وه چې په تېرو اتوو معاهدو کې پارلېمان په اعتماد کې نه ؤ اخستل شوی نو ځکه دغه معاهدې ناکامه شوي دي او کوم د سولې او امن هدف چې ؤ هغه نه دی ترلاسه شوی۔

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي۔