دخزانې وزارت:پاکستان تیر مالي کال 2022 کې نزدې 17 اربه ډالره غیر ملکي قرضه ترلاسه کړې ده

US dollars

دپاکستان د اقتصادي چارو وزارت وایي پاکستان په تیر مالي کال 2022 کې نزدې 17 اربه ډالره غیر ملکي قرضه ترلاسه کړې ده.

د وزارت وینا ده چې په کال 2021م کې مرکزي حکومت 14 اربه ډالره قرضه اخستې وه،

اقتصادي پوهان وایي سږکال پاکستان ته د 40 اربو ډالرو نه زیات ضرورت دی چې پکې 21اربه ډالره قرضې هم ستنول دي او د ډالر د قیمت د زیاتوالي سره په قرضو کې نوره هم اضافه کیږي.

دپاکستان د اقتصادي چارو د وزارت لخوا د خپور کړل شوي رپورټ ترمخه پاکستان تير مالي کال 2021م او 2022م کی 16 اربه او 94 کروړه ډالره مجموعي قرضه ترلاسه کړي او په کال 2021 کی د پاکستان حکومت 14اربه ډالره غیر ملکي قرضه اخستې وه .

د اقتصاد ماهر طاهر امين وي او ای ډیوه ته وايي په دې قرضو کې د ایي ايم ايف لخوا ورکړل شوي يو ارب ډالر نه دي شامل او که چرې دغه يو ارب ډالر او د روشن ډيجيټل اکاونټس دلارې راتلونکې پېسې په دې حساب کې شاملې شي نو مجموعي غېر ملکي قرضې ۲۲ اربو ډالرو ته رسي۔

طاهر امين وايي د ډالر په مقابله کې د روپۍ د قدر د کمي له وجې په پاکستان غېر ملکي قرضو کی نوره هم اضافه کيږي.

"قرضي به په دې کال کې نورې هم سېوا کيږي، ځکه چې حکومت وايي په روان مالي کال کې پاکستان ته د ۴۱ اربو ډالرو ضرورت دی، هم روان کال به پاکستان ته د سود سره ۲۱ اربه ډالره قرضه واپس کول وي، او بله دا چې ډالر يو روپۍ سېوا کيږي نو په پاکستان د سلو اربو روپو قرض زيات شي"

څيړونکي وايي په پاکستان کې غېر يقيني سياسي صورحال دوام لري او نن يو ځل بيا د روپۍ په مقابله کې ډالر څلور روپۍ او اووه پېسې سېوا شوی دی، د يو ډالر قيمت دوه اووه ديرشو روپو ته رسېدلی دی۔

د پاکستان دخزانې د وزارت دشمېرو ترمخه سږکال د جنورۍ مياشتې نه تر جون مياشتې پاکستاني روپۍ ۲۲ اعشاريه اووه فيصده راکمه شوې او په روانې د جولایي مياشت کې د روپۍ قدر لس فيصده راکم شوی دی.

خو بل لوري ته د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل وايي د پاکستان اقتصاد د ديواليه کېدو څخه بچ کړی شوی دی، او په پاکستاني روپۍ به په راتلونکې دوه اوونيو کې فشار راکم شي۔

د اقتصادي چارو کارپوهه سجاد احمد وايي دده په خيال دخزانې وزارت ولس ته تسلي ورکول غواړي خو تر کومه چې د نړيوالې مالياتي ادارې څخه قرض نه وي ترلاسه شوی تر هغې د روپۍ قيمت نه شي مستحکم کېدای.

نوموړي وي اوی ای ډیوه ته وويل په هیواد کې سياسي بحران روان دی او که دا دغسې دوامداره پاتې شي نو د ډالر قيمت به نور هم سېوا شي۔

"په پاکستان کې دا وخت دوه غټې مسلې دې، يو غېر يقيني سياسي صورتحال او بله دا چې د پاکستان غېر ملکي زرمبادله کميږي، ترڅو چې دا دواړه مسلې نه وي هوارې شوې ترهغې به اقتصادي بحران روان وي"

د پاکستان د مرکزي بېنک دشمېرو ترمخه په پاکستان د سود سره مجموعي قرضه دري پنځوس زرو اربو نه زياته شوې ده چې پکې يو سل پينځه ديرش اربه ډالره غېر ملکي قرضه هم شامله ده.