رانا ثنا الله پنجاب کې دګورنر راج لګولو ګواښ کړی خو قانون پوهان وایي ایین ددې اجازه نه ورکوي

Rana Sanaullah, Qamar uz Zaman Kaira and Molana Asad Mehmood

د سپریم کورټ له اړخه د پنحاب داعلا وزیر د ټاکنې په اړه د ډپټې سپیکر دوست محمد مزارې دحکم رد کولو او د پاکستان د تحريک انصاف ګوند دکانديد چوهدري پروېز الهي د نوې اعلا وزیر په توګه د ټاکنې وروسته د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله په پنجاب کې د ګورنر راج لګولو ګواښ کړی دی-

قانون پوهانو دکورنیو چارو د وزیر لخوا دګورنر راج ګواښ یو سیاسې بیان ګرځولی او وایي د پاکستان په ایین کې د اتلسم بدلون وروسته په یوه صوبه کې د ګورنر راج په اړه دخرابو انتظامې حالاتو په نتیجه کې یوازې دصوبې اسمبلي د ګورنر راج وړاندیز کولی شي-

د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله دچهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل، دسياسي مخالفینو لخوا د حکومتي مشرانو په ضد غيرذمه دارانه بیانونه مخې ته راغلي‌او د دوئ پنجاب ته په ننوتلو دبندیز خبرې کیږي-

د کورنیو چارو وزیر وویل که پنجاب ته زما داخلیدل بند کړی شو نو دغه ګام به د ګورنر راج د عملې کولو د پاره کافې وي او داچې دکورنیو چارو وزارت پنجاب کې د ګورنر راج پر سمرې یا سپارښتنه کار پیل کړی دی-

بل پلو ته د تحریک انصاف مشران د کورنیو چارو د وزیر دغه بیان د تیرې ورځې د سپریم کورټ د پریکړې فشار ګرځوي او د ګوند مشر فواد چوهدرې ویلي رانا ثنا الله دې د ایین هغه برخه ولولي چې ګورنر راج په کومو حالاتو کې لګیدلې شي-.

صحافي حامد میر هم په ټویټر لیکلي چې ګورنر راج لګیدلو لپاره ضروري ده چې صوبایي اسمبلۍ دګورنر راج نفاذ لپاره قراداد منظور کړي.

په پنجاب کې د ګورنر راج په اړه د پاکستان ائین څه واېې په دې اړه ستر قانون پوهه قاضې انور وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل،قانون وایي که چرې یوه صوبه کې انتظامې حالات خراب شې، حکومت چلیدې نه شي، امنیتې وضعه خرابه شې یا داسې حالات رامنځ ته شې چې صوبایې حکومت یې نه شي قابو کولی نو بیا صوبایي اسمبلي د ګورنر راج لګولو وړاندیز کولې شي-

هغه زیاتوي په پنجاب کې خو تر اوسه حکومت شورو شوی نه دی- نو دا یوازې یو سیاسې بیان کیداې شي-

د تحریک انصاف او واکمن ایتلاف د مشرانو له اړخه د سختو بیانو روانې لړۍ کې وروسته له هغې شدت راغلی کله چې تیره شپه سپریم کورټ د پنجاب صوبې د وزيراعلا د ټاکنې په اړه د ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري حکم رد کړو او د پاکستان تحريک انصاف ګوند کانديد چوهدري پروېز الهي يې د نوي وزيراعلا په توګه اعلان کړو.

د مسلم لیګ نواز ډلې دکاندید حمزه شهباز داعلا وزارت د څوکۍ څخه لرې کولو ددغه عدالتې پریکړې وروسته تیره شپه دوه بجې د پاکستان تحریک انصاف کاندید چوهدري پرویز الهې د پاکستان د ترټولو لوېې صوبې پنجاب د اعلا وزیر په توګه سوګند هم پورته کړی دی-

د سپریم کورټ پر دغه پریکړه د مسلم لیګ او ایتلافې ګوندونو له اړخه سخت عکس العمل دوام لري-

وزیراعظم شهباز شريف خپل دخفګان په څرګندولو سره ويلي دعدالت فيصلې د انصاف ترلاسه کولو اميدونو ته سخته ضربه ورکړې ده۔

د سپریم کورټ له دغې پریکړې وروسته څیړونکې په هیواد کې د سیاسې بحران زیاتیدو ویرې هم څرګندوې او دا بحث هم رامنځته شوی چې د مسلم نواز او ایتلافې ګوندونو د پاره به وفاق کې حکومت چلول او هیواد د اقتصادې بحران څخه ویستل په داسې حال کې ګران وې چې د هیواد د دوؤ لویو صوبو حکومتونه د تحریک انصاف په لاس کې وي.

البته سیاسې پوهان د سیاسې بحران د مخ نیوي او د اقتصاد د بحالۍ د پاره مخالفینو ته په ګډه د کار کولو سلا ورکوي-