د ایي ایم ایف د پور لپاره جنرال باجوه د سعودي اؤ عرب اماراتو چارواکو سره هم تماسونه نیولي

دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سعودي عرب او متحده عرب امارات د چارواکوسره رابطه کړې او د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دپاکستان لخوا دپور دشوې لوظنامې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي-

تر دې وړاندې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې وینډې سرمن سره هم خبرې کړې وې اؤ ورڅخه یې غوښتي وؤ چې امریکا باید ایي ایم ایف باندې فشار راوړي چې پاکستان ته دپور پیسې زر ورکړي-

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان دپوځ دمشر لخوا دپور په اړه امریکایي چارواکو سره په تماس نیولو سخت غبرګون ښودلی ؤ او ویلي یې وو چې دا د پوځ د مشر کار نه دی چې د امریکا څخه مالي مرستې وغواړي-

د څیړونکو تر مخه د پاکستان بهرنۍ، امنیتي او نورو تګ لارو کې د پوځ د مشر کردار وي ، دا وخت هم د هیواد اقتصادې حالات خراب دې، او ښکاري چې حکومت حالاتو باندې قابو موندلو کې پاتې راغلی دی چې له امله یې یوځل بیا د پوځ د مشر له اړخه رول لوبول کیږي.

د مطبوعاتې رپورټونو تر مخه امریکا سره له تماس نیونې وروسته دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د چارواکوسره هم تماسونه نیولي او د نړیوالې مالیاتي ادارې سره دشوې لوظنامې په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي، البته په دې اړه دحکومت یا پوځ له اړخه تر اوسه څه بیان مخې ته نه دی راغلی-

د تیرې میاشتې په وروستیو کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې وینډې سرمن سره هم دغسې یو ټيلي فوني تماس نیولی ؤ-

د جاپان نکي ایشیا نومې ورځپاڼې یو رپورټ کې ویلي وو دغه خبرو کې د پاکستان د پوځ مشر حنرال قمر جاوید باجوه د امریکا څخه غوښتنه کړې وه چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه د پاکستان د پاره د یو ارب ۲۰ کروړه ډالرو پور ترلاسه کولو کې د پاکستان مرسته وکړي-

د امریکا او پاکستان چارواکي که څه هم د رابطو پخلی کوي او دا یې د دواړخیړه اړیکو برخه ګرځولې خو د ایي ایم ایف په اړه د خبرو څه پخلی تر اوسه نه دی شوی-

په تیرو ورځو کې دپاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل هم دیوې خبرې غونډې په مهال امریکایي چارواکو سره د پوځ د مشر د رابطو په اړه څه څرګندونه نه وه کړې خو ویلي یې وؤ، د نورو پیسو هم انتظام کوي چې په راتلونکو ورځوې کې به یې د ولس مخې ته راوړي-

هغه دا هم ویلي وؤ چې که چرې د ایي ایم ایف پروګرام نه وي او کرنټ اکاؤنټ خساره زیاته وي نو نړیوال بینک او اسیاېې پرمختګ بینک هم پیسې نه درکوي- ایشا انفراسټرکچر بینک هم وایي چې نړیوال بینک پیسې درکوي نو به یې دوې هم درکړي-

د پوځ د مشر د امریکا او ملګرو هیوادونو سره د ایي ایم ایف د پور ترلاسه کولو په اړه دغه رابطې په داسې حالې کې شوي چې پاکستان دا وخت د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی چې علت یې په هیواد کې دننه سیاسې بې ثباتې ګرځول کیږي-

د چیړونکو ترمخه پاکستان کې د روان سیاسي اړي ګړي اؤ بې ثباتۍ له امله د نړیوالو مالیاتي ادارو له اړخه پر پاکستان باور کول ګران دي-

وتلی صحافي مظهر عباس وایي "زمونږ حکومتونه او سیاست مداران د عام کس پر ستونزو سترګې پټې ساتلې دي- د پاکستان بهرنۍ، امنیتي او نورو تګ لارو کې د پوځ د مشر برخه وي- د تیرو حکومتونو او د عمران خان د حکومت په وخت کې هم مالي مرستو ترلاسه کولو کې د پوځ مشر کردار ادا کړی ؤ"

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دا وخت د هیواد اقتصادي حالات خراب دی، حکومت دې حالاتو باندې قابو موندلو کې پاتې راغلی دی او په داسې حال کې که چرې د پوځ د مشر د رابطو څخه اقتصاد ته ګټه رسیږي نو پکار ده چې رول ولوبولی شي-

پاکستان حکومت د ایي ایم ایف د پور قسط ترلاسه کولو د پاره پر لویو صنعتونو، د خلکو پر تنخاګانو او امدنیو درانه ټیکسونو لګولي وو او په یو وخت کې یې د پیټرولو نرخونه تر دوه نیم سوو روپو پورې رسولي وو-

پاکستان تیره میاشت د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د څلور اربه ډالرو بیل آوټ پیکج دپاره د کارمندانو په کچه لوظنامې ته ورسیدلې دی –

په ورستیو کې په اسلام اباد کې د نړیوالې مالیاتي ادارې استازې ایسټر پیریز رویز ویلي وو چې پاکستان د پټرولیم پر مصنوعاتو مالیې زیاتولو سره د ایي ایم ایف د اووم او اتم قسط د پاره شرطونه سرته رسولي دي خو د دغه معاملې د پور ورکوونکي بورډ لخوا منظورې پاتې ده ،چې غونډه یې د اګست په پائ کې کیدونکې ده-

تمه کیږي چې اسلام اباد به د پور ددغه پروګرام لاندې شاوخوا 4.2 اربه ډالر ترلاسه کړي ، چې د 1.2 اربو د ډالرو د لومړني قسط سره به پیل شي-