د کابل د بريد زمه واري داعش منلې، څيړونکي وايي د داعش خطره نوره سېوا کيږي

د افغانستان سر ښار کابل کې د تېرې ورځي بمي چادونې زمه واري داعش خراسان منلې ده، د طالب چارواکو په وېنا لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او 18 نور زخميان شوي دي.

څېړونکي وايي چې داعش خراسان د دې بريدونو سره نړۍ ته دا تاثر ورکول غواړي چي د افغانستان خاوره د ګلوبل يا نړيوال جهاد لپاره سمه ده چې په دې توګه نړيوال ځواکونه يوځل بيا په افغانستان کې جنګ پېل کړي په کوم کې چې وسله وال ګوندونه وده کولې شي.

څېړونکي په دې نظر دي چې افغانستان کې د داعش خارسان زور مخ په زياتېدو دی او په موجوده حالاتو کې د طالبانو لپاره ممکن نه ده چې د دغې ډلې په مکمله توګه مخنيوی وکړل شي.

د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې استاز او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وي او اې ډيوه ته وايي چې په افغانستان کې د داعش لخوا کېدونکو بريدونو مقصد يوه علاقه نيول نه بلکې دا تاثر ورکول دي چې د افغانستان خاوره د نړيوال جهاد لپاره سمه ده.

نوموړی وايي په دغه هېواد کې القاعده نه ده ختمه شوې او د طالبانو حقاني شبکه هم د القاعدې سره په کومک تورنه ده، هغه وايي حقاني شبکه هم په هغه زمره کې راځې چې سوچ يې د نړيوال جهاد اړخ ته دی.

د عرفان اشرف په خبره د داعش خرسان د بريدونو اوږد مهاله نتيجه دا هم جوړېږي چې يو ځل بيا بهرني ځواکونه دې سيمې ته راشي او په دې سيمه کې يو ځل بيا جنګ پېل شي.

هغه په دې نظر دی چې څومره هم جنګونه کېږي نو په دې کې د وسله والوګوندونو پرمختګ زيات کېږي او په نا امنۍ او د خلکو په وژلو کې د دوی مقصدونه زيات پوره کېږي.

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو ترجمان ذبېح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي وو چې طالبانو په کابل کې د داعش څلور وسله وال وژلي او یو یې نیولی دی. هغه ويلي وو د داعش وسله والو د محرم د میاشت په مهال په شیعه ټولنې د حملې منصوبه سازي کوله.

په اسلام اباد کې د فاټا ريسرچ سنټر په نوم د څېړنيزې ادارې مشر منصور محسود وي او اې ډيوه ته وايي چې اوس مهال افغان طالبان داعش ډله په مکمله توګه نه شي ختمولې بلکې د دوی لپاره به دغه ډله نوره هم لوی خطره شي.

نوموړی وايي چې د دوه درېو مياشتو نه چې څنګه د داعش کاروايانې روانې دي نو د هغې نه خو دا ظاهرېږي چې د دوی يعنې د داعش زور سېوا کېږي.

هغه وايي د پاکستان چې کومې قبايلي علاقې دي نو په هغو کې هم د دوی (داعش) د مجودګۍ اطلاعات دي.

په وروستيو کې د افغان طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې اوس کوم منظم شکل نه لري او د افغانستان ترڅنګ د نړې نورو ملکونو لپاره د خطرې سبسب نه شي ګرځېدلې.

په پېښور کې مېشت خبريال رفعت الله اورکزی وايي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مخنيوي لپاره يو مستحکم جمهوري نظام مهم دی.

نوموړي زياته کړه په افغانستان کې اوس يوازې اسلامي امارت دی او د طالبانو چې کوم سياسي مخالفين دي نو هغه د ملکه بهر دي.

رفعت الله وي او اې ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل که چرې طالبانو د نړيوالو د غوښتنې مطابق ټول شموله حکومت جوړ نه کړو نو مخالفين به يې وسله والو ډلو سره مېلاو شي او افغانستان به يو ځل بيا تشدد اړخ ته لاړ شي.

تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش په افغانستان کې د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی. طالبانو هم ویلي چې د کابل په شمول د ملک په مختلفو برخو کې یې د داعش په ضد عملیات کړي دي.