پاکستانۍ روپۍ د ډالر په وړاندې بیا بې قدره شوې

د پاکستان مرکزي بېنک یا سټیټ بېنک وایې، پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابل غورځېدلې ده او د یو ډالر بيه نېزدی 215 روپی ته زیاته شوې.

یاد بینک وایې، تیره ورځ په انټر بېنک مارکېټ کی د روپۍ په مقابل د ډالر بيه 213 روپۍ او 90 پیسې وه.

اقتصادی پوهان وایي، د نړیوالې مالیاتي اداری (ایې ایم ایف) او ملګرو هیوادونو له پاکستان سره د مالی مرستو ژمنې کړی خو تر اوسه دغه پورونه پاکستان ته نه دي ورکړل شوي چی د پاکستان په غیر ملکی زرمبادله ذخیره کی اضافه وشي.

په پاکستان کی د پیسو د بدلونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وایې، د پاکستان زرمبادله ذخیره کمه ده او پاکستاني روپۍ له فشار سره مخ ده.

دوی وایي، که ملګري هیوادونه او ایې ایم ایف پاکستان ته پورونه ورکړی نو په پاکستانۍ روپی به فشار راکم شي.

" امید دی چی د روانې میاشتې اخر کی پاکستان ته د مالیاتی اداری له خوا د پور د قسط منظوري ورکړی او د سعودی عرب، متحده عرب امارات ، نړی وال بینک او ایشیایې ترقیاتي بینک هم پاکستان ته پورونه ورکړی نو دی سره به د پاکستان غیر ملکی زرمبادله ذخیره سېوا شی او پاکستانی روپی به استحکام بیا مومی"

مرکزی بینک وایې، د تیرو دوو اونيو راهیسي د روپی په مقابل کی د ډالر بيه 12% کمه شوی.

له دی نه وړاندی د روپۍ په مقابل د ډالر قیمت 239 روپۍ ته زیات شوی وو. د پاکستان مرکزی حکومت ویلی وو، د مالیاتي ادارې ټول شرطونه یې پوره کړي او روانه میاشت به پاکستان ته د پور ورکولو منظوری ورکړل شي او د ملګري هیواد سعودی عرب له خوا به هم پاکستان سره مالی مرستې وشي.

د مرکزی حکومت په وینا په جولایې کی د پاکستان درامدی بل کم شوی چی له وجی یې پاکستانۍ روپی مضبوطه شوې.

د پاکستان مرکزی بېنک وایې ،په جولایې کی د جون په مقابله کی د پاکستان ترسیلات زر کی کمی راغلی او په جولایې کی 2.52اربه ډالره ترسیلات زر شوی او د جولایې په میاشت کی په دی کی 8% نه زیات کمی راغلی هم دغه رنګه په جولایې کی د پاکستان ټیکسټایل برآمدات 13% او خوراکی اجناس برآمدات هم 22% کم شوی د اقتصادي کارپوه لحاظ علی وی او ای ډیوه ته وای، په پاکستان کی د ډالر د بیی له کمیدو سره پاکستان ته د ډالرو راتګ هم متاثره شوی.

"چا چې پاکستان ته ډالر استول هغوی په دی وجه ایسار کړی چی په پاکستانی روپی کی ددی قیمت زیات شی ددی وجی د ډالرو د راتګ شرح هم کمه شوی او حکومت وایې چی درامدات کم شوی خو ددی سره برآمداتو کی هم کمی راغلی"

څیړونکي وایې، نن په پاکستانی پرانستی مارکیټ کی د یو امریکایي ډالر بيه 218 روپی وه او د متحده عرب امارات بيه نېزدی 60 روپۍ ته رسیدلې او د سعودی عرب ریال په 57 روپی او 70پیسی پلورل کېده.