څېړونکي:که په طالبانو سفري بندیزونه ولګېږي په رسمیت د پېژنې پروسه به یې په شا لاړه شي

د افغان طالبانو په 13 مشرانو د سفري بندیز د استثنا موده د جمعې په ورځ ختمه شوې او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي به ددغې مودې غځولو او يا نه غځولو په اړه پرېکړه کوي۔

څېړونکي وايي که چرې د امنيت شورا په طالب مشرانو سفري بنديزونه لګوي نو دې سره به په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نورو ستونزو سره مخ شي او د دوي د رسميت پېژندنې پروسه به پشا لاړه شي اؤ هم به یې د نورو هېوادونو سره تجارتي او سفارتي اړيکې اغېزمنې شي۔

دوی وايي که چرې افغان طالبان خپل حکومت ته دوام ورکول غواړي او د څه رقم نړيوالو بنديزونو نه ځانونه خوندي کول غواړي نو دوی ته به په هېواد کې بشري او د مېرمنو حقونو ته درناوی ورکول او نړۍ سره به تعمل کول وي۔

اېسوسي اېټډ پريس خبري ادارې پخپل راپور کې ويلي چې طالب مشرانو باندې د سفري بندېز د استثنا موده د جمعې په ورځ ختمه شوې ځکه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي په دغه ورځ په غونډه کې د استثنا دمودې په غځولو او يا نه غځولو نه دي سلا شوي۔

د خبری ادارې ترمخه د ملګرو ملتونو سفارتکارانو ویلي روس او چین غوښتل چې ټول 13 طالب مشران دې د سفر اجازت ولري خو د امریکې او د نورو لودیځو ملکونو غوښتنه وه چې دبشري حقونو د سرغړونو او د ټول شموله حکومت په جوړولو کې د ناکامۍ پسر دې ددغو طالب مشرانو شمېره راکمه کړل شي۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي که د امنيت شورا په طالب مشرانو سفري بنديزونه لګوي نو دې سره به د طالبانو د حکومت په رسميت دپېژندلو پروسه او د نورو هېوادونو سره تجارتي او سفارتي اړيکې اغېزمنې شي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " دوی (طالبان) په دې حالت کې چې دي چې ځان په دنيا په رسمي ډول وپېژني، نو دې بندېز سره به طالبانو ته مسلې پېدا شي او دغه پروسه به يې وروسته پاتې شي"

هغه زياته کړه "طالبان غواړي چې د نورو ملکونو سره معاهدې وکړي هغه که د تجارت دي يا نورې دي لکه اوس که وګورئ نو د طالبانو هندوستان سره تعلقات روان دي ښه کېږي نو په هغې به هم ورته لویې مسلې رامخې ته شي"

د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر تېره میاشت په خپل رپورت کې ويلي وو چې د تېر اګست په 15مه افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته که څه هم په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د امنيت وضعه ښه شوې خو بیا هم په افغانستان کې 700 کسان وژل شوي او تر 1400 پورې نور ژوبل شوي دي۔

ملګرو ملتونو دا خبره هم ښکاره کړې چې طالبانو ښځې د ګڼ شمېر بنیادي انساني حقونو او د ثانوي تعلیم نه محرومه کړي او د مېرمنو په سفر يې محدودیتونه لګولي دي۔

پېښور پوهنتون کې د صنفي زده کړو د څانګې استاد ډاکټر دروېش اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي د سفري او نورو بنديزونو څخه خوندي کېدو او په افغانستان کې خپل حکومت ته دوام ورکولو لپاره به افغان طالبانو ته په خپل سوچ او رويه کې بدلون راوستل وي۔

ښاغلي اپريدي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل " دغه بنيادي غوښتنې دي چې په افغانستان کې به په سمه توګه ټولشموله نظام وي دوېمه ده چې د بشري حقونو به خيال ساتي او درېمه دا چې د نړيوالو ترهګرو يا د نړۍ نور مفرورانو ته دلته په افغانستان کې ځای نه ورکول، دا خبرې به دوی په ځای کوي"

هغه وايي که دا يې وکړل شول نو بيا امکان شته چې طالب په څه نه څه شکل کې په افغانستان کې په واک کې پاتې شي۔

د افغان طالبانو د لسګونو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو په تور فهرست کې شامل دي چې له وجې پرې د سفر بندېز دی۔

ملګرو ملتونو په کال 2019 کې طالب مشرانو ته د سولې د خبرو اترو لپاره د سفر کولو اجازه ورکړې وه چې له مخې يې افغان طالبانو بېلا بېله هېوادونو ته سفرونه کول۔

دجون په مياشت کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جينکو په تعليم د بنديز له امله د افغان طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت په مرستیال د سفر کولو بندېز لګولی دی۔