افغانستان کې د سېلابونو له امله 182 کسان مړه شوي، په زرګونو کورونه تباه

پېښور ـــــ افغانستان کې قدرتي پېښو ته د لاس رسي وزارت نه دترلاسه شويو مالوماتو له مخې په هېواد کې راغلو سېلابونو دتېرې يوې مياشتې په مهال 182 تنان وژلي او د 250 نه سېوا نور پکې ژوبل شوي دي.

یاده اداره وايي د ځاني تلفاتو ترڅنګ سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه هم اړولي دي او د هېواد په بېلا بېلو ولسواليو کې يې په زرګونو جيربه د کروندې زمکه تخريب کړې او د خلکو کورونه يې ويجاړ کړي دي۔

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو دحکومت لخوا د خلکو سره مرستې دوام لري خو بيا په ځينو علاقو کې خلک وايي چې د سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکيو او نورو اړونده ضروري سامانونو ترڅنګ د سرپناه لپاره ورته خېمې نه دي ورکړل شوي۔

په افغانستان کې قدرتي پېښو ته د رسېدو وزارت وايي دتېرې اوونۍ په مهال د سېلابونو له امله تر ټولو زيات 20 تنان په لوګر ولايت کې مړه شوي او 30 نور ژوبل شوي دي.

د ادارې ترمخه په دغه مهال غزني کې 10 تنانو او په زابل ولايت کې دوو کسانو د سېلابونو له وجې ژوند د لاسه ورکړی دی۔

د ادارې ترجمان محمد نسيم حقاني وي او ای ډيوه ته وايي د ځاني نقصان ترڅنګ سېلابونو په کندهار، پروان، مېدان وردګ، لغمان، ننګرهار، نورستان او نورو ولايتونو کې خلکو ته په لويه کچه مالي زيانونه هم رسولي دي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل" تېره يوه مياشت کې زمونږ خواوشا 182 تنان په حق رسېدلي دي او 250 څخه زيات زخميان شوي دي دغه سېلابونو د خلکو په زرګونو کورونه په بشپړه او په نيمايي ډول ويجاړ کړي دي اوپه زرګونو جریبه دکروندې زمکو ته هم زيان رسېدلی دی، فصلونه او باغونه يې تخريب کړي دي"

د سېلابونو څخه اغېزمن شوي په ننګرهار ولايت کې د لال پورې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د تېر ماښام راهسې کوم سېلابونه راغلي نو د هغې له امله د کونړ سيند سره نزدې خلکو خپل کورنه پريښودي او پراخه مېدانونو ته وتللي دي۔

د يادې ولسوالۍ يو ټولنيز فعال رومان مومند وي او ای ډيوه ته وايي د دوی د زمکو ترڅنګ په علاقه کې د سېلابونو له وجې خواوشا يو نيم زر جریبه د کروندې زمکه او د 60 پورې کورونه او د سيند په غاړه جوړ هوټلونه ویجاړ شوي دي۔

نوموړي زياته کړه سېلاب ځپلي خلک خېمو او خوراکي توکيو ته ضرورت لري بايد حکومت او مرستندويه ادارې د دوی سره په سمدستي توګه مرستې پېل کړي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د رومان مومند وېنا وه " دوی (سېلاب ځپلي) د خېمې وس هم نه لري او بيخي وځپل شول، دا لومړی ځل نه دې بلکې په درېم څلورم ځل د سېلاب له امله متاثره شول خو تراوسه هيڅ کومه مرسته او کومک دې خلکو سره نه دی شوی"

هغه وايي کورونه يې ويجاړ شول او فصلونه يې هم د مېنځه لاړل او عن چې اوس د يوې نمړۍ ډوډۍ وس هم نه لري۔

محمد نسيم حقاني زياته کړه چې سېلابونو د هېواد په نزدې 21 ولايتونو کې خلکو ته په لويه کچه زيان رسولی او د دوی حکومت کوشش کوي چې ټولو متاثرينو ته مرستې ورسوي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې دښاغلي حقاني وېنا وه چې په ځينو علاقو کې ملي او بهرنيو موسېساتو د خلکو سره د خوراکي او غېر خوراکي موادو مرستې کړي دي او په بغضې علاقو کې یې خلکو سره مالي مرستې هم کړي دي۔

نوموړي زياته کړه: " خو دا بسنه نه کوي ځکه چې د خلکو هغه سرپناوې خرابې شوي دي او هغوی دې ته ضرورت لري او هم داسې هغه د کال د دوی خپل عايد چې کوم وؤ هغه يې د لاسه ورکړي دي نو بهرني مرستو ته ډېر شديد ضرورت دی"

د ملګروملتونو د بشری مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا په ټويټر ويلي چې دکال 2022 دوران کۍ سیلابونو په افغانستان کې 256 کسان وژلي دي، چې د اګست له لومړۍ نیټې راهیسې 118 تنان پکې هم شامل دي۔

اداره وايي دا په 2021 کال کې د سیلابونو له امله د 147 تلفاتو په پرتله 75 فيصده زیاتوالی دی۔