دنیویارک ښځینه قاضي سپارښتنه کړې چې دافغانستان کنګل پیسې باید د۹/۱۱ دپېښې اغېزمنو کورنیو ته ورنه کړل شي

پېښور - د امريکې د نيويارک ايالت يوې ښځينه قاضي سپارښتنه کړې چې د سپتمبر په يوولسمه د ترهګرۍ بريد نه متاثره شويو کورنيو ته دې د ا فغانستان دمرکزي بنک د کنګل شويو پېسو دضبط کولو اجازه ور نه کړل شي۔

د فرورۍ په مياشت کې صدر جوبايډن يو فرمان لاس ليک کړی ؤ چې ترمخه يې په امريکا کې د افغانستان 7 بيلينه ډالره کنګل شويو پېسو څخه 5۔3 بيلينه ډالره د يوولسم سپتمبر د ترهګرۍ دپېښې متاثرينو ته د ورکولو پرېکړه شوې وه۔

په افغانستان کې مېشت سياسي او د اقتصادي چارو پوهان د امريکې د محکمې دغه سپارښته سمه بولي او وايي چې دا کنګل شوې پېسې د افغانستان د ولس امانت دی او په دې اړه د فېصلې کولو اختيار يوازې افغان ولس لري۔

دوی وايي بايد دغه پېسې د افغانيو د ارزښت، د هېواد د بنکي نظام د ثبات او د هېواد د اقتصاد پياوړي کېدو لپاره خوندي وساتل شي۔

د امریکې په نیویارک کې د یوې محکمې ښځينه قاضي سارا نيټ برن د سپټمبر د یوولسمې د ترهګرۍ دپېښې متاثره کورنیو ته د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو څخه د تاوان ورکولو غوښتنه رد کړې او ويلي چې د سپټمبر د یوولسمې دپیښې متاثرينو لخوا د دې پیسو ضبطول دا معنا لري چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه ومنل شي او دا کار یوازې د امریکا ولسمشر کولی شي۔

په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو ماهر پروفېسر عبدالناصر شفيق د محکمې دغه سپارښتنه سمه بولي او وايي چې د يوولسم سپتمبر په بريدونو کې افغانان نه وو شامل.

نوموړي زياته کړه دا د افغانستان د ملت پېسې دي او د دې اختيار هم يوازې د افغانانو سره دی۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د ښاغلي شفيق وینا وه: " دا اصلاً دعقل نه لرې فېصله وه ځکه چې د افغانستان خلک نه د 11/9 په پېښه کې ملوث وو بلکې هغه څوک چې دوی (امريکا) يې تورن کوي چې القاعده ده او په هغو کې چې بيا په کومو خلکو باندې تور دی چې د 11/9 دپېښو عاملين دي يو پکې هم افغان نه دی بلکې عرب دي"

د تېر اګست په 1 مه د طالبانو لخوا د کابل د واک ترلاسه کولو وروسته امريکې د افغانستان 7 بيلينه ډالره شتمنۍ کنګل کړې وې۔

د فرورۍ په 11مه د صدر جو بایډن لخوا دلاس ليک شوي فرمان په اساس ټاکل شوې چې د افغانستان په امريکا کې د کنګل شويو پېسو نه درې اشاريه پنځه بيلينه ډالره به د سپټمبر د یوولسمې د پېښې متاثرينو ته ورکول کېږي او باقي پېسې به په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره بيلولی شي۔

په کابل کې مېشت د اقتصادي چارو ماهر او د پوهنتون استاد ذبېح الله راصد وي او ای ډيوه ته وايي چې دغه پېسې د افغانيو د ارزښت او د هېواد اقتصادي نظام مستحکم کولو لپاره مهمې دي.

هغه وايي بايد د افغان ولس د پرمختګ لپاره دغه ټولې شمنې خوندي وساتلی شي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د نوموړي وېنا وه " دغه چې کومې 7 بيلينه ډالره د افغانستان شتمنې دي نو دا د افغانيو په تقویه کولو او بل د افغانستان د بنکونو د نظام قوي ساتلو کې دا ډېر لوی رول لري"

هغه وايي که دا پېسې افغانستان ورکړل هم شي بايد دا استعمال نه کړل شي که چرې دا پېسې له مېنځه لاړې شي او يا د ضرورت په اساس ولګول شي نو دا هم اقتصاد ته ضربه ورکولی شي۔

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په هکله دنيويارک د منهټن ښار د ښځینه قاضي دا پریکړه وروستۍ نه ده او باید د همدې ښار یو بل قاضي چې په طالبانو په محکمې کې شوې دعوه تعقیبوي، پریکړه وکړي چې آیا د قاضي سار نيټ برن وړاندیز مني او که نه۔

د اګست په 22مه رايټرز خبري ادارې د امريکايي چارواکو د خولې ليکلي وو چې په امريکا کې د بايډن انتظاميه غواړي چې د افغانستان دکنګل شويو پېسو د ازادولو په اړه مذاکرات د سره پېل کړي۔

دا په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د را روان ژمي وړاندې د افغانستان نيمايي وګړي له سختې ولږې سره مخامخ دي۔

( دې رپورټ کې ځيني مالومات د وي او ای پښتو څانګې څخه اخیستل شوي دي)