په جبر دلادرکه کسانو نړیواله ورځ، څېړونکي وایي پاکستان کې لا هم د جبري بې درکیو لړۍ نه ده تم شوې

اسلام اباد ـــــ نن د پاکستان په شمول ټوله نړۍ کې دجبري لا درکه کسانو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږې چې د بشرې حقونو کارمندان دعوې لري چې په پاکستان کې لا اوس هم د جبري بې درکیو لړې دوام لري-

په دې وروستیو کې د جبري لا درکیو د قضيو د څېړنې حکومتي کمېشن په تازه شميرو کې ویلي وو چې سږکال دجولایي په مياشت کې 42 نوي لا درکه کسان رپوټ شوي او هغه خلک چې درک یې نه دی معلوم، شمېره یی د 2000 څخه سېوا ده-

خو په نړيواله او ملکي کچه ددې کمېشن په کارکردګۍ نيوکې کېږي-

د جبرې لادرکه کسانو د حقونو د پاره د کارکوونکي تنظیم ډیفنس اف هیومن رايټس مشره امنه مسعود جنجوعه وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل "دا زمونږ بد قسمتې ده چې دغه کمیشن چې د ۱۲ کلونو راهسې کار کړی، یو کار ییې دا هم ؤ چې دغه معامله هواره کړې او د خلکو په زور د بې درکۍ لړۍ ودرولی شي،او خپل سفارشات وړاندې کړي چې دغه مسله ولې رامنځته شوې او څه رنګه بایدختمه کړی شي- خو کمیشن دې هر څه کولو کې پاتې راغلی دی"

د لادرکه کسانو په اړه قانوني مسوده کال ۲۰۲۱م کې د قامي اسمبلۍ څخه منظوره شوې ده خو سینیت کې تر اوسه ددې منظوري نه ده شوې-

په زوره د خلکو لا درکه کولو دعمل د جرم ګرځولو په اړه ددې قانوني مسودې په لانجمنو مادو قانون پوهان او د بشري حقونو فعالين د وړاندې څخه نېوکې کوي-

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم مشر عالم زیب مسعود چې په جبر د لادرکه کسانو د حقونو د پاره کار کوي وي او ای ډيوه ته وایي "سمه لاره دا ده چې لا درکه کسان عدالت ته وړاندې کړی شي- که چرې پر چا تور وي او ثابت شې نو سزا ورکول کیدای شي- دغه رنګه په زور د لادرکۍ دغه عمل ودرول کیدای شي"

په پاکستان کې د کلونو راهیسې د خلکو د جبري لا درکیو پېښې رپورټ کېږي او د زرګونو په شمېره کې خلک د مودو راهسې لا درکه دي-

د لا درکه تنانو د کورنیو غړي ددې جبري لادرکیو تور د پاکستان د پوځ په خفيه طاقتوره ادارو لګوي خو پوځ د مخکې څخه دغه تورونه ردوي او وايي چې د لادرکه تنانو په فهرست کې شامل زياتره خلک د هېواد څخه تښتېدلي او یا د وسله والو ډلو سره شامل شوي دي-

تېر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمشن ویاند د پاکستان په حکومت ټينګار کړی و چې د جبري لا درکيو عمل دې قانوني جرم وګرځوي او په دې اړه دې قانون هم زر منظور کړي-