ملګري ملتونه: افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي د قحط د ګواښ سره مخ دي

پېښور ــــ د ملګرو ملتونو دبشر دوستانه چارو مشر مارټن ګريفتس خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ورځ تربلې بېوزلي سېوا کېږي او د هېواد شپږ ميلينه وګړي د قحط د خطر سره مخ دي۔

د اېسوسي ايټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه نوموړي د مرسته کوونکو هېوادونو څخه غوښتي چې د اقتصادي پراختيا لپاره دې مرستې بيا پېل کړي او د ژمي دوران کې دې افغان وګړو سره د امداد لپاره د 770 ميليونه ډالره مرستې وکړي۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو پوهان وايي په هېواد کې د رامنځته شوي سياسي بدلون وروسته خلکو خپلې دندې او وضيفې د لاسه ورکړي او که دوی سره په وخت مرستې ونه شي نو د سخت بشري ناورین سره به مخ شي۔

دوی وايي په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو مستقل حل لپاره پکار ده چې اسلامي امارت د نړۍ سره او نړيواله ټولنه د افغان طالبانو سره د افغان ولس د پرمختګ په خاطر تعامل وکړي۔

د بشري مرستو د څانګې مشر مارټن ګريفتس د ملګرو ملتونو د امنيت شوره ته ويلي چې افغانستان د بشري حقونو، اقتصاد، اقليم، لوږي او معاشي برخو کې د ستونزو سره مخ دی بايد ددې هېواد لپاره پراختيايي مرستې بيا پېل کړل شي۔

نوموړي دا هم ويلي چې د افغانستان د 39 ملیونو وګړو څخه د نيمې نه سېوا خلک بشري مرستو ته ضرورت لري او شپږ ملیونه یې د قحط د خطر سره مخ دي۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کار پوهه امين ستانکزی وي او ای ډيوه ته وايي چې د سياسي بدلون وروسته خلکو خپلې دندې او وضيفې د لاسه ورکړي چې له امله يې خلک د لوږې او فقر سره مخ دي.

هغه وايي د ژمې دوران کې ولس سره مرستې کول مهم دي۔

نوموړي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل چې دوی په افغانستان کې ډېر سخت ژمی لري او که چرې دا حالات (اقتصادي بحران) نه وای هم رامنځ ته شوی نو بيا به هم دې مرستو ته ضرورت ؤ.

هغه وايي له سياسي بدلون وړاندې به هم دولت د سون یا سوځولو دتوکيو لکه ګېس او تېلو په اړه قراردادونه کول ترڅو د دې شيانو کمی په ژمي کې پوره کړل شي۔

ښاغلی ستانکزی وايي د ملګرو ملتونو چې کومه اندېښنه ده بلکل پرځای ده او که د خلکو سره مرستې ونه شي نو د یو سخت بشري ناورين د راتلو ويره شته۔

افغانستان سره د پخوا راهسې بهرني امداد دوام لرو خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه مرستې وتړل شوې ځکه چې نړيواله ټولنه د طالبانو نه غواړي چې د جينکو په تعليم بندېز ختم کړي، مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړي او د بشري حقونو خيال وساتي۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو ماهر او د پوهنتون استاد عبادالله وي او ای ډيوه ته وايي د هېواد داقتصادي ستونزو مستقل حال لپاره بايد اسلامي امارت د هېواد دننه د اقتصادي امکاناتو څخه استفاده وکړي او طالبان د نړۍ سره او نړۍ د اسلامي امارت سره د افغان ولس د پرمختګ په خاطر تعامل وکړي۔

نوموړي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " باید بېرون د ملک نه نړيوالو ته (طالبان) دا قناعت ورکړي چې افغانستان د نړۍ لپاره خطره نه ده، افغانستان نړيوال نورمونه مني، افغانستان د خپل اسلامي شريعت په چوکاټ کې ټول نړيوال نافذ شوي قوانين مني او نړيوال بايد د افغانستان دخلکو او د افغانستان د بد اقتصادي وضعيت د ژغورلو لپاره د افغانان سره تعامل وکړي او اسلامي امارت بايد د شرعي اصولو په چوکاټ کې د دنيا سره تعامل وکړي او دا هغه څه دي چې ددغو اقتصادي چيلينجونو مخنيوی کولی شي"

دغه چارواکي د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته دا هم ويلي چې مرسته کوونکو هېوادونو دتېر يو کال په مهال افغانستان کې مرستو رسولو لپاره څه باندې 1 بيلينه نغد ډالر راوړي خو د بانکي او نغدو پېسو بحران نه يوازې د افغانانو د امروزه ژوند چارې بلکې د مرستو رسول هم اغېزمن کړي دي۔

ملګري ملتونه کوشش کوي چې د "بشري تبادلې اسانتیا" په نامه یو پروګرام پیل کړي چې له مخې به یې ملیونونه ډالر په افغانیو بدل شي او له یوې خوا به د مرستو او اقتصادي بحران چاره پرې وشي او له بلې خوا به دا پیسې د طالبانو مشرانو ته په لاس ورنه شي۔

(په دې خبر کې ځيني مالومات د وي او ای پښتو څانګې څخه اخستل شوي دي)