افغانستان کې څه دپاسه یوه میاشت کې قدرتي افتونو کې 200 کسان مړه شوي اؤ 265 ژوبل شوي دي

په افغانستان کې قدرتي پېښو ته د رسېدو وزارت نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه تېرې څه دباندې يوه مياشت کې د سېلابونو او وروستۍ زلزلې له امله 200 تنانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی او 265 نه زيات نور ژوبل شوي دي۔

د وزارت مسولين وايي چې د ځاني زيان ترڅنګ دغو قدرتي پېښو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې په زرګونو جریبه د کروندې زمکه ویجاړه کړې او د خلکو کورونو ته يې په بشپړه او جزوي توګه هم زیان رسولی دی۔

که څه هم په افغانستان کې د اسلامي امارت لخوا ويل کېږي چې د متاثره شويو کورنيو سره لومړۍ مرستې ترسره شوي خو بيا په ځينو سيمو کې خلک شکايت کوي چې دوی سره څه ډول کومک نه دی شوی او په سمدستي توګه مرستو ته ضرورت لري۔

په افغانستان کې قدرتي پېښو ته د رسېدو وزارت نه د ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د پشکال بارانونو او سېلابونو له امله د کاپيسا، پروان، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، لوګر، غزني او پکتيا په ګډون په مجموعي توګه 21 ولايتونه اغېزمن شوي دي۔

په هېواد کې دقدرتې پېښو له امله د رامنځته شوؤ تلفاتو په اړه د ياد وزارت ترجمان محمد نسيم حقاني وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې چې کوم سېلابونه راغلي او بيا وروسته په کونړ کې زلزله وشوه نو په دغو طبعي پېښو کې 200 تنان مړه شوي او د 265 نه سېوا نور کسان ژوبل شوي دي۔

نوموړي دا هم وويل چې د دغو سېلابونو له امله د 12،000 نه سېوا کورونه په بشپړه او نيمايي ډول ويجاړ شوي او د 30،000 جریبه څخه زياته د کروندې زمکه چې پکې مختلف فصلونه ؤ له مینځه تللي دي.

د وزارت نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه يوه وونۍ وړاندې په افغانستان کې د راغلې زلزلې له امله په کونړ ولايت کې شپږ تنان مړه شوي، 17 نور ژوبل شوي او 80 کورونه ويجاړ شوي دي۔

مالومات ښایي چې ددغې قدرتي افت له وجې په ننګرهار کې 30 تنان ژوبل شوي او 18 کورونه ړنګ شوي دي۔

د ننګرهار دسپين غر ولسوالۍ اول خان شينواري وي او ای ډيوه ته وايي چې د پشکال بارانونو له وجې يې کور ويجاړ شوی، خو لا تر دې دمه کوم ډول مرسته ورسره نه ده شوی۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي دا هم وويل " مونږ ټولو شيانو ته اړتيا لرو، خوراکي توکيو ته اړتيا لرو، او دا سر پناه چې مو خرابه شوی بايد دا بېرته مونږه ته اباده شي، د کور لوښي، سامانونه ټول له منځه تللي دي او د کور خرچو لپاره مو د يو بل نه قرض راخستي او اوس قرض داري يو"

خو بيا قدرتي پېښو ته د رسېدو د وزارت مرستيال مولوي شراف الدين مسلم وي او ای ډيوه ته وايي لومړۍ مرستې خلکو ته رسول شوي دي او کوم خلک چې نورو مرستو ته اړتيا لري د هغې په اړه اسلامي امارت د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې ده۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي دا هم وويل چې "د خلکو شکايت به دا نه وي چې اسلامي امارت دوی سره مرستې نه دي کړې خو شکايت به يې دا وي چې دوی پينځه خېمې غواړي او مونږ به ورته درې ورکړې وي نو البته داسې خبره به وي"

هغه وايي دوی چې کوم کومک د مستقل سر پناه لپاره غواړي نو بايد چې ملګري ملتونه دې ته متوجې شي ځکه چې ژمې راروان دی او په دغو خېمو کې بيا ګزاره نه کېږي۔

ښاغلي مسلم زياته کړه مونږ په دې اړه غوښتنه هم کړې ده او د موسېسو لخوا هم سروی روانه ده او موسېسات خلکو سره کومکونه کوي۔

د وزارت نه ترلاسه شوي مالومات ښايې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو را په دېخوا د سېلابونو او واورینو ګټانو د راخويدو په نتيجه کې 521 تنان مړه شوي، د 700 نه سېوا نور ژوبل شوي دي۔

دمعلومات له مخې دتېر يو کال په مهال د دغو قدرتي پېښو له وجې خواوشا 20،000 کورونه ويجاړ شوي او 600،000 جریبه د کروندې زمکه ویجاړه شوې ده۔