دشمېرنې اداره:پاکستان کې کلیزه ګراني 29.44فیصدي ته رسیدلې

د پاکستان د شميرنې اداره وایي تیره اوونۍ ورځنۍ ګرانۍ کې د0.29 فیصدي اضافې وروسته د کلیزې ګرانۍ رفتار 29.44فیصدي ته رسیدلی او په ملکي کچه ټماټر 48 روپۍ کلو او پیاز 12 روپۍ کلو ګران شوي دي.

د پاکستان مرکزي بینک وایي راتلونکي کال کې به په ملکي کچه په ګرانۍ کې د 5 نه تر 7 فیصدو پورې کمی وشي.

تر دې وړاندې تیره میاشت د شميرنې ادارې ویلي وؤ په ستمبر کې ګراني 23.18 فیصدي ریکارډ کړی شوې خو په اګست کې میاشتنۍ ګراني 27.26 فیصدي وه .

پاکستان د ورځې په حساب سره کارکوونکي وایي د ګرانۍ له وجې د کورونو د ضرورتونه په پوره کولو کې مشکلات لري .

د شميرنې د ادارې له مخې تیره اوونۍ د خوراکي توکو بیعې لوړې شوي اؤ په خصوصي توګه ټماټر 48روپۍ کلو او پیاز 12کلو ګران شوي دي .

ناصر خان اووه نفره کورنۍ لري او په ورځني حساب دیاړي کوي، هغه ډیوه ته وایي په ګرانه یې د کور ضرورتونه پوره کیږي.

"خوراکي توکي اخستل د غریب سړي د وس نه بهر شول،یوازې ټماټر په 240 روپۍ کلو دي، نو تش ټماټر خو نه دي په په کټوۍ کې نور څیزونه هم لګي، په دې 20 ورځو کې د وړو تروړه د 1600 روپو نه 2400 روپو ته ورسېده، فارمي چرګ په 700 روپۍ دی او د میلمه نه علاوه ځان له ددې دپخولو سوچ هم نه اوس نه شو کولی"

د پاکستان د مرکزي بینک ډپټي ګورنر ډاکټر مرتضا سید ویلي دي په ملک کې د سود د کچې د زیاتوالي له امله راتلونکي کال کې به په ګرانۍ کې د 5 نه تر 7فیصدو پورې کمی راشي.

هغه ویلي دا وخت په ملک کی د پټرولو او ډیزلو د بیعو لوړیدو له وجې ګراني زیاته ده او راتلونکي مالي کال کې به ګراني کمه شي.

خو اقتصادي پوهان ویره څرګندوي چې په پاکستان کې دراغلو سیلابونو له امله تیار فصلونه او غلې دانې ته نقصان رسیدلی او امکان لري روان کال کې دغه ګراني پځاي پاتې شي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې د ګرانۍ دوه غټې وجې دي یوه بهرنۍ ګراني ده او بله دننه ،د حکومت له خوا لګول شوې مالیا او د پاکستانۍ روپۍ په قدر کې کمی هم دی.

هغه وایي د سیلاب له وجې دکرکېلې څانګه اغیزمنه شوې او راتلونکي وخت کې امکان لري چې ګراني به برقرار پاتې شي.

"په راروان وخت کې دا وینم چې ګراني به برقراره وي، تر کومه چې زمونږ اقتصاد کې استحکام نه وي راغلی او تر هغې چې د روس او اوکراین جنګ نه وي ختم شوی او نړیوال د تیلو قیمتونه راکم شوي نه وي"

رپورټونه وایي تیره ورځ په نړیوال مارکیټ کې د تیلو په بیعو کې 4فیصدي اضافه شوې، برنټ کروډ ایل 3.50 ډالره في بيرل او ډبلیو ټي ایي 4.19 ډالره في بيرل ګران شوي.

د شميرنې اداره وایي تیره اوونۍ د 17 خوراکي شیانو بیعې زیاتې او د 14 خوراکي توکو بیعې کمی شوي او د 20 خوراکي شیانو په بیعو کې څه بدلون نه دی راغلی .

د ادارې تر مخه په ستمبر کې میاشتنۍ ګراني 23.18 فیصدي ریکارډ کړی شوې وه خو په اګست کې دمیاشتنۍ ګرانۍ رفتار 27.26 فیصدي و.