پاکستان کې ضمني ټاکنې سرته رسیدلي،خېبر پښتونخوا کې په کم شمېر ښځو خپلې رایې اچولې دي

Election in kpk

داتوار په ورځ په خیبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو ضمني ټاکنې سرته رسیدلي اؤ اوس د رایو شمیرنه روانه ده.

دخیبر پختونخوا حکومت ددې ټاکنو دپاره سخت امنیتي ګامونه پورته کړي وؤ خو په ترسره شوؤ ټاکنو کې نه یوازې په مجموعي توګه د ووټونو اچولو شرحه کمه ښودل شوې ده بلکې ښځې هم په کم تعداد کې د ووټ اچولو دپاره له کورونو وتلي دي.

په مجموعي توګه ټول هیواد کې د قامي اسمبلۍ په اتوؤ او دپنجاب اسمبلۍ په دریوؤ خالي شوؤ څوکیو دا انتخابات سرته رسیدلي چې دقامي اسمبلۍ په اوو څوکیو پکې دتحریک انصاف مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان کاندید ؤ.

د قامي اسمبلی یوه څوکۍ NA 45 کرم باندې د امن و امان دخراب وضیعت له وجې ټول ټاکنې ځنډول شوې دي

دخیبر پښتونخوا صوبې سره تړاؤ لرونکي ځايې څیړونکی، قانون پوهان او سیاسي کارکونکي وایي د ښځو ابادي د سړو نه زیاته ده او دا دپښتنې ټولنې بدقسمتي ده چې په کم تعداد کې ښځې په ټاکنو کې خپلې رایې کاروي.

قانون پوهان وایې ووټ اچول د ښځو ایینی او قانونی حق دی او باید چې ښځې دغه بنیادي حق استعمال کړي .

په مردان ښار کی مشر خبریال مسرت خان عاصي چه ددغو ټول ټاکنو څارنه کوي، ډیوه ته وایي د ښځو او سړو تعداد کم دی اؤ په ضمني ټاکنو کی اکثره خلک دلچسپی په اخلی.

هغه وایي د نیمې ورځې پورې په سلو کې لس ووټونه هم نه دي اچول شوي خو هیله یې ښکاره کړه چې د رایو اچولو کچه به 30 فیصدو ته رسیدلې وي.

دپېښور داین ای 31 داعجاز اباد په یو پولنګ سټیشن کې پریزایډنګ افسر وي او ای ډیوه ته ویلي دوي تمامه ورځ هسې ناست وؤ اؤ ډير کم ووټران د ووټ اچولو لپاره له کورونو وتلي دي.

هغه وویل په دغه پولنګ سټیشن د اچول شوؤ رایو کچه 23 فیصدي پاتې شوې ده اؤ په دې کې هم دښځو شمیره ډیره زیاته کمه وه.

دا ټول ټاکنې په مردان این ای 22 ، چارسده این ای 24 او پیښور این ای 31 د قامی اسمبلی په دریوؤ څوکیو شوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ دغړو په استعفاګانو ورکولو تشې شوې وې.

په پولنګ مرکزونو کی د سړو او ښځو کم تعداد لیدل شوی خو بیا هم په مردان ښار کې څه ښځې راوتلې وې چی خپل د خوښې اميدوار کامیاب کړي.

قانون پوهه او د پاکستان تحریک انصاف کارکوونکی مشال یوسفزی وایي د پاکستان ایین او قانون ښځو او سړو ته یو برابر حق ورکوی او باید ښځې دغه خپل جمهوری حق وکاروي.

سیاسی کارکوونکي وایې په دې ضمني ټول ټاکنو کی د ښځو او سړو کم تعداد برخه اخستې او وایي د ښځو آبادي د سړو نه زیاته ده او د ووټ استعمال د سړو په څېر د ښځو هم بنیادي حق دی.

عایشه بي بي د عوامی نیشنل ګوند کارکونکې ده هغه وي او ای ډیوه ته وایي د ښځو ابادي د سړو نه زیاته ده او د ښځو ووټونو ته نه راوتل زمونږ بد قسمتی ده .

عایشه بي بي وایې د ښځو ووټ اچول ډیر ضروري دي چې خپله رایې وکاروي او بله دا چې صوبایي حکومت سرکاری وسایل هم کاروي چې ګټه ترلاسه کړي خو واکمن ګوند داسې قسمه تورونه رد کړي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي د صوبی په مردان چارسده او پیښور کی د پر امنه ټول ټاکنو دپاره یې13000 پولیس عسکر ګمارلي وؤ چې پکی 6000 په مرکزي ښار پیښور او 4،4 زره په مردان او چارسده کې خپل فرایض سر ته رسولي.

خیبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو د پي ډي ایم د کاندیدانو دای این پي د غلام احمد بلور او ایمل ولی خان او د جمعيت علماء اسلام مولانا محمد قاسم او دتحریک انصاف دمشر عمران خان تر منځه مقابله شوې ده.

په مجموعي توګه ټول هیواد کې د قامي اسمبلۍ په اتوؤ او دپنجاب اسمبلۍ په دریوؤ خالي شوؤ څوکیو دا انتخابات سرته رسیلدي چې دقامي اسمبلۍ په اوو څوکیو پکې دتحریک انصاف مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان کاندید ؤ.

د قامي اسمبلی یوه څوکۍ NA 45 کرم باندې د امن و امان دخراب وضیعت له وجې ټول ټاکنې ځنډول شوې دي