دفیچ رپورټ:پاکستان دکرنټ اکاونټ خسارې،ګرانۍ اؤ د روپۍ ارزښت کې دکمي ستونزو سره مخ دی

د اقتصادي درجه بندۍ نړیواله اداره فیچ په خپل رپوړټ کې وایي پاکستان د مخ په زیاتي کرنټ اکاونټ خسارې، ګرانۍ او د روپۍ د قدر د کمی سره مخ دی .

روانه مياشت د اقتصادي درجه بندۍ ادارې موډیز هم د پاکستان اقتصادي درجه د بي 3 نه سي ای ای 1 ته راکوزه کړې وه .

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د پاکستان مرکزي بینک ویلي وؤ د روان مالی کال په وړومبیو دریوؤ میاشتو کې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره 37 فیصدي راکمه شوې ده.

د اقتصاد ماهر ډاکټر غلام صمد وي او ای ډیوه ته وایي دا رپوړټ ښایي چې د پاکستان مجموعي اقتصاد کمزوری شوی او د پورونو په ستنولو کې هم مشکلات لري ، ګراني هم په دې کې شامله ده او دمجموعي اقتصادي اشارو په بنیاد دا درجه بندي کیږي .

هغه وایي د پاکستان قرضې د ټاکل شوي هدف نه زیاتې دي او د سیلابونو له امله هم زیات نقصان شوی دی.

"حکومتي قرضې دمجموعي قامي امدنۍ (جي ډي پي) نه تر70 فیصدي هم زیاتې دي او د سیلاب له وجې هم اقتصاد اغیزمن شوی او نړیوالې ادارې دې ته ګوري چې دا ملک به په اقتصادي توګه ژوندی پاتې شي او که نه؟ مطلب دادی چې اقتصاد کمزوری دی نو ملک په اقتصادي درجه کې راکوز شوی"

روانه مياشت په پیل کې نړیوالې د اقتصادي درجه بندۍ ادارې موډیز په خپل رپوړټ کې د پاکستان درجه د بي 3 نه سي ای ای 1 ته راکوزه کړې وه خو بیا د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر اسحق ډار ویلي وؤ پاکستان په اقتصادي توګه د خطرو څخه بهر شوی او داسې هیڅ د ویرې خبره نشته چې ګنې پاکستان دیوالیه کیدو ته روان دی.

تیره ورځ دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دغیر قانوني پیسو په لیږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف پاکستان د خړ نوملړ نه ویستلی او د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي دی سره به د پاکستان اقتصادي مشکلات اسان شي. او هیله ده چې د درجه بندۍ ایجنسۍ د پاکستان اقتصادي درجه بندۍ ته بیا کتنه وکړي.

"چې څومره د ریټنګ ایجنسۍ دي که هغه موډیز ده یا فچ ایجنسی ده امید چې هغوی هم د پاکستان په درجه بندۍ نظرثاني وکړي او دې سره به بهر سرمایه کاري ته هم لارې هوارې شي"

دپاکستان د اقتصادي وزارت ډویژن وایي روان مالی کال په وړمبیو دریوو میاشتو کې پاکستان غیر ملکي 2اربه او 23کروړه ډالر قرضه اخستې ده او د روان مالی کال دپاره په قامي بجټ کې د 22 اربو او 80 کروړو د غیر ملکي مالي مرستو ویل شوي.

د خزانې وزارت وایي پاکستان ته د روان مالی کال دپاره د 34 اربو ډالرو ضرورت دی چې پکې 22 اربه ډالره غیر ملکي قرضې او واجبات هم بیرته ستنول دي خو د خزانې وزیر اسحق ډار وایي حکومت ددې بندوبست کړی دی.

مرکزي بینک وایي دا وخت د پاکستان مجموعي دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 13.25 اربه ډالره ده او د مرکزي بینک سره 7.5 اربه ډالره ذخیره موجود ده چې د اقتصادي پوهانو په وینا د یوې نیمې میاشتې د درامدات ورباندی پوره کیږي