د شميرنې دولتي اداره وايي تېره اوونۍ پاکستان کې ګراني راکمه شوې ده

د پاکستان د شماریاتو اداره وایي تیره اوونۍ د خوراکي توکو بیعې 0.74فيصدي کمې شوي او اوونیزه ګراني تیرې اوونۍ 30.6 فيصدي نه 29.24 فيصدي ته راکوزه شوې خو په مارکیټ کې کاروباریان وایي خوراکي شیان نیم په نیمه ګران شوي دي.

د اقتصادي چارو د ماهرینو وینا ده چې په نړیواله کچه د ګرانۍ اثر په پاکستان کې د خوراکي توکو په بیعو کیږي ځکه چې پاکستان زیاتره خوراکي شیان د بهرنيو هیوادونو نه راغواړي.

د قتصاد پوهانو وينا ده چې په ملکي کچه دتوانايۍ د زیاتو بیعو او مالیې له وجې هم خوراکي توکي ګران دي.

د شماریاتو اداره وایي تیره اوونۍ په مجموعي توګه 51 خوراکي شیانو کې د 22 خوراکي شیانو بیعې زیاتې شوي، د14 خوراکي توکو بیعې کمې شوي او د 15 خوراکي شیانو په بیعو کې بدلون نه دی راغلی.

اداره وایي تیره اوونۍ ګراني 0.74 فيصدي کمه شوې خو په مردان ښار کې د خوراکي شیانو کاروباري عابد حسین وي او اى ډیوه ته وایي د اوړو او غوړو بیعې لږې کمې شوي خو نور د خوراکي شیانو بیعې نیم په نیمه سيوا شوې دي.

"د پیو یو کاټن په 1100 روپۍ و اوس 1500 روپو ته زیات شوی،وريژې یو کلو د 190 روپو نه تر 300 روپو کلو ته رسیدلي او دغه ډول دالونه هم نیم په نیمه ګران شوي او دال ماش یو کلو 400 روپو ته رسیدلي"

په پاکستان کې د وروستيو سیلابونو له امله زراعتو ته په غټه کچه زیان رسیدلی او پاکستان زیاتره ورمني خوراني توکي د افغانستان او ایران څخه درامد کوي.

دپاکستان مرکزی حکومت په دې وروستيو کې په درامدي خوراکي شیانو کسټم ډیوټي او ودهولډنګ ټيکسونه هم ختم کړي دي.

له سیلابونو وروسته نړیوالې مالیاتي ادارې ايي ايم ايف په پاکستان کې روان کال ګراني 20 فيصدي اټکل کړې خو تيره میاشت د شماریاتو ادارې ګراني 26.6 فيصدي ریکارډ کړې وه .

اقتصاد پوهه طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي په بهرنيو هیوادونو کې د ګرانۍ اغیزې په پاکستان هم کیږي.

"پاکستان یو درامدي هیواد دی او چې کوم شیان د بهر نه راځي نو د هغې بیعې زیاتیږي،د روپۍ د بیعې د کمي او د حکومت له خوا دلګول شوو ټيکسونو له امله هم قیمتونه زیات دي"

د شماریاتو اداره وایي تیره اوونۍ پیاز 27%،الوګان 5% چایې 4.6%او چیني 3% ګران شوي او هم دغه ډول د ادارې په وینا ټماټر 6%، د چڼو دال 2%او خوراکي تيل 0.89% ارزان شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت مرکزي بینک د سود شرحه 15 فيصدي برقراره ساتلې وه.