د پاکستان دولتي بېنک وایي هیواد کې د بهرنیو پانګوالو پنګې تر نیمایي زیاتې کمې شوې دي

په پاکستان کې دسیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ له امله بهرنۍ پانګونی نورې هم کمې شوي دي او د پاکستان مرکزي بینک وایي دې پانګونو کې د نیمې نه زیات کمی راغلی دی.

اقتصادي پوهان وایي په پاکستان کې سیاسي کړکیچ دبې باورۍ صورت حال پیدا کړی او هم ددې له امله د بهرنیو هیوادونو نه سرمایه کاران په پاکستان پانګونې نه کوي او بل اړخ ته ځایي پانګه وال هم د ملک نه خپله سرمایه وباسي.

دمرکزي بینک لخوا تیره ورځ په جاري کړل شوي رپوړټ کې وایي د روان مالي کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې ټول ټال 348 ملينه ډالره سرمایه کاري شوې ده.

د رپوړټ تر مخه پروسږکال هم په دې موده کې 726 میلينه ډالره پانګونې شوې وې او په دې کې 52فیصدي کمی راغلی ؤ.

د اقتصاد ماهر اشتیاق احمد وي او ای ډیوه ته وایي د سیاسي اړي ګړي له وجې پانګه وال ګڼي چې د هغوی سرمایه پاکستان خوندي نه ده او بیا ځايي کاروباریان هم د ملک نه خپله سرمایه خوندی هېوادونو ته منتقل وباسي.

"په پاکستان کې سیاسي ثبات نشته او کله چې سیاسي اړی ګړی وي نو غیر ملکي پانګه وال دلچسپي نه اخلي بلکې مقامي سرمایه کار هم سرمایه اوچتول غواړي او هڅه کوي هلته لاړ شي چرته چې هغوی ته ګټه ترلاسه کیږي"

داشتیاق احمد په وینا "دپاکستان راتلونکی وخت غیر یقیني دی"

مرکزي بینک وایي په پاکستان کې زیاته سرمایه کاري چین کوي خو د روان مالي کال په څلورو میاشتو کې د چین له خوا په پاکستان کې نزدې 75 میلينه ډالره پانګونې شوي تیر کال دا پانګونې 99 میلينه ډالره وې.

دمرکزي بینک د شمیرو ترمخه د زراعت، ځنګلاتو او ماهی ګیرۍ په مد کې په غټه کچه پانګونې کمې شوې او دا د 154میلینو ډالرو نه 8.7 میلينو ډالرو ته راکوزه شوې ده.

بینک وایي د متحده عرب امارات له خوا پانګونې د 51 میلينو ډالرو نه 67 میلينو ډالرو ته زیاتې شوي چې پکې د ګیس او بجلې په مد کې د تیر کال 114 میلينونه ډالرو نه 149 میلينه ډالرو زیاتې شوي دي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې غیر ملکي پانګونې د اوږدې مودی پالیسو ته اړتیا لري.

"په پاکستان کې د تجارت څانګه کې خرڅونه زیات دي او دحکومت له خوا لګول شوې مالیا هم یوه غټه وجه ده چې پانګه والو ته څومره ګټه تر لاسه کیږي او هم دغه وجه ده چې سرمایه کاري نه راځی"


په پاکستان کې برامدي صنعت د ټیکسټایل اتحادیه وایي د سرمایې د کمي او دمالیې د زیاتوالي له وجې 60فیصدي دصنعت څانګه د بحران سره مخ ده او د غیر ملکي اسعارو یا زرمبادلې د کمي له وجې حکومت هغوی ته ورکړل شوې مالیې هم نه شی ستنولی.

مرکزی حکومت په دې وروستو کی د ټیکسټایل صنعت ته د بجلی د یو یونټ په شلو روپو د ورکولو اعلان کړی و خو هغه تر اوسه نه دی عملي شوی.

مرکزي بینک وایي روان مالی کال په اکتوبر کې غیر ملکي ترسیلات زر هم 15.7فیصد کم شوي او په مجموعي توګه څلورو میاشتو کې 8.6 فیصدي کمی راغلی او په روشن ډيجيټل غیر ملکی اکاونټونو کې کمی لیدل کیږي.