مطبوعات وایي په اقتصادي توګه دپاکستان د دیوالیه کیدو یا سقوط خطرې نورې زیاتې شوي

پاکستانی مطبوعات وایي د ملکي اقتصاد د دیوالیه کیدو خطرې نورې زیاتې شوي او په دې کې 30 فیصدي اضافه شوې ده.

په پاکستان کې داسې ویرې څرګندیږي چې پاکستان به راتلونکې میاشت دسمبر کې د سکوک بانډونو په مد کې د یو ارب ډالرو په بېرته ستنولو کې مشکلات لري خو دخزانې وزیر اسحاق ډار ویلي پاکستان به د قرضو او سود په ستنولو هیڅکله دیوالیه نه شي .

اقتصادی پوهان وایي په تیکنیکي توګه پاکستان دیوالیه شوی ځکه چې د قرضو د ستنولو لپاره د نړیوالو مالیاتي ا‌دارو څخه نورې قرضې اخلي.

پاکستان کې د انګریزۍ ژبي ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون خپل یو رپوړټ کې ویلي د پاکستان د اقتصاد د دیوالیه کیدو خطر کې 30فیصدي اضافه شوې ده او دا خطر 93 فیصدي ته زیات شوی ،د ټریبیون په وینا دا خطر په کال 2021 کی 4.2 فیصدي و.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار څو ورځې وړاندې ویلئ وو د کریډټ ډیفالټ سواب په بنیاد د پاکستان د دیوالیه کیدو هیڅ خطر نشته.

په پاکستان کې د ایشیایي پرمختیایې بینک کارکوونکی ډاکټر غلام صمد وي او ای ډیوه ته وایي کریډټ ډیفالټ سواب داسې پیمانه ده چې ورباندې غیر ملکي سرمایه کارۍ ته تحفظ ورکړی شوی وي خو په دې کې بې یقیني راغلې ده او تیره میاشت دا 75 فیصدو ته رسیدلې.

هغه وایي تر دې وړاندې نړیوالو د اقتصادي درجه بندۍ ادارو موډیز او فیچ هم د پاکستان اقتصادي درجه بندی راکمه کړې وه .

د ډاکټر غلام صمد په وینا پاکستان کې د دیوالیه کیدو اشاري مثبت لوري ته روانې دي.

"په اقتصادي توګه هغه معیشت ښه ګڼل کیږي چې لږ تر لږه د دریوؤ میاشتو دپاره دغیر ملکي اسعارو یا زرمبادلې ذخیره لري او بیا د پاکستان د توانایۍ په څانګه کې هم سرکلر قرضې ورځ تر بلې سيوا کیږي نو چې څومره اقتصادي اشارې دي هغه دیوالیه کیدو پله روانې دي"

د اقتصاد ماهر ډاکټر قیصر بنګالي وایي د روپۍ مقابله کې د ډالر‌ نرخ په بره روان دی خو حکومت ددې بيعه 225 روپۍ تړلې ده او خلک د بهر هیوادونو څخه پیسې د بینکونو په ذریعه نه رالیږي او ترڅو چې تجارتي خساره کمه شوې نه وي مارکیټ نه شي مستحکم کیدای.

"مونږ د قرضو د واپسۍ او تجارت دپاره قرضې اخلو ،که زه له تا قرض واخلم او بیا یې نه شم ستنولی نو ددې مطلب دادی چې زه دیوالیه شوی یم او پاکستان د تیرو دریوو څلورو کالو راهسې دیوالیه شوی دی"

دپاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره 53 فیصدي کمه شوې او برآمدات 0.2 فیصدي زیات شوي دي.

مرکزي بینک وایي نن په انټر بینک مارکیټ کې پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابله کې 0.45 پیسې نوره غورځېدلې او په انټر بینک مارکیټ کې د یو امریکایي ډالر بيعه 223 روپۍ او 87 پیسو ته زیاته شوې ده.

د مرکزي بینک د روانې میاشتې د 11 نومبر د رپورټ مطابق د پاکستان مجموعي دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 13.80 اربه ډالره ده او د مرکزي بینک څخه غیر ملکي د زرمبادلې ذخیره 7.9 اربه ډالره ده چې پکی 6 اربه ډالره پاکستان نه شي مصرفولی.

د پاکستان حکومت تمه لري چې د نړیوالو مالیاتي ادارو ایي ایم ایف، ایشیایې پرمختیایی بینک او سعودی عرب له خوا د سیلابونو د امداد په مد کې 6 نه تر 8 اربو ډالرو مرستې ترلاسه کړي خو د ایي ایم ایف سره د پور د نهم قسط د خبرو نیټه د څنډ ښکار ده.