د افغانستان په اړه جاپان سره د امریکایي استازي خبرې د چین اؤ روس اثر کمولو کې څه رول لوبولی شي؟

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټهامس وېسټ ويلي چې جاپان ته د دورې پر مهال يې ددغه هېواد دبهرنيو چارو د وزارت چارواکو سره په افغانستان کې د بشري ضرورتونو، بشري حقونو او سياسي مذاکراتو په اړوند خبرې کړي دي۔

څېړونکي د ټهامس وېسټ او د جاپان اړونده چارواکو د افغانستان په تړاو خبرې اترې نه يوازې افغانستان لپاره ګټورې بولي بلکې د دوی په وینا د جاپان حکومت لخوا افغانانو سره مرستې کول به په دې هېواد کې د چين او روس اثر رسوخ کمولو او د امريکې او جاپان په نړيوال سياست کې د نورو ګټو ترلاسه کولو لامل هم وګرځي۔

د افغانستان لپاره د امريکې ځانګړي استازي ټهامس ويسټ په ټويټر لیکلي چې ټوکيو ته د دوه ورځنۍ دورې پرمهال يې د نزدې متحدینو سره په افغانستان کې د مشترکه ګټو په اړه سلا مشورې کړي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي د امريکا او جاپان لخوا افغانستان سره مرستې نه يوازې د افغان ولس په ګټه دي بلکي دا به په نړيوال سياست کې هم د دواړو هېوادونو لپاره ګټور وي۔

نوموړي ډيوه سره خبرو کې وويل " د افغانستان چې کوم سټرېټيجيک لوکېشن يا مقام دی نو دا د چين سره چې کومي روانې خبرې دي او بيا په يورپ کې د روس سره نن سبا چې کومې روانې خبرې دي هغه ډيرې زياتې مهمې دي او جاپان په دې کې د امريکا اتحادي دی نو يوه دغه غټه خبره ده"

هغه زياته کړه " اوس چې د امريکا او جاپان اړيکو ته کوم شکل ورکړل کېږي نو هغه دا دی چې امريکا وايي جاپان يې ښه اتحادي دی نو مطلب يې دا دی چې دوی (امريکا) په افغانستان کې د جاپان څخه غواړي چې نور هم امريکا ته کوم درکار سياست دی او کومې خرچې وغېره دي په هغو کې د دوی سره مرسته وکړي"

ډاکټر خورشيد خان دا هم وويل " او دا چې نړيوال کوم سياست دی په هغې کې چې د افغانستان کوم رول جوړېږي نو (امريکا غواړي) پکار ده چې جاپان هغې حوالې سره زمونږه ملګرتيا وکړي"

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په 30مه په یو بیان کې ویلي چې ټهامس ویسټ د ډسمبر د لومړۍ نېټې څخه تر اتمې نیټې پورې د جاپان، هند او د متحده عرب اماراتو سفر کوي او هلته به د مېشتو افغان کډوالو او همکارانو سره ملاقات کوي۔

په روس کې د ماسکو پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی ډاکټر شېر حسن وي او ای ډيوه ته وايي چې امريکا او جاپان وړاندې هم د افغانستان سره مرستې کړي بايد په هېواد کې د روان سياسي بحران پرمهال خپلو مرستو ته دوام ورکړي۔

نوموړي زياته کړه بايد نړيواله ټولنه په افغانستان کې د تل پاتي امن او اقتصادي بحران مخنيوي په لړ کې د خبرو او قناعت د لاري يو داسي سياسي نظام رامنځ ته کولو لپاره ګامونه واخلي چې هغې ته ملي او نړيوال مشروعيت ترلاسه وي۔

ډيوه سره خبرو کې د هغه وېنا وه " د اوږد مهاله ښه حالت لپاره په افغانستان کې يو داسې نظام پکار دی چې هغه ټولو افغانانو ته قبول وي او هغه د افغانستان د خلکو په رایه راغلی وي او په زوره يې قدرت نه وي ترلاسه کړی، قانون پکې موجود وي، د ښځو او سړو د پاره پکې د زده کړو ازادي وي، د سياسي فکرونو او مدني فعاليتونو دپاره پکې ازادي وي او د اقتصادي پانګونې او لوړ کاروبار لپاره پکې اصول موجود وي"

طالبانو تير کال د اګست په 15 مه د کابل واک ترلاسه کولو وروسته خپل سرپرست حکومت اعلان کړی خو د نړی کوم هېواد د طالبانو حکومت تر دې مهاله په رسمي ډول نه دی پېژندلی۔

داقتصادي چارو پوهان وايي د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا د نړيوالې ټولنې لخوا د افغانستان سره د مرستو کمولو له وجې په هېواد کې اقتصادي بحران رامنځ ته شوی۔

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په وروستيو کې ويلي چې د ژمي دموسم راتلو سره په دې هېواد کې 24،4 ميلينه افغان وګړي په سختو شرايطو کې ژوند کوي او د يخنۍ سره د مبارزې لپاره په بېړني ډول ګرمو جامو، سرپناه او د تودوخې لپاره نغدو پېسو ته اړتيا لري۔