کوزه جنوبي وزیرستان کې امنیتي اؤ انتظامیي چارواکو ځایي مشرانو سره دامنیت په اړه جرګه کړې ده

په کوزه جنوبي وزیرستان کې دپوځ مشر ایي جي (جنوب) ميجر جنرل هارون حميد د امنیت د ټینګښت په اړه واڼه سیمه کې د ځایي ملکانانو او دیني عالمانو سره جرګه کړې ده اؤ له هغوئ یې غوښتي چې د سولې او امنیت لپاره باید خپل مسوولیت په غوره ډول ترسره کړي.

جرګه کې دسیمې پر روان امنیتي وضعیت او د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو او مشرانو پر ګډو هڅو هر اړخیز بحث شوی دی.

دا جرګه په داسې حال کې شوې چې تیره اوونۍ د ضلعې مرکز واڼه کې وسله والو د پولیس په تاڼه بريد کړی و چې پکې يو پوليس عسکر ژوبل شوی ؤ او وسله والو له تاڼې څخه وسله هم وړې وه.

تحریک طالبان پاکستان/ ټي ټي پي ددغه بريد ذمه واري منلې وه.

دضلعي انتظامي مشر ددفتر چارواکي وایي دجرګې په مهال په سیمه کې د پوځ مشر میجر جنرل هارون حمید علاقه کې د امنیت ټینګښت ټینګار وکړو اؤ وي ویل چې د ځایي خلکو سره د مرستې لپاره یو مناسب امنیتي چاپیریال اړین دی.

د پوځي افسرانو ترڅنګ ډپټي کمشنر اشفاق او د ضلعي پولیسو مشر ډي پي او عتیق الله هم په دې جرګه کې موجود و۔

دپوځ ځایي مشر وویل د معدنیاتو د سروی له لارې به د سیمې خلکو ته ګټه ورسیږي او دا ټول هغه وخت ممکن دي چې په سیمه کې بشپړ امن وي.

هغه ویلي مشران دې د سولې او امنیت لپاره خپل مسولیت ترسره کړي ترڅو دسیمې خلکو ته دارمه ژوند اؤ پرمختګ فرصتونه په لاس ورشي.

هغه ویلي چې د 27 دسمبر څخه وروسته به علاقه کې هیڅ ډول د تورو شیشو ګاډي ونه زغمل شي او په دې لړ کې یې له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

جرګه کې د کوزه جنوبي وزیرستان د بیلا بیلو قامونو ملکانو او د علاقې دیني عالمانو برخه اخستې وه.

دا جرکه وروسته له هغې شوې چې علاقه کې د تیرې یوې میاشتې نه د ناامنۍ په ضد احتجاجي مظاهرې پیل شوي اؤ خلک دامنیت دتامین غوښتنه کوي.

په دغو احتجاجي مظاهرو کې د زرګونو په شمیره کې سیاسي او غیر سیاسي خلک ګډون کوي او د علاقې د امنیت غوښتنه کوي .

د ولسي پاڅون یو غړی او په علاقه کې د عوامي نیشنل ګوند فعال ایاز وزیر وایي دا د دوی نماینده جرګه نه وه .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دوی په وروستیو کې له حکومت نه د احتجاجونو د لارې د امنیت غوښتنه کړې او که دا غوښتنه یې نه منل کیږي بیا د جنورۍ په شپږمه احتجاجي پرلت پېل کوي چې ترمخه به یې د علاقې ټول کاروباري مرکزونه او د افغانستان سره دانګور اډې دتجارتي لارې په ګډون د تګ راتګ ټولې لارې تړل کیږي.


هغه وویل په علاقه کې خلک د سختې بدامنۍ سره مخ دي .

دا په داسې حال کې ده چې په څلورم نومبر په سیمه کې د بدامنۍ پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ په اعظم ورسک علاقه کې يوه ولسي غونډه کړې وه.

خو هغه وخت د ضلعي پولیسو مشر عتیق الله وي او اې ډیوه ته ویلي وو د علاقې امنیت په قابو کې دى دغلته د خلکو د تحفظ پاره پولیس او نور امنیتي ځواکونه موجود دي او د ضلعې د نورو سیمو ترڅنګ په اعظم ورسک کې ګشتونه کوي.

د پاکستان پوځ د وړاندې نه د افغانستان پولې ته نزدې جنوبي او شمالي وزیرستان ضلعو کې عملیات کړي او دعوې کوي چې د عملیاتو په پایله کې يې د منظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی خو په يادو علاقو کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کيږي.